منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فراه کې د يو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۲ کتنې

فراه (پژواک، ٣ کب ٩٤): د فراه د مرکز اړوند په "سنګ زور" سيمه کې د يوه لومړني ښوونځي لپاره د څه باندې ٢٨١زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د فراه د پوهنې مشر انجنير محمدصابر فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ودانۍ لګښت د قطر هېواد يوه خيريه بنسټ «الغرافه» ورکړى دى.

دى وايي چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې ١٢ درسي او ١٢ اداري او نورې خونې لري او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ياد ښوونځي سرښوونکي عبدالرووف د دې ودانۍ پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې تر اوسه دغه ښوونځي په کرايي خونو کې فعاليت کاوه.

دى وايي چې په دغه ښوونځي کې ٧٠٠ زده کوونکي دي چې له ډلې یې نیمايي نجونې دي.

د فراه د پوهنې رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې ټول ٣٠٥ ښوونځي دي چې ١٥٠ يې خپلې ودانۍ نه لري او په کرايي خونو او يا خېمو کې فعاليت کوي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا لس ميليونه تنه چې ٤٥ سلنه يې نجونې دي په ١٧ زره ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي او د دې ښوونځيو شاوخوا نيمايي يې خپلې ودانۍ نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه