فيض اباد (پژواک ١٧ سلواغه ٩٤): د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد اوسېدونکي شکايت کوي، چې په يوه شپه ورځ کې څلور ساعته برېښنا لري چې له يوه لوري يې بيه ډېره لوړه ده او له بل لوري منظمه برېښنا نه لري.
دوى زياتوي، دا ډول برېښنا د دوى ستونزې نه شي هوارولى، دولت بايد د فيض اباد د شورابک برېښنا بند جوړ کړي او يا هم د تاجکستان هېواد څخه راغځول شوې برېښنا دغه ولايت ته ورکړي.
د فيض اباد ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي محمد رسول پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ منظم برق نه لرو، يو ساعت وي يو ساعت نه وي، کله چې برق ځي، نو د موبايل د چارجولو ته هم حيرانيږو چې څه وکړو."
هغه زياته کړه، ځينې شپې برېښنا نه لري او ټوله شپه په تياره کې تېروي.
ياد اوسېدونکي وويل، له دې سره-سره بيا هم د دولتي برېښنا د يوه کيلوواټ بيه ٢٨ افغانۍ ده او د دې توان نه لري، چې شخصي جنراتور واخلي او پياوړې او منظمه برېښنا ولري.
محمد رسول وويل، دولت دې يا د تاجکستان وارداتي برېښنا چې تخار ته هم غځول شوې، دغه ولايت ته ورکړي او يا د فيض اباد برېښناکوټ جوړ کړي، څو له دې لارې د برېښنا ستونزه حل شي.
د بدخشان د برېښنا رييس انجنير سلطان عطايي وويل، د دولتي جنراټور د ډېزلو پنځه پايې چې په ټوليز ډول ١،٥ مېګاواټه برېښنا توليدوي، د فيض اباد شاوخوا ٧٧٠٠ کورنيو ته برېښنا ورکوي.
هغه زياته کړه، د برېښنا د کم ظرفيت له امله خلکو ته يواځې د ٢٤ ساعتونو په ترڅ کې ٤ ساعته برېښنا ورکولى شي.
عطايي زياته کړه، ځينې شپې برېښنا له څلورو ساعتونو کمه او په وقفه يي ډول جريان لري او ځينې شپې بيا يو شمېر کورنۍ هېڅ برېښنا نه لري چې دوى بيا د يادې ستونزې د هوارولو په هڅه کې دي.
فيض اباد کې له دوه زره زياتې نورې کورنۍ برېښنا ته هېڅ لاسرسى نه لري.
د فيض اباد د شپږمې ناحيې اوسېدونکي حيات الله وويل: "د شپې له خوا لاټين او شمع بلوو او دوه ماشومان مې چې ښوونځي ته ځي نو د شپې له خوا درس نه شي ويلى او يواځې د ورځې له لوري درس وايي."
هغه وويل، هېڅ دولتي برېښنا نه لري او دوى د دولتي جنراتوري برېښنا د لګښت پيسې نه لري، ځکه چې يو کيلو واټ په ٢٨ افغانۍ دى.
حيات الله زياته کړه، له دولت غواړي د برېښنا ستونزه هواره کړي او خلکو ته ارزانه برېښنا ورکړي.
د بدخشان برېښنا رياست د تخنيک مرستيال انجنير محمد دين وويل، د پاتې نورو کورنيو د ستونزې د هواري لپاره يوه بل يو مېګاواټه جنراتور ته هم اړتيا ده، خو بيا هم نه شي کولى چې د فيض اباد اوسېدونکو ته څلورويشت ساعته برېښنا ورکړي او هغه څلور ساعته برېښنا به ورته جريان مومي.
هغه وويل، د دې لپاره چې د فيض اباد اوسېدونکو ستونزه په بنسټيزه توګه هواره شي، نو يواځينۍ لاره يې د شورابک د برېښناکوټ جوړول دي.
فيض اباد کې د شورابک برېښنا بند د المان هېواد د ٣٠ ميليون يورو په مرسته رغيږي، خو کارونه يې له تېرو درېيو کلونو راهيسې ځنډېدلي دي.
د بدخشان د برېښنا چارواکي وايي، کله چې دغه بند جوړ او ګټې اخيستو ته وسپارل شي، نو په فيض اباد ښار کې به لس زره کورنۍ له پياوړې او کافي برېښنا برخمنې شي.
د بدخشان د کوکچې دريايي حوزې مشر انجنير محمد رفيع وويل، چې د ترکيې ټيکا کمپنۍ د شورابک د برېښناکوټ جوړونه له المانيانو سره قرارداد کړې، خو په ځينو برخو کې د کېندنو پر مهال رېګ راپورته شوى او تخنيکي ستونزې يې راولاړې کړې او د کار حجم يې پورته وړى دى.
د هغه په وينا، ترکي کمپنۍ المانيانۍ کمپنۍ او د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت ته وړانديز کړى، چې د کار حجم يواځې شل سلنه پورته تللى او بايد د پيسو کچه هم لوړه شي.
بهمن زياته کړه چې د ملي تدارکاتو قانون پر بنسټ، د هغه قرارداد په اړه چې په ترڅ کې يې د کار حجم پورته لاړ شي، له سره غور وشي او دا کار بيا د ولسمشر له واکونو څخه شمېرل کېږي، چې د پروژې بوديجه لوړه کړي، څو المانيان زياتې پيسې ورکړي.
بلخوا د بدخشان د برېښنا رياست د تخنيک مشر وويل، چې په فيض اباد ښار کې د جوزګون په نوم د اوبو يو بل کوچنى بند هم چې شپېته کيلوواټه ظرفيت لري، شته چې امنيتي ارګانونو، د ولايت دفتر او د بند شاوخوا محدود شمېر کورونو ته برېښنا ورکوي.
دغه برېښناکوټ په ١٣٥٠ لسيزه کې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د هندوستان هېواد د ٣٠ ميليون ډالرو لګښت په مرستې جوړ شوى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










