منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۵ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د بهسودو نوي پله دواړه خواوو ته د سړک موضوع دې حل شي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۴ کب ۹۴): د ننګرهار د فوايد عامې رياست چارواکي وايي چې د بهسودو د نوي پول مخې ته سړک جوړول يې په تړون کې  نشته او اړوندې ادارې دې پر دې مسئله کار وکړي.

د بهسودو د نوي پول چې پخواني پله ته څېرمه جوړېږي چارې يې کابو اتيا سلنه بشپړې شوې، خو د دغه پله دواړو خواو ساحه کې کورونه او مارکيټونه اباد دي.

د ننګرهار د فوايد عامې رييس حميدالله طلوع د کب په ۴مه د خپل کلني راپور په تړاو خبري کنفرانس کې وويل چې د بهسودو پله د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي او ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

طلوع د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نوي پله مخې ته ودانۍ او مارکيټونه به څنګه کېږي؟ وويل: ((زموږ په قرارداد کې د سړک جوړول نه شته، اړوندې ادارې يې د حل مسووليت لري.))

د فوايد عامې رييس وويل چې د دغه پله د جووړونکي شرکت پيسې يې ورکړې او اوس يې کار ګړندی کړی دی.

تر دې مخکې د دغه  شرکت "الينګار الکوزی" اجرائيه رييسه ډاکتر مايار پژواک اژانس ته ويلي وو چې د فوايد عامې وزارت له لوري د شوي کار د لګښتونو د نه ورکولو له امله يې  کارونه ټکني دي.

د بهسودو د نوي پله له جوړېدو سره جوخت پر پخواني پله تګ راتګ ډېر شوی چې له امله يې ډېرى وخت د بهسودو لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وي.

ځايي اوسېدونکي اندېښنه لري چې د نوي پله له جوړېدو سره سم که  د پله دواړه خواوو  ته سړکونه ژر جوړ نه شي ښايي دا ستونزه څو نور کلونه هم ونيسي.

د جلال اباد اوسېدونکي الفت پاڅون پژواک ته وويل: ((پر دې پله د ننګرهار د ډېرو ولسواليو تر څنګ د نورستان او کونړ ولايتونو خلک هم تګ راتګ کوي، نو که د دويم پول دواړه خواوو ته سړک جوړ نه شي بل پول به څه مانا ولري.))

د نوموړي په خبره، هر ورځ د بهسودو پر پخواني پله د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله لارې تړلې وي.

د ننګرهار ښاروالۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د پله تر جوړېدو وروسته به يې د سړک جوړولو ستونزه هم هواره شي.))

د والي وياند زياتوي چې د پله د سړک په تړاو ولايتي ادارې له سيمه ييزو خلکو سره خبرې کړي او په دې برخه کې به قانوني چلند وشي.

بلخوا د فوايد عامې رييس په خبري کنفرانس کې دا يادونه هم وکړه چې د تېر کال د شپږو مياشتو په پرتله يې عوايد لوړ شوي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د کابل– جلال اباد او جلال اباد تورخم د دويم سړک د جوړېدو په اړه وويل چې کارونه يې پيل شوي دي.

هغه يادونه وکړه چې روان کال يې په ځينو سيمو کې يو شمېر پروژې بشپړې کړي او پر نورو يې کارونه روان دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه