#د جګړې د قربانيان غږ
ميدان ښار (پژواک، ١١ سلواغه ٩٤): د "سيداباد له بريده" دوې مياشتې تېرېږي، خو لا هم هلته د غم څپې خپرې دي او د سيمې خلک هغو پوځيانو ته د سزا ورکولو لپاره شېبې شماري چې ملکي وګړي يې وژلي دي.
د روان کال د لېندۍ میاشتې په ١٣مه د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ د اوتړيو کلي يو شمېر اوسېدونکي چې ډېر يې ماشومان وو، له کليوالي دود سره سم د کلي د جومات مخې ته راټول وو، خو د ملي اردو هغو پوځيانو يې دغه کليوالي مجلس په وير ور بدل کړ چې د خلکو د امنيت ساتنې په موخه په سيمه کې ځاى پر ځاى شوي وو.
هلته په يوه امنيتي پوسته کې مېشتو د ملي اردو ځواکونو د هاوان ډزې وکړې او نهه کليوال يې ووژل.
په وژل شوو کې يو د نهو، دوه د ديارلسو، يو د څوارلسو، يو د اتلسو، دوه د شلو او دوه د دوه ويشتو کلونو په عمر ماشومان او تنکي ځوانان شامل وو.
حاجي محمدګل چې په دغه بريد کې يې درې لمسيان او يو زوى له لاسه ورکړي، د يادو څرګندونو تر څنګ د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هاوان ګولۍ په لګېدو سره ياد نهه تنه لکه "تنکي ګلان" پر ځمکه راپرېوتل.
د بريد دغه عيني شاهد چې ستونى يې له ژړا بند، بند کېده او سلګيو د خبرو وار نه ورکاه، بيا بيا ويل چې په دغه بريد کې وژل شوي او ټپيان ټول بېګناه ملکي وګړي او ډېر يې "ګلالي ماشومان" وو.
هغه وايي چې د ملي اردو د يادو ځواکونو د دې "سترې ناروا" ياد به يې تل په زړه کې لکه د ناسور ټپ په څېر څړيکې وهي.
حاجي محمد ګل وويل: "زه د پېښې له ځايه تقريباً دېرش متره لرې وم، د مرمۍ غږ شو، وهم واخيستم، مرمۍ د جومات پر دېوال ولګېده؛ زما په مخ کې مې زوی، لمسيان او کليوال له منځه ولاړل..."
په همدې ويلوسره، د دغه عمر خوړلي سپين ږيري خبرې په سلګيو کې ورکې شوې، خو لږ وروسته يې دغه پېښه داسې انځور کړه: "چا سلګۍ وهلې، د چا ځنګندن و، له ټولو وينې روانې وې، په سرونو لګېدلي وو، ماغزه يې باد باد وو."
هغه وايي چې د ملي اردو يادو ځواکونو له دې مخکې هم ظلمونه کول او خلک يې ځورول، تر څو د حکومت او ولس تر منځ واټن رامنځته کړي.
د اوتړيو بل اوسېدونکى محمدرفيق چې په ياده بريد کې يې درې لمسيان او يو واوره وژل شوي، هم د ياد بريد ورته کيسه کوي.
هغه په داسې حال کې چې پر سپينه ږيره يې اوښکې را روانې وې، وويل: "دلته نه طالب و، نه جنګ و، د اردو مرمۍ راغله او ولګېده، دا کومه خطايي مرمۍ نه وه، قصداً يې موږ د وير په ټغر کېنولو او بېګناه زلميان او ماشومان مو يې شهيدان کړل."
هغه وايي چې د همدې غميزې له امله يې پر کلي اوس هم د وير څپې خپرې دي او د قربانيانو د کورنيو ځينو غړو په تېره بيا ماشومانو او ښځو ته رواني ناروغۍ پيدا شوې دي.
ده وويل چې د قربانيانو د کورنيو څو تنه يې پېښور ته د درمنلې لپاره بوتلل، خو کله چې راستانه شول، اوس يې بيا روغتيايي حالت ښه نه دى، کله ژاړي او کله ان بې هوښه شي.
ده زياته کړه: "اوس هم هلته په هر کور کې وير دى، ژړا ده، له زړونو مو ويني څاڅي، جومات ته چې راشو همدغه غميزه مو سترګو، سترګو ته کېږي او ..."
عدالت غوښتنه
د هېواد په مرکز او بېلابېلو ولايتونو کې په سيداباد کې د يادو وژل شوو کسانو قاتلانو ته د سزا ورکولو په موخه لاريونونه وشول.
حکومت، په اوتړيو کې د ملي اردو د يادې پوستې درې تنه ونيول او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې وسپارل او په سيداباد کې د ملي اردو د پخواني کنډک پر ځاى يې نوى کنډک ځاى پر ځاى کړ.
دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني ويلي چې د يادو نهو تنو د وژنې عاملين به محاکمه کړي او په خپل شخصي لګښت به د دغه بريد د قربانيانو په نوم ديني مدرسه جوړه کړي.
حاجي محمد ګل چې د قربانيانو د کورنيو په استازيتوب يې خبرې کولې، د حکومت له يادو کړنو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د ميدان وردګو والي حيات الله حيات په دې اړه له دوى سره صادقانه همکاري کړې ده.
هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې ځينو کسانو په ياده دوسيه کې لاسوهنې کړې او داسې ښيي چې ګواکې ياد نهه تنه د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
خو دى وايي چې دغه ادعا دروغ ده او دوى پوره شواهد لري چې ياد کسان د ملي اردو د هاوان مرمۍ وژلي دي.
محمدګل وويل چې د اوتړيو پر جومات د هاوان ګولۍ د لګېدو نښې له ورايه ښکاري.
ده زياته کړه: "موږ يې دردولي يو، موږ ټول په رواني مرض اخته يو؛ يوه غوښته لرو او په هېڅ صورت نه ورڅخه پر شا کېږو؛ هغه د دې کسانو محاکمه ده، علني محاکمه."
دی وايي، ولسمشر او د ميدان وردګو والي ورسره ژمنه کړې چې د يادو نهو کسانو د وژنې عاملين به په علني ډول محاکمه کوي، د قربانيانو په نوم به په اوتړيو کې يو روغتون يا يوه مدرسه جوړوي او د دې کلي يو تن زنداني به له بنده خوشى کوي.
حاجي محمدګل د ياد زنداني کس په اړه نور معلومات ورنه کړل.
خو حاجي محمد رفيق په ژړا، ژړا کې وويل: "هېڅ نه غواړم وروره، فقط د دې ظالمانو محاکمه غواړم چې په رڼه ميدان يې محاکمه کړي، تر څو نورو ظالمانو ته پند شي."
هغه وايي، اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ډاډ ورکړی چې دغه بريد به په عادلانه ډول څېړي او حق به حقدار ته سپاري.
د ميدان وردګو والي حيات الله حيات په دې اړه د عدالت پر پلي کېدو ټينګار کوي او وايي چې د قضيې د تعقيب لپاره د ولسي مشرانو او دولتي چارواکو په ګډون پلاوى ټاکل شوى او د همدې پلاوي څېړنې ښيي چې د اردو له يادې پوستې څخه د هاوان دوې مرمۍ ويشتل شوې چې يوه د جومات پر دېوال او بله هم په ځنګل کې لګېدلې ده.
ده وويل: "هغه تورن کسان چې چا فير کړی و، چا قومانده ورکړې وه؛ څوک د پوستې قوماندان و، ونيول شول او عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شول."
دى وايي چې نيول شوي کسان زنداني دي او قضيه په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو په پوځي محکمه کې تر څېړنو لاندې ده.
هغه په دې اړه چې اردو ولې ډزې کولې، وويل: "په دې کې شک نشته چې دوی ته بعضې راپورونه راغلي وو چې دښمن تحرکات لري، ولې دا چې په کوم ځای کې دښمن تحرک لاره، په کوم ځای کې و او چا راپور ورکړی و، دا موضوع به وروسته په اثبات رسېږي."
والي په دې اړه چې په ياده دوسيه کې لاسوهنې شوې، وويل چې د قربانيانو کورنيو ده ته هم شکايت کړى او ده په دې اړه تېره پنجشنبې له ولسمشر سره خبرې کړي دي او هغه ډاډ ورکړى چې تورن کسان به په عادلانه ډول محاکمه او حق به حقدار ته سپارل کيږي.
حيات وايي چې د لويې څارنوالۍ يو پلاوي هم ورسره ژمنه کړې چې دغه قضيه به په عادلانه ډول څېړل کېږي او لاسوهنې به په کې نه کېږي.
د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري وويل چې د سيداباد ياده پېښه د دغه وزارت په پوځي عدلي او قضايي ارګان کې تر څېړنو لاندې ده. ده د دې څېړنو په اړه جزئيات ورنه کړل.
د افغانستان د جزايي کړنو قانون له مخې، که چېرې متهم تر توقيف لاندې وي بايد څارنوالي يې په اړه خپلې کړنې په ۷۵ ورځو کې بشپړې کړي .
دغه راز د دغه قانون له مخې، لومړنۍ محکمه بايد په يوه مياشت، دويمه محکمه هم په يوه مياشت او ستره محکمه بايد د دوو مياشتو په موده کې يوه قضيه وڅيړي او په اړه يې پرېکړه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










