جلال اباد (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۴): د ننګرهار د ولايتي شورا غړي او د کانکور ګډون کوونکي د لوړو زده کړو له وزارته غوښتنه وکړه چې د کانکور په نتايجو کې له شفافيته کار واخلي او حق حقدار ته وسپاري.
وکيلانو او زده کوونکو دا غوښتنه د سلواغې په ۱۷مه په ننګرهار ولايت کې د کانکور ازموينې د پيلېدو په مراسمو کې وکړې.
د چارواکو په وينا چې په د کانکور په دې درې ورځنۍ ازموینه کې به د دوولسمو ټولګيو لږ تر لږه ۱۱زره کسان برخه واخلي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي او د ولايتي شورا يو شمېر وکيلانو د وزارت له پلاوي سره د دې ازموينې د پوښتنو صندقونه په رسمي ډول پرانيستل.
د دې مراسمو په څنډه کې د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري د غونډې ګډوالو ته په وينا کې وويل چې ګواکې د کانکور په ازموينه کې د درغليو او فساد موارد ليدل شوي دي.
هغه پر وزارت غږ وکړ: ((دلته د ازموينې بهير پوره په شفافيت پر مخ ځي، خو له وزارته هيله لرو چې په پايلو کې له موږ سره دوه ګونی چلند ونه کړي، حق بايد حقدار ته وسپاري.))
د ده په وينا، د کانکور په ازموينه کې د ولايتي شورا وکيلان او سيمه ييز چارواکي هېڅ ډول مداخله ونه کړي، خو د لوړو زده کړو وزارت بايد په پايلو کې سالم رقابت ته پاملرنه ولري او نه بايد له با استعداده زده کوونکو سره ظلم وکړي.
د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخېل د يادې ازموينې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار د بېلابېلو لېسو ۱۰۷۰۱ فارغين په کانکور کې برخه لري چې کابو نهه سوه يې نجونې دي.
مياخېل ټينګار وکړ چې د ازموينې په دري ورځني بهير کې به هېڅ ډول نقل او واسطې ته زمينه نه برابرېږي او د ده په وينا شفافيت به موجود وي.
دی وايي: ((له وزارت څخه راغلي ۳۸ کسيزه پلاوی او زموږ ۳۸ کسه استادان د ازموينې په بهير کې د څار حق لري له دوی پرته نور چا ته اجازه نه شته.))
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي له پژواک سره په خبرو کې يادونه وکړه: ((زما په ګډون هېچا ته اجازه نشته چې د ازموينې بهير کې مداخله ولري، موږ پوره امنيتي تدابير هم نيولي دي.))
د والي په وينا، دا ازموينه به د سې شنبې تر ورځې پورې دوام وکړي او هم مهال يې هغه راپورونه هم رد کړل چې ګني ځينو کسانو د کانکور ازموينې کلي پيدا کړې ده.
د جلال اباد ښار د التقوا لېسې د ۱۲ ټولګي فارغ او د کانکور يوه ګډونوال قدرت الله پژواک اژانس ته وويل، هيله لري د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په پايلو کې درغلي ونه کړي.
ده وويل: ((تېر او وړم کال مو واورېدل چې د يو ولايت يوه زده کوونکي د کانکور ازموينې پوره نومرې وړي، دا امکان نه لري؛ ځکه د پښتنو او دري ژبو ولايتونو کې که زده کوونکي پر ټولو مضامينو کې پوره نومرې يوسي په دري او پښتنو کې يې نه شي وړلی، پښتانه يې په دري او دري ژبي يې په پښتنو کې نه شي وړلی نو څنګه کېدای شي چې پوره سوالونه دې حل شي؟))
هغه وويل، هيله لري چې د لوړو زده کړو وزارت دې مسئلې ته جدي پاملرنه ورکړي.
د نفيسې په نوم د کانکور بلې ګډونوالې پژواک اژانس ته وويل، ښايي ځينو ولايتونو ته د ازموينې کيلي ورکول کېږي؛ ځکه خو يې ډېری کسان بريالي کېږي.
نوموړې زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت بايد عدالت او مساوات په پام کې ونيسي او د ممکنه درغليو د مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړي.
خو د لوړو زده کړو وزارت د ازموينې کمېټې مرستيال او د ننګرهار کانکور لپاره د مرکزي پلاوي مشر سيد عزت الله مجددي بيا په دې تړاو اندېښنې بېځايه وبللې، چې ګني سږ کال دې په کانکور کې درغلي وشي.
نوموړي له پژواک سره به خبرو کې وويل: ((پخوا ځينې ستونزې وې، خو سږ کال د کانکور ازموينې لپاره ځانکړي تدابير نيول شوي، د پوښتنو کتابچې سره فرق لري او څوک د سوالونو کيلي هم نه شي ايستلای.))
د نوموړي په وينا، لوړو زده کړو وزارت به سږ کال په پوره شفافيت د کانکور پايلې اعلانوي؛ ځکه ځوابونه د کمپيوټري سيستم په مرسته دي؛ نو د درغليو امکان په کې نشته دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










