منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۵ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

راتلونکو څو اونيو کې به د ١٠ زره اپارتمانونو قرارداد نهايي شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٤): د ښار جوړونې وزارت د هېواد ٧٠ سلنه ښارونه غير پلاني بللي او وايي چې د بياجوړونې او غوره کيفيت پروګرامونه يې په پام کې نيولي دي.

د ښار جوړونې وزير سيد سعادت منصور نادري نن په هغې ناسته کې چې په کابل کې د "په ملي ښاري پروګرامونو کې د ځوانانو لپاره سلا" تر نوم لاندې ترسره شوه، وويل چې ياد وزارت هڅه کوي چې ښارونو ته د نن او سبا اړتياو ته په پام سره پراختيا ورکړي.

هغه د دې خبرې په څرګندولو سره چې په هېواد کې اوسني رغول شوې ودانۍ، يوازې د پانګوالو لپاره دي، وويل: "موږ د خلکو د اړتيا له مخې هستوګنه برابروو چې د هېواد له اقتصاد سره برابره وي او زموږ خلک د مناسبو پيسو او پور په ورکړې سره د يوه کور خاوندان شي."

د ښارجوړونې وزير زياته کړه چې دا ډول ودانۍ به د دولتي مامورينو، وسله والو ځواکونو او ځوان قشر لپاره وي.

نادري څرګنده کړه چې تر راتلونکو څو اونيو پورې به د هستوګنې لس زره اپارتمانونه چې د چين هېواد له لوري رغول کېږي، نهايي شي.

د يادې پروژې هوکړه ليک، شاوخوا څلور مياشتې وړاندې په کابل کې د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي او د چين د سوداګرۍ وزارت معين تر منځ لاسليک شوى دى.

د ياد هوکړه ليک پر بنسټ، چين هېواد ژمنه کړې چې د ٥٠٠ ميليونه چينايي ينو په لګښت چې ٧٩ ميليونه ډالره کېږي؛ په افغانستان کې هستوګنيز اپارتمانونه جوړوي.

د ښارجوړونې وزير وويل: "اوسمهال د سيمې د تشخيصولو په اړه خبرې اترې روانې دي چې ايا دغه لس زره هستوګنيز واحده په کابل کې جوړ شي او يا يې د افغانستان په کچه ووېشو."

د هغه په وينا، د قرارداد د جزئياتو په اړه کار دوام لري، دغه قرارداد به تر راتلونکو څو اونيو پورې نهايي شي چې د يادې پروژې د کار په پيل سره به ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شي."

نادري د کار او ټولنيزو چارو او ښار جوړونې وزارتونو او د ځوانانو د معينيت تر منځ له همغږۍ هم وويل او زياته يې کړه، حکومت هڅه کوي چې ځوانانو د کار زمينه برابره کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معين کمال سادات په نننۍ ناسته کې، په هېواد کې د ځوانانو رول اغېزناک وباله او ويې ويل: "موږ بايد له ځوانانو سره يو ځاى شو او هېواد اباد کړو."

نوموړي په نږدې راتلونکي کې د ځوانانو شورا له رامنځته کېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې دوى په هره برخه کې له ځوانانو سره همکار دي او هڅه کوي چې ځوانان په بېلابېلو ډګرونو کې رول ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستي يوه کال کې شا وخوا ٢٥٠ زره افغانان چې له دې ډلې يې ډېرى ځوانان دي، د بې روزګارۍ او نا امنيو له امله هېواد پرېښى او بهر ته تللي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه