منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له یوې بې وزلې کونډې مور خپل ماشومان پلار غواړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

#د جګړې د قربانيانو غږ

خوست ښار (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٤): په خوست ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله کونډه شوې مېرمن وايي چې ژوند يې له سختو کړاوونو ډک دی، څوک ورسره مرسته نه کوي او د بچيانو لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ په پيدا کولو پسې لالهاند ګرځي.

دې ٣٥ کلنې کونډې مېرمن چې له پژواک اژانس سره يې په ځانګړې مرکه کې خپل نوم شکيلا وښود، وويل چې اصلاً د بغلان اوسېدونکې ده او له تېرو څو کلونو راهيسې د خوست په مرکز کې ژوند کوي.

هغې وويل چې خاوند يې په ښار کې د لاسي کراچۍ په وسيله د خلکو سامانونه ښکته او پورته وړل او کله کله به چې موکه ورته برابره شوه، له يو چا سره به يې مزدورۍ هم کوله .

شکيلا زياته کړه، يوه ورځ په ښار کې پر امريکايي ځواکونو ځانمرګی بريد وشو، خو دا نه پوهېده چې په دغه بريد کې به د دې خاوند هم وژل شوی وي.

دغه ځانمرګی بريد چې د ۲۰۱۲ کال د جون په مياشت کې د خوست ښار دننه د امريکايي ځواکونو پر پلې ګزمې وشو، لږ تر لږه شل ملکي وګړي په کې ووژل شول او لسګونه نور يې ټپيان کړل.

مېرمن شکيلا د پېښې په اړه وويل: ((زما خاوند همالته و، په مرګ يې شکمنه وم، خو پوره نه پوهېدم. کله چې روغتون ته لاړم، د خاوند په مړي واوښتم. چيغې مې کړې، پر ځمکه راولوېدم او بيا پر ځان پوه نه شوم.))

دا کونډه مور د خوست ښار په ختيځه څنډه کې له خامو خښتو د يوه جوړ کور په دوو وړو خونو کې له خپل سپين ږيري خُسر او سپين سرې خواښې سره ژوند کوي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې يې چې خاوند له لاسه ورکړی، د خسر، خواښې او دغه راز د خپلو پنځو ماشومان چې عمرونه يې د ٤ او ١٢ کلونو تر منځ دي، سرپرستي د دې پرغاړه ده.

هغې وويل چې په تېرو څلورو کلونو کې يې ډېرې سختۍ زغملي، د خاوند د مړينې غم، د خپلو يتيمو بچيانو سرپرستي او همدارنګه د اقتصادي ستونزو له امله يې کله ناکله رواني حالت ښه نه وي.

شکيلا په دې اړه په ژړغوني غږ زياته کړه: ((ماشومان مې کله کله پوښتنه کوي، چې بابا مې چېرې دی؟ کله راځي؟. زه خپل خسر ورته ښييم چې دا ستاسو پلار دی، خو دوی وايي، نه دا زموږ پلار نه دی.))

که څه هم شکيلا اوسمهال په خپل کور کې لاسي توکي اوبي او بيا يې پلوري، خو وايي چې په منځني ډول د ورځې پنځوس کلدارې ورته پاتې کېږي چې دوه ډوډۍ هم نه شي پرې پېرلی.

نوموړې زياته کړه: ((کله کله داسې هم کېږي چې موږ لويان پرله پسې څو وخته نهار وو او ماشومان په يو څه باندې غلط کړو. د ژمي لپاره لرګي نه لرو. ماشومان خس او خاشاک راټولوي.))

هغې وويل چې د خاوند تر مړينې وروسته دولت سل زره افغانۍ ورکړې وې، خو له هغه را وروسته بيا تر ننه چا ورسره داسې مرسته نه ده کړې چې ستونزې يې پرې هوارې شي.

دې زياته کړه چې څو ځلې يې دولت او افغاني سرې مياشتې ته د مرستې لاس غځولی، خو هر ځل يې منفي ځواب ورکړی دی.

دې وويل: ((دولت ته چې ورشو، وايي تاسو ته مو مرسته درکړې ده، نور زموږ وس نشته. سرې مياشتې هم د بې وسۍ ځواب راکړی. هېڅوک مو غږ نه اوري. له خدای پرته له بل هر چا څخه مو هيله پرې شوې ده.))

دغې کونډې مور زياته کړه چې ژوند يې ورځ تر بلې تريخېږي، پر دولت او خيريه ټولنو يې د لازمو خوراکي توکو د مرستو کولو غږ وکړ.

نوموړې وويل: ((موږ نور چا ته لاس اوږد کړو، همدا دولت او خيريه ټولنې دي چې له موږ سره مرسته کولای شي. دا د دوی مسووليت دی چې زموږ غوندې د غريبانو او بېوزلو خلکو پوښتنه وکړي.))

د هغې د خُسر حبيب له پژواک آژانس سره د خبرو پر مهال سترګې له اوښکو ډکې شوې او په ژغوړني غږ يې وويل چې له ډېره درده خپلو لمسيانو او نګور ته نه شي کتلی.

هغه پر غوږونو دروند دی او په ټيټ غږ خبرې نه شي اورېدلی، خو چې کله په خپله خبرې کوي، داسې ښکاري چې د ډېر بوډاتوب له امله د زړه په زور غږېږي.

حبيب په ټيټ غږ وويل: (( په خدای قسم څو ورځې پرله پسې مې ډوډۍ نه ده خوړلې او د غټو وريجو په شوله باندې ځان او ماشومان غلطوم.))

ده له دولت او مرستندويه ادارو غوښتنه وکړه چې د دوی غږ واوري او تر خپل وسه ورسره د اړينو خوراکي توکو مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه