کابل (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٤): د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي، د دوى په سيمو کې د ښاري بسونو د فعاليت د نشتوالي او په دغه برخه کې د دولت له نه پاملرنې شکايت کوي، خو چارواکي بيا په دغه برخه کې د همکارۍ ژمنه کوي.
د کابل ښار د نوي ښار، تايمني، وزير اکبرخان، مکروريانو، هوايي ډګر او په يو شمېر نورو سيمو کې لکه دويمه، څلورمه، نهمه، لسمه او شپاړسمې ناحيو کې د ښاري بسونو د فعاليت د نشتوالي له امله د يادو سيمو اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.
د کابل ښار د قواي مرکز اوسېدونکي او د خصوصي پوهنتون يوه محصل محمد الماس، د ښار په واټونو کې له ګڼې ګوڼې څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې دولت په حقيقت کې ياد کار ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.
هغه زياته کړه: "زه هره ورځ له قواى مرکز څخه نوي ښار ته د خپلې دندې ځاى ته ځم، په دغه لاره کې ښاري بسونه نشته، مجبور يم چې يا په ټکسي او يا په ټونس کې لاړ شم، چې له اقتصادي اړخه راته ګران پريوځي."
دغه محصل د jرانسپورټ له وزارت په ځانګړي ډول د ملي بس له رياسته غوښتنه وکړه، څو په دغه لاره باندې هم د بسونو فعاليت پيل کړي.
د کلا فتح الله يوې اوسېدونکې ٤٠ کلنې مېرمنې امنې وويل، چې خپل ړنده لور هره ورځ له خپل کور څخه په نوي ښار کې يوه شخصي پوهنتون ته بيايي.
ياده مېرمن چې څلور نور اولادونه هم لري، وايي: "هره ورځ له ٥٠ څخه تر ٨٠ افغانۍ پورې د موټرونو کرايه ورکوم، زموږ اقتصادي وضعيت ښه نه دى."
نوموړې پژواک ته وويل، که څه هم د خپلو بچيانو د تحصيل د دوام ډېره لېواله ده، خو دا ډول وضعيت بيا هغه ډېرى وخت ځوروي او له ځان سره وايي، که چېرې يادې ستونزې حل نه شي نو د خپلې لور د تحصيل دوام به ودروي.
هغې زياته کړه: "د سعيدې لور مې يوازېنۍ هيله دا ده، چې خپل تحصيل ته دوام ورکړي."
هغې دغه راز له اړونده چارواکو وغوښتل، چې د تونس او ټکسي سربېره د دغې لارې په اوږدو کې د څو ملي بسونو فعاليت هم پيل کړي.
سرور د قلعه وزير اباد يو ٢١ کلن ځوان دى، چې هره ورځ له يادې سيمې څخه تر نوي ښار پورې د خپل کاري فعاليت لپاره تګ او راتګ کوي.
نوموړى چې د خپلې اووه کسيزې کورنۍ يوازېنى سرپرست دى او د نخودو په پلورلو سره خپل کار پر مخ وړي، وويل: "زه په يوه مياشت کې په ٥٠٠٠ افغانۍ عوايد لرم، چې هره ورځ يوازې زما د تګ راتګ کرايه سل افغانۍ کېږي، زه له دې حکومت غواړم چې زموږ بېچاره ګانو غږ واوري."
هغه زياته کړه، که څه هم فکر نه کوي چې دولت به يې غږ واوري، خو بيا هم له حکومت غواړي چې اړونده ادارې ته دنده وسپاري، څو په دغو لارو کې د ښاري بسونو په فعاليت سره د خلکو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي.
١٩ کلنه ذاکره چې هره ورځ د تمرين لپاره د وزير اباد ساحې نه د کابل لوبغالي ته ځي، په دې لاره د ملي بس له نشتوالي اندېښنه څرګندوي.
هغې وويل چې هره ورځ په تونس او ټکسي کې د تګ راتګ لپاره ٨٠ افغانۍ کرايه لګوي، خو ځينې ورځې په تونس او يا ښاري ټکسي کې د مېرمنې لپاره د ځاى نشتوالي په سبب اړ کېږي چې په ١٥٠ افغانۍ دربس موټر ونيسي، څو د تمرين ځاى ته مخکې ورسېږي.
نوموړي زياته کړه:((د ترانسپورټ له ستونزې سره مخ يم او له مجبورۍ دا ستونزې زغمم، که ملي بس موټر وي، کولى شم چې په بس کې په ډېر راحت سفر وکړم او په وجود کې به مې هېڅ ډول کومه وېره نه وي.))
د تايمني اوسېدونکي ٣٠ کلن همايون چې له اتو کلونو راهيسې په دې ساحه کې ليلامي پلورنځى لري، وويل:((په شخصي ټکسي او موټرو کې د نارينه او ښځو لپاره تګ هم له اقتصادي او هم له دې امله چې اوس په هر موټر چلوونکي باور نه کېږي، ګران دى.))
هغه زياته کړه چې څو ځله په دې لارو جيب وهوونکو د ځينو کسانو پيسې وړې او دده د کورنۍ دوه غړي او يو ملګرى يې هم شکولي دي.
هغه زياته کړه:((که چېرته په دې لينونو ملي بس وي، شايد چې له دا ډول قضيو به لرې وو.))
په ورته وخت کې د ملي بس تصدۍ مشر احمد نظير رضايي پژوک خبري اژانس ته وويل چې په پخوانيو کلونو کې څو ملي بسونه د کابل ښار په نوي ښار، وزير اکبرخان، تايمني، وزير اباد او... کې فعال وو، خو دا چې اوسېدونکو يې ورنه کمه ګټه اخيستله او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره يې له ټکسي او تونس موټروکار اخيست ، نو د وخت په تېرېدو سره په دې لارو د ملي بس کاري وضعيت پيکه شو چې بالاخره ملي بس رياست اړ شو چې خپل فعاليت هلته ودروي.
هغه ددې سيمو د يو شمېر اوسېدونکو د ستونزو پخلى وکړ او په ورته وخت کې يې ژمنه وکړه چې د خلکو د همکارۍ او له ملي بسونو د سمې ګټې اخيستنې په صورت کې دا رياست حاضر دى چې په دې لارو د خپلو موټرو فعاليت يو ځل بيا پيل کړي.
نوموړي په ورته وخت کې د ملي بس وسايطو د چلوونکو او کارونکو زړه سواندي او همکاري بنسټيزه وبلله او له کابل ښاريانو يې وغوښتل چې له ملي بس موټرو د يوې ملي پانګې په توګه کار واخلي او دا رياست هوډ لري چې د يادو شوو سيمو د اوسېدونکو له ليکني وړانديز وروسته، د يادو شوو ساحو د ګذر وکيلانو په هوکړه د ملي وسايطو فعاليت هلته له سره پيل کړي.
رضايي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې اوسمهال د ملي بس وسايط په ( د خيرخانې دويمه حصه، کارته نو نساجى، هوايي ډګر، ميرويس ميدان، کابل- ميدان، کابل- پکتيا، کابل- پروان، کابل- پنجشير، سرتپه رحمان مينه) لارو فعاليت لري.
هغه وويل چې يواځې ١١٠ ملي بس موټر په کابل ښار کې فعاليت لري.
د ملي بس مشر وويل چې د هېواد ولسمشر له دې رياست سره د يو ميليون ډالرو مرستې ژمنه کړې او هيله يې څرګنده کړه چې ددې مرستې په تر لاسه کولو سره به دوى وکولى شي چې ٤١٣ کاسټر سيزو جاپاني بسونه او نور وپېري.
په ورته وخت کې هغه وويل چې هندوستان هم له دې رياست سره د شاوخوا زر نقليه وسايطو ژمنه کړې او هيله من دي چې دا ژمنې به عملي بڼه ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










