منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۴ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار په پنځو ولسواليو کې ٢٣زره کسان په کار بوخت کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤): په کندهار کې ديوې پروژې په پرانيستې سره څه باندې ٢٣زره کسانو ته کار موندل کېږي او په راتلونکي کال کې به هلته تر پنځو زرو ډېرې پروژې پلې شي.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير نصير احمد دراني نن کندهار ته سفر وکړ او په هغې غونډه کې يې ګډون وکړ، چې په همدې اړه د ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه .

دراني وويل، د کندهار ښار ترڅنګ په څلورو ولسواليو (تخته پل، ژيړۍ، پنجوايي او نېش) کې د حفظ او مراقبت او کارموندنې پروګرام پيلوي چې څه له پاسه ٢٣زره کسانو ته به په کې کارونه وموندل شي.

د ده په خبره، د پيسو محدوديت ته په کتو يې يواځې همدا څو ولسوالۍ ځکه ټاکلي چې د بېکارۍ کچه په کې زياته ده .

 دى وايي، په کندهار کې د دغه پروګرام د پلي کېدو لپاره څه د پاسه ١٩٢ ميليونه افغانۍ بوديجه ځانګړې شوې، چې د ٣٩٧ پراختيايي شوراګانو له لارې به د همدې سيمو په اقتصادي او زراعتي وده او له مارکېټ سره په نښلولو ولګول شي.

 خو ده وويل چې د راتلونکي کال لپاره په کندهار کې ٥١٣٥ پروژې لري چې ٥٤،٣٢ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي  دي.  دى وايي چې  ١٦ ميليونه ډالره يې د ارغنداب سيند د محافظوي دېوال جوړولو د پروژې دي.

دغه  دېوال د ارغنداب سيند دواړو غاړو ته د دې ولسوالۍ له سربند سيمې څخه پيل بيا تر باباولي زيارت پورې د ٣١ کيلومترو په اوږدوالي جوړېږي، چې په جوړېدو سره به يې د ارغنداب سيند په اوږدو کې د زرګونو کرنيزو ځمکو او د انارو د باغونو د تخريب مخه ونيول شي.

ده دغه راز يادونه وکړه چې په دغو پيسو کې د سپين بولدک ولسوالۍ لپاره د څښلو د پاکو اوبو د يوې لويې شبکې لپاره ٧ ميليونه ډالر هم ځانګړي شوي، چې چارې به يې په نوي کال کې پيل شي.

په دې غونډه کې د کندهار والي ډاکټر همايون وويل چې کندهار په تېرو څه له پاسه لسو کلونو کې جګړو ډېر ځپلى او په ښار او ولسواليو کې په متوازنه توګه پرمختيايي کارونه نه دي شوي.

هغه زياته کړه، د ډېرو ناامنو ولسواليو د ملي پيوستون د پروګرام بوديجه په بانک کې پرته ده او دغه راز په ځينو ولسواليو کې بيا د همدې پروګرام يواځې يو پړاو پلى شوى او يا اوس په کې پلى کېږي.

ده غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې دې پرمختيايي چارو ته پاملرنه ډېره شي او پرمختيايي چارې دې هغو ولسواليو ته هم وغځول شي چې مخکې ناامنه وې او کار په کې نه کېده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه