زرنج (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٤): د نيمروز ولايت اوسېدونکو د انټرنېټي خدمتونو له نه شتونه شکايت کوي او وايي چې مخابراتي شبکې انټرنېټي خدمتونه په ښه ډول نه شي وړاندې کولى او د خلکو پر پيسو سوداګري کوي.
د هغوى په خبره، کله چې وغواړي د کومې مخابراتي شبکې انټرنېټ فعال کړي، پيسې يې اخلي او حتى يوه پاڼه هم نه شي خلاصولى.
د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار اوسېدونکى غلام دستګير وايي چې د مخابراتي شبکو انټرنېټ ښه وضعيت نه لري، څو ځلي مو د دغو شبکو له نېټ څخه د استفادې لپاره پيسې ورکړې، خو کار مو نه دى ترې اخيستى.
هغه چې په زرنج ښار کې هټۍ لري، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې مخابراتي شبکې يو (جي بي) انټرنېټ په ٢٥٠- ٣٠٠ افغانۍ وړاندې کوي، په داسې حال کې چې يوه افغانۍ کار هم نه شي ورنه اخيستلى.
دغه هټۍ وال زياته کړه: ((د ټولو مخابراتي شبکو انټرنېټ مې ازمايلى، لکه افغان بېسيم، اتصالات، روشن او اېم ټي اېن، خو يو ساعت کار مې هم نه دى ورنه اخيستى، بس د خلکو له پيسو سره سوداګري کوي.))
د زرنج ښار بل اوسېدونکي غلام سخي وويل چې انټرنېټي خدمتونه ډېر کمزوري دي، په انټرنېټ کلپونو کې هم همدا حال دى.
هغه زياته کړه: ((په برېښناليک کې د خپلو ملګرو پرتې او را استول شوي مطالب نه خلاصېږي، خو که چېرې وغواړو چې فېسبوک وګورو، نو تر پنځو او لسو دقيقو پورې د فېسبوک پاڼه په خپل مبايل کې نه شو خلاصولى.))
د نيمروز ولايت يوه ځوان احمد خالد وويل چې اوسمهال نېټ نړۍ پر يوه کلي بدله کړې او له همدې لارې يې نښلولې ده. د نېټ په وسيله له نړۍ خبرېږي، خو له بده مرغه چې په نيمروز کې دا ډول اسانتياوې کمې دي.
دې ځوان وويل، سره له دې چې په ځينو ګاونډيو ولايتونو لکه هلمند او فراه کې 3G نټ فعال دى، خو په نيمروز کې له 1Gنه کار نه شي اخيستلى.
د معلوماتي ټکنالوژۍ درېيم نسل (3G) يو عصري سيستم دي چې پر مټ يې کولى شي چې انټرنېټي خدمتونه په لوړ کيفيت او سرعت سره چې د تصوير ليدل هم په کې دي، وړاندې کړي.
خالد وويل، هر وخت چې وغواړي له انټرنېټ کلپ نه کار واخلي، د ساعت په سر ٤٠ افغانۍ ورکوي، خو په يوه ساعت کې نه شي کولى چې يو مطلب کاپي او يا په سمه بڼه وګوري.
په نيمروز د انټرنېټ کلپ يوه مالک عبدالله د دې پخلى وکړ چې نېټ سخت کمزورى دى، خو ويې ويل چې په نورو ولايتونو کې فايبر نوري شبکه فعاله شوې چې هم يې د نېټ بيه ارزانه کړې او هم يې سرعت زيات شوى دى، خو په نيمروز کې دوى اړ دي چې له سټلايټ نه نېټ ترلاسه کړي چې ورته ګران تمامېږي.
د يوې مخابراتي شبکې کارکوونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه وکړه، ويې ويل کوم انټرنېټ چې تر ننه وړاندې کېږي، 2G دى او رښتيا هم چې ستونزې لري او سم کار نه کوي، خو په راتلونکو څلورو مياشتو کې به د انټرنېټ سرعت زيات او 3G به شي.
د نيمروز د مخابراتو مشر جاوېد صميم وويل چې په دغه ولايت کې شپږ مخابراتي شبکې شته چې 2G انټرنېټي خدمتونه وړاندې کوي. په نيمروز ښار کې درې انټرنېټ کلپونه شته، خو د مخابراتي شبکو او کلپونو د انترنېټ سرعت ډېر کمزورى دى.
هغې زياته کړه چې دا ستونزه يې څو ځلې د مکتوب له لارې له مرکز سره مطرح کړې او هغوى د همکارۍ ژمنه ورکړې ده.
د مخابراتو مشر زياته کړه، ټاکل شوې چې په راتلونکو ١٠ ورځو کې به د اتصالات مخابراتي شبکه په نيمروز کې 3G سيستم فعال کړي چې په فعالېدو سره به يې د انټرنېټ سرعت زيات شي او د هېوادوالو ستونزې به حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نېټ په بيو کې ٣٠ سلنه کموالى راوستلى او هڅه کوي چې دا بيې يې له دې هم کمې کړي.
د مخابراتو وزارت په خبره، په ٢٠٠٦ زېږديز کال کې يو ميګابايت انترنېټ شاوخوا پنځه زره ډالر و، خو دا بيه په تدريجي ډول ښکته شوه او په ٢٠١٣ زېږديز کال کې دا اندازه ٩٧ ډالرو ته را ښکته شوه او اوسمهال ٦٧ ډالرو ته را ښکته شوې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد څه باندې ٤٠ سلنه وګړي انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسى لري او او تر يوه راتلونکي کال پورې به دا شمېره ٨٠ سلنې ته ورسېږي.
د سرچينې په خبره، اوسمهال دوه ميليونه وګړي په عملي ډول له انټرنېټي خدمتونو کار اخلي او دا خدمتونه د فايبرنوري او معلوماتي ټکنالوژۍ د درېيم نسل له لارې وړاندې کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










