کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): په سرپل ولايت کې وزګارتيا د دې لامل شوې څو په دغه ولايت کې يو شمېر ځوانان نشه يي توکو ته مخه کړي، يو شمېر يې د غلا په څېر ځينو نورو جرمونو ته لاس اچوي او يو شمېر نور يې هېواد پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې د چارو پوهانو په وينا، که د دغه ولايت د نفتو او کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وشي، د زياتو کسانو لپاره به کاري موکې رامنځ ته شي.
د وزګارتيا کچه
د مرکزي احصايې ادارې له لوري ١٣٩١ کال کې ترسره شوې سروې څرګنده کړې وه چې د کار وړ شاوخوا اته سلنه کسان په دې ولايت کې وزګار دي؛ خو اوس دا شمېره لوړه شوې ده.
د سرپل ولايت د احصايې امر هدايت الله لقماني دا مطلب په ډاګه کړ؛ خو ويې ويل چې د وزګارتيا تازه شمېرې نه شي وړاندې کولى؛ ځکه تازه سروې نه ده ترسره شوې.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د سرپل نفوس نږدې ٥٦٠ زره کسان اټکل شوی دی.
د دغه ولايت د صياد ولسوالۍ مرکز پراختيايي شورا مشر فيض محمد هم د وزګارتيا له زياتېدو څخه شکايت وکړ او ويې ويل چې د ژمي په موسم کې د دې ولسوالۍ ٨٠ سلنه وګړي وزګار وي؛ خو د تودوخي په موسم کې زيات شمېر يې سرپل او يو شمېر نورو ولايتونو لکه جوزجان او بلخ کې په خښتو اچولو بوخت وي.
همداراز د دغه ولايت د بلخاب ولسوالۍ د ترخوخ سيمې اوسېدونکي حميدالله چې دوه کاله وړاندې د حقوقو له پوهنځي څخه فارغ شوى دى، هغه هم وزګارتيا په دغه ولايت او ټول افغانستان کې يوه جدي ستونزه بولي.
نوموړي زياته کړه چې پر نشه يي توکو د اخته کسانو په روغتون کې ١٨ تش بستونه اعلان شوي وو او د ده په ګډون يادو بستونو ته شاوخوا ٣٠٠ کسانو غوښتنليکونه ورکړي وو.
حميدالله له اقتصادي او د وزګارتيا له ستونزو څخه شکايت وکړ او ويې ويل هغه هم په دغو بستونو کې ونه منل شو.
د کار، ټولنيزو چارو، شهېدانو او معلولينو وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه شاوخوا څلور ميليونه کسان وزګار دي او هر کال يې شمېر لوړېږي.
له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو کمېدو او د بهرنيو ځواکونو وتل د دې لامل شول څو هېواد کې د وزګارتيا ګراف لوړ شي.
د هېواد پرېښودل
د سرپل ولايت د پاسپورټ امر سيد نوراحمد سادات وويل چې د روان کال له پيل راهيسې تر اوسه د دغه ولايت اوسېدونکو ته لس زره ټوکه پاسپورټونه وېشل شوي دي او ډېرى کسان چې پاسپورت ترلاسه کوي ځوانان دي.
نوموړي زياته کړه چې اوسمهال هم هره ورځ په دغه ولايت کې شاوخوا ٤٠ ټوکه پاسپورټونه وېشل کېږي او زيات کسان چې پاسپورټونه ترلاسه کوي ايران، سعودي عربستان او اروپايي هېوادونو ته ځي.
د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ د تبر کلي اوسېدونکي ٢٣ کلن شمس الدين چې د سرپل پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځي د لومړي کال محصل دى، وويل چې د اقتصادي ستونزو، وزګارتيا او نا امنيو له امله يې غوښتل المان ته ولاړ شي؛ خو قاچاقي لارو کې د زياتو کړاوونو له ګاللو وروسته د ترکيې په پوله کې د پوليسو له لوري ونيول شو او بېرته را و ايستل شو.
نوموړي زياته کړه: "خپله ټوله شتمني مې مصرف کړه او پور مې هم وکړ څو اروپا ته ولاړ شم؛ خو بخت ياري ونه کړه... اوس بدمرغه يم، کار نشته، زما پور پيسې او راتلونکې به څرنګه شي؟ په لاره مې چې کومې ستونزې ولېدلې په ژوند کې به يې هېرې نه کړم."
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ د ځوانانو چارو رياست عمومي مدير حبيب الله د وزګارتيا ستونزې په برخه کې د دولت کړنې د قناعت وړ نه بولي او ويې ويل، چې څېړنې ښيي چې د کاري فرصتونو نه شتون، لوړ ولور، بېوزلي او فقر او د ناسم امنيتي وضعيت له امله د سرپل زيات شمېر ځوانان هېواد پرېږدي او يو شمېريې په نشه يي توکو اخته شوي دي.
د راپورنو له مخې، روان کال کې شاوخوا ١٦٠ زره افغانان اروپايي هېوادونو ته تللي دي او د پناه اخيستو غوښتنه يې کړې ده.
پر نشه يې توکو روږديتوب
د سرپل ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ډاکتر حميدالله حميد وويل چې په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو اخته د روږدو کسانو سروې د بوديجې نه شتون له امله نه ده ترسره شوې؛ خو د تېرو کلونو په پرتله د روږدو کسانو شمېر زيات شوى دى.
نوموړي د روږدو کسانو د شمېرې له څرګندولو پرته وويل چې وزګارتيا، نا امني او د کوکنارو کرکيله کې زياتوالى په دغه ولايت کې د معتادو کسانو د زياتېدو لامل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال سرپل ولايت کې شاوخوا زر هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو؛ خو دې ادارې ته را رسېدلي راپورونه ښيي چې سږ کال دا شمېره دوه برابره شوې ده.
له نشه يي توکو سره د مبارزې مشر په وينا، په دې وروستيو کې په سرپل کې د روږدو کسانو لپاره ٢٠ بستريز روغتون د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او ټاکل شوې ده چې د عامې روغتيا رياست له لوري ډېر ژر يې کارکوونکي وګومارل شي؛ خو دا روغتون د دغه ولايت د ټولو روږدو کسانو د درملنې توان نه لري.
هغه هم وزګارتيا، نا امنۍ او بېوزلي نشه يي توکو ته د ځوانانو د مخ کولو لوى لاملونه وګڼل او له دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې د روږدو کسانو له زياتېدو څخه د مخنيوي او د هغوى د درملنې په موخه دې د نورو پروګرامونو تر څنګ د ځوانانو لپاره کاري موکې رامنځته کړي، له دې پرته به د روږدو کسانو شمېر نور هم زيات شي.
يو شمېر روږدي کسان هم وايي چې وزګارتيا د هغوى پر نشه يي توکو د اخته کېدو لامل دى.
د سرپل ولايت د مرکز چيلانګم کلي اوسېدونکي ٣٣ کلن غلام علي او پر نشه يي توکو اخته کس چې له خپلې کورنۍ لرې کله د سرپل ښار په يوه ګوښه او کله هم بله ګوښه کې ژوند کوي، وويل چې وزګارتيا او بېوزلي د نوموړې د روږدتيا لامل دى.
نوموړي زياته کړه: "سربېره پر دې چې پلار مې دوه ځلي درملنې ته واستولم؛ خو څه موده وروسته چې د کار موکه راته برابره نه شوه، بېرته دغه بد عمل باندې اخته شوم، اوس ټول له ما څخه کرکه کوي، ان کورنۍ او دوستان مې."
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په کچه ٣،٥ ميليونه پر بېلابېلو نشو اخته کسان ژوند کوي او افغانستان لا هم نړۍ کې د نشه يي توکو يو ستر توليدوونکى هېواد دى.
جنايي جرمونه
د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست او د امنيت امر سمونوال عنايت الله حبيبي وويل چې په روان کال کې په دغه ولايت کې ١٨٠ جرمي قضيې ثبت شوې دي او په تړاو يې ٢٤٣ کسان نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړه چې د وژنو ٢٠، د غلاو ٢٦، د ټپې کولو ٤٨، د لواطت ٦، د زنا ٥ او متفرقه ٧٥ قضيې په دې جرمونو کې شاملې دي.
هغه وويل چې په نيول شوو کې ٢١٣ تن نارينه، ٢٠ ښځې او له ١٨کلنو څخه د ټيټ عمر ١٠ ماشومان شامل دي.
حبيبي زياته کړه چې پوليسو له دې کسانو نه د څېړنو پر مهال موندلې ده چې په دغه ولايت کې د جرمونو ٨٠ سلنه لامل وزګارتيا او بېوزلې ده او ځوانانو ته د کاري فرصتونو په رامنځ کېدو سره به د جرمونو راکمولو ګراف کې د پام وړ بدلون راشي.
کاري موکې
د سرپل ولايت د مدني ټولنې يو فعال نصير کشاورز وويل چې د بېکارۍ له منځه وړلو لپاره بايد د دغه ولايت د نفتو او کانونو د استخراج په برخه کې کار وشي.
نوموړي د صياد ولسوالۍ د ميرزاولنګ او د بلخاب ولسوالۍ ډبرو سکرو او همداراز د بلخاب د مسو کان ته د اشارې تر څنګ وويل چې د دغو کانونو په استخراج سره زرګونو کسانو ته د کار زمينه رامنځ ته کېږي.
راپورونه رسوي چې د يادو کانونو د ډبرو سکاره له تېرو څو کلنو راهيسې په غير قانوني ډول د خلکو له لوري استخراجېږي، خو د بلخاب مسو کان پر خپل حال پاتې دى.
د کانونو او پټروليم وزارت چارواکي وايي چې د بلخاب د مسو کان په ١٩٧٢ کال کې کشف شو او د ١،٦٦ سلنې سوچه مسو په درلودو سره،٤٠٠ متره سور او ٥٠٠٠ متره اوږدوالى لري.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د امو دريا د نفتو استخراج حوزه چې ډېره برخه يې سرپل ولايت کې پرته ده او يوه برخه يې فارياب ولايت کې شتون لري، د ٨٧ ميليونو بېرلو نفتو اټکل په کې شوى دى.
د امو دريا د نفتي حوزې د استخراج تړون د ١٣٩٠ کال د مرغومي په مياشت کې د افغانستان د کانونو وزارت او د چين ملي شرکت تر منځ لاسليک شو د وطن ګروپ په نوم يو کورنى شرکت هم له چينايي شرکت سره شريک شو.
له تړون څخه يو کال وروسته د نفتو استخراج چارې پيل شوې او شاوخوا اته مياشتې وړاندې يې هم دوام درلود؛ خو وروسته له هغه يې کار بند شو.
د سرپل والي محمدظاهر وحدت وويل چې په سرپل ولايت کې د نفتو استخراج چارې د ناڅرګندو دليلونو له امله درول شوې دي؛ خو د بيا پيل لپاره يې هڅې روانې دي.
وحدت چې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د دغه ولايت لپاره والي وټاکل شو، وويل چې د بلخاب د ډبرو سکرو او مسو کانونو د قانوني استخراج په اړه به هم ګامونه پورته شي؛ خو د دغو اقداماتو په اړه يې معلومات ور نه کړل.
نوموړي وويل چې وزګارتيا د هېواد په کچه يوه ستونزه ده او د پراختيا په برخه کې پرمختګ، له امنيتي وضعيت سره تړاو لري او هڅه کوي څو د سرپل اوسېدونکو لپاره کاري فرصتونه رامنځ ته کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










