میدان ښار(پژواک، ٤ حوت ٩٤): هالنډ د ميدان وردګو ولايت د مرکز اړوند له تخنيکي او مسلکي انستيتيوت سره د ١٣ ميليونو افغانيو په ارزښت د عملي کار د وسايلو مرسته وکړه.
د دې ولايت د والي مطبوعاتي دفتر ليکي چې د هالنډ هیواد په مرسته شویو توکو کې د محصلینو عملي کار لپاره ۴۶۰ قلمه بیلا بیل ډوله تخنیکي وسایل او ماشینونه شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ياد توکي به د تخنيکي چارو تر بشپړېدو وروسته د محصلينو په واک کې ورکړل شي.
سرچينه زياتوي چې د مرسته کوونکي ادارې استازي «john langerak» نن د دې ولايت له والي حيات الله حيات سره وکتل.
حيات د هالنډ له يادې مرستې مننه کړې او ويلي يې دي چې په دې مرستې سره به د عملي کارونو په برخه کې ياد انستيتيوت د محصلينو ستونزې لرې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










