کابل ( پژواک، ٨ کب ٩٥) : د نهاد جوانان مسلمان (نجم) لخوا د ښوونيز کال له پيل سره د هېواد په ٢٥ ولايتونو کې "معارف ستوری" سيالي تر سره کيږي، چې ټاکل شوې په کې سل زره ښځينه او نارينه زده کوونکي برخه واخلي.
د سيالۍ د مسوولينو په وينا، ياده سيالي په دوه مرحلو کې ترسره کېږي چې لومړۍ به په ولايتي کچه او دويمه به يې د هېواد په کچه وي.
د سيالي د چارو مشر قدرت الله جاهد وايي، د برنامې اساسي موخه زده کوونکي مطالعې ته هڅول او د پوهنې کچه لوړول دي ، څو له دې لارې زده کړه پرمختګ وکړي.
هغه د کب په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيالۍ ګټوونکو لپاره ډالۍ لکه تحصيلي بورسونه، ليپ ټاپ کمپيوټرونه، آی پاډونه او د کور وسايل په پام کې نيول شوي.
د نجم ټولنې د اړيکو مشر مدثر اسلامي پژواک اژانس ته وويل چې د تعليمي کارونو په لړ کې نجم وخت په وخت د سيرت، غوره ځوان او په نورو نومونو علمي او فرهنګي سيالۍ جوړوي.
د هغه په وينا، دا ځل نجم هوډ کړى چې د ۲۵ ولايتونو شاوخوا ۱۰۰زره زده کوونکو ته پراخه تعليمي سيالي برابره کړي.
د نجم مرستيال ذبيح الله حليم وايي ، تعليم او تحصيل ته هڅول د نجم له موخو څخه يوه ده او دې موخې ته د رسېدو لپاره په ګڼ شمېر ولايتونو کې وړې او لويې برنامې ترسره کوي، چې په وينا يې په دې برنامو کې په منځني ډول لسګونه زره ځوانان برخه اخلي.
د "معارف ستوری" سيالي د هېواد په کچه د پوهنې وزارت، نادولتي ادارو او د ځوانانو هغو ټولنو سره په همغږۍ ترسره کېږي، چې موخه يې د ځوانانو پياوړتيا او پرمختګ وي.
د دغې سيالۍ د کمپاين مشر انس صافى وايي، د نجم ولايتي ادارو تر اوسه له ګڼ شمېر واليانو، ولايتي رييسانو،د ولايتي شورا مشرانو او غړو او په مرکز او ولايتونو کې ملي سوداګرو او کمپنيو سره کتلي او ټولو په خپل وار له سيالۍ سره مادي او معنوی ملاتړ اعلان کړی دی.
نوموړي هيله څرګنده کړه چې د دې سيالۍ لپاره به په راتلوونکو څو ورځو کې نوم ليکنه پيل شي او يوه مياشت به دوام وکړي.
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل پژواک اژانس ته ومنله چې د يادې ټولنې لخوا له وزارت سره په دې اړه ناستې شوې دي.
هغه زياته کړه، د قانون په رڼا کې هر څوک چې د پوهنې د ودې لپاره هلې ځلې کوي، وزارت يې نه يواځې ملاتړ کوي ، بلکې تشويقي يې هم .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










