منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پوهنې وزارت لسګونه کارکوونکو د امتيازي معاشونو غوښتنه وکړه

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): د پوهنې وزارت د ودانيو د پراختيا رياست لسګونه معترضو انجنيرانو د دوى د امتيازي معاشونو د نه ورکړې له امله ګواښ کړى  چې که  د دوى ستونزه هواره نه شي نو خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

 د پوهنې وزارت شاوخوا ٦٠ ساختماني انجنيرانو نن سهار د ولسمشرۍ رياست مخې ته په يوه اعتراض ډوله لاريون کې ادعا وکړه، چې له تېرو ١٤ مياشتو راهيسې يې امتيازي معاشونه نه دي ورکړل شوي.

 معترضينو په داسې حال کې چې "موږ د خپلو حقونو غوښتنه کوو"، "موږ د پوهنې وزارت ساختماني انجنيران غواړو چې د خپلې ستونزې د حل په موخه له ولسمشر سره ليدنه وکړو" ټينګار کاوه، چې په اوسنيو شرايطو کې د پوهنې وزارت د ساختماني کارونو د تر سره کولو لپاره د هېواد په ډېرو لرې پرتو سيمو او کليو کې خپلې دندې تر سره کوي، خو تر اوسه پورې يې خپل امتيازي معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

 يوه لاريون کوونکي او د پوهنې وزارت د پراختيا رياست کارکوونکي شاه ولي ستانکزي چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د يوه ودانيز انجنير په توګه په دغه وزارت کې کار کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې که يې امتيازي معاشونه ورنه کړل شي نو د چارو ادارې ودانۍ مخې ته به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

 

هغه زياته کړه، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکم پر بنسټ، بايد له ٩١ کوډ څخه هر ساختماني انجنير ته د قرارداد پر وړاندې ٣٥ زره افغانۍ مياشتنى امتيازي معاش ورکړي، خو د تېر کال له مرغومي مياشتې راهيسې چې ټولې څوارلس مياشتې کېږي؛ د دوى امتيازي معاشونه نه دي ورکړل شوي او يواځې دوى ته د څلورم بست ٩٥٠٠ افغانۍ معاشونه ورکړل شوي دي.

 يوه بل معترض انجنير سيف الرحمن عادل چې په دې اړه يې د پخواني ولسمشر د حکم کاپي له ځانه سره درلوده، پژواک ته وويل چې نوى حکومت بايد د دوى څلروېشت ساعته خدمتونه له پامه ونه غورځوي.

 هغه زياته کړه، چې د حق خوړل کېدو له امله د دوى روحيه کمزورې شوې او پر دوى باندې يې منفي اغېز  کړى دى.

 عادل د دې خبرې په څرګندولو سره چې د دوى مياشتني امتيازونه د هر يوه درېيم بست ٤٥ زره افغانۍ، د څلورم بست ٣٥ زره افغانۍ او د پنځم بست ٢٥ زره افغانۍ کېږي، د دغو معاشونو د ورکړې غوښتنه وکړه.

 نوموړي له ځانه سره د شته اسنادو په نقل پژواک ته وويل، چې په ٤٤٣٠ شمېرې مکتوب کې چې ١٣٩٠ لمريز کال د وږي مياشتې په ٢٧ مه نېټه صادر شوى، راغلي چې د درېيم بست، څلورم او پنځم بستونو انجنيرانو معاشونه په ٣٤٢٨ شمېر درج شوې هوکړې د ١٣٩٠ کال د زمري مياشتې ١٦ نېټې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون کې، د عامې ادارې د سمون له ٩٥ کوډ څخه منظور دي.

ورته مهال د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل پژواک ته ومنله چې د ياد وزارت د ٨٣ ساختماني انجنيرانو امتيازي معاشونه چې د دغه وزارت د ودانيزو پروژو د څارنې مسووليت يې پر غاړه درلود، له تېر کال راهيسې نه دي ورکړل شوي.

هغه زياته کړه، چې دغو کسانو ته بايد د پوهنې وزارت د وړانديز او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکم پر بنسټ د دوى معاشونه ورکړل شوي وى، خو د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته د دغو معاشونه ورکړه بند شوې ده.

حقمل وويل چې دغه وزارت تېر کال د يادو معاشونو د لړۍ له پرې کېدو وروسته دغه ستونزه له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شريکه کړې وه.

نوموړي زياته کړه، ولسمشرۍ ماڼۍ په دې ټينګار کاوه چې انجنيران په قانوني ډول د دغه معاش حق نه لري، ځکه دوى د پوهنې د ملکي خدمتونو د سيسټم غړي دي او د ملکي خدمتونو د قانون پر بنسټ، بايد يوازې معاشونه ترلاسه کړي.

د حقمل په وينا، پر دې سربېره د پوهنې وزارت په ياده موده کې دغو کسانو ته د اضافه کار د سل سلنې امتياز ورکړى دى.

ده د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې دغه کسان له خپلو قانوني امتيازونو پورته حق غواړي.

هغه له لاريون کوونکو وغوښتل، څو خپلو دندو ته دوام ورکړي، څه چې قانون ورته ورکړي نو هغه يې ترلاسه کړي او نور دې خپل هېواد ته خدمت وکړي.

حقمل د خپلو خبرو په دوام کې څرګنده کړه، چې دغه موضوع يې څو ځلې د ماليې له وزارت سره هم شريکه کړې ده.

په دې اړه د ماليې وزارت د چارواکو نظر ترلاسه نشو، خو له دې وړاندې د ماليې وزارت وياند اجمل عبدالرحيمزي پژواک ته ويلي و، چې د ماليې وزارت د دغو کسانو د معاشونو له ورکړې سره کومه ستونزه نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه