جلال اباد (پژواک، ٢٩ سلواغه ۹۴): د ننګرهار د اچين ولسوالى د پوهنې رياست د نظارت غړي وايي چې داعش د خپل نفوذ په سيمو کې خپلو لیکو ته د زده کوونکو د جلب او جذب لپاره ښوونځي تړلي دي.
په شينوارو ولسواليو کې د داعش تر فعاليت لاندې سيمو کې ۶۳ ښوونځي تړل شوي وو، خو له تېرې مياشتې راهيسې يې تر ۳۳ پورې ښوونځي بېرته فعال شوي دي.
د اچين قومي مشر او د پوهنې رياست د نظارت غړي وزيرمحمد تېره ورځ (د سلواغې ۲۸مه) د يادې ولسوالۍ په ده سړک کې د دریو ښوونځيو د بېرته فعالولو په مراسمو کې پژواک اژانس ته وويل چې داعش د دغه ځای ښوونځي د سربازګرۍ لپاره تړلي وو.
رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي چې زده کوونکي به يې داعش ليکو ته ورغلي وي که نه؛ خو تاييدوي چې موده مخکې په لعلپوره کې د هوايي بريد پر مهال د داعش ډلې څو کسه وژل شوي وو چې دوه په کې ښوونکي او درې زده کوونکي وو.
د دې ولسوالۍ د پوهنې رياست د نظارت غړی وايي: ((په اچين کې ۴۸ ښوونځي دي چې ۱۳ يې تړلي پاتې دي.))
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواری تاييدوي چې په اچين ولسوالۍ کې د ۴۸ ښوونځيو له ډلې ۱۳ يې تړل پاتې دي او د بېرته فعالېدو لپاره يې د هڅو د چکټولو غږ کوي.
شينواري پژواک اژانس ته وويل: ((په اچين کې ۱۳، په هسکه مېنه کې اته او په کوټ ولسوالۍ کې ۷ ښوونځي تړلي دي، په دې ټولو ښوونځيو کې شاوخوا شل زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت وو چې اوس ترې برې برخې دي.))
د پوهنې رياست وياند د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا داعش دا ښوونځي د سربازګرۍ لپاره تړلي؟ وويل: ((دا مسئله موږ ته دقيقه نه معلومېږي خو څو مياشتې مخې په لعلپوره کې پر داعش وسله والو هوايي بريد وشو، په دې بريد کې د بټي کوټ دوه ښوونکي او درې زده کوونکي چې داعش ليکو ته ورغلي وو هم وژل شوي وو.))
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال په دې اړه پژواک ته وويل: ((داعش نه يوازې زده کوونکي، بلکې په ډېرو سيمو کې یې خلک هم خپلو ليکو ته په جذب اړ ايستلو وو.))
د سلواغې په ۲۸مه د اچين په ده سړک کې د دغو تړلو ښوونځيو له ډلې د ننګرهار والي سليم کندوزى او امنيتي چارواکو هغه درې ښوونځي بېرته فعال کړل چې داعش په کې جنګي مرکزونه جوړ کړي وه.
والي په دې اړه مراسمو کې وويل: ((په ده سړک کې له شنبې ورځې راهيسې زموږ پوځي عمليات روان دي، چې په ترڅ کې يې ۲۵ کلي له داعش وسله والو ونيول شوي او درې تړلي ښوونځي بېرته فعال شول.))
هغه زياته کړه چې د نورو تړلو ښوونځيو د خلاصون هڅه کوي او نوو فعالو شوو ښوونځيو ته به نوي تجهيزات او درسي وسايل راولېږي؛ خو هم مهال يې پر خلکو غږ وکړ چې خپل بچي ښوونځيو ته ولېږي.
د ده سړک د لېسې زده کوونکي منهاج په سيمه کې پژواک اژانس ته وويل: ((له تېرو اوو مياشتو راهيسې يې ښوونځي تړلی و او له زده کړې بې برخې وو.))
هغه وويل چې داعش په ياد ښوونځي کې پوځي مرکز جوړ کړی وو.
داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










