چاريکار(پژواک، ٩ کب ٩٤): د پروان ولايت مرکز چاريکار ښار په واټونو کې د تېر کال په پرتله د سوالګرو شمېر زيات شوى چې ښځې، ماشومان او عمرخوړلي کسان په کې شامل دي.
ددې ولايت چارواکي وايي چې ددې ښار د سوالګرو په شمېر کې شاوخوا ٤٦ سلنه زياتوالى راغلى دى.
د پروان د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو رياست مشر قدرت الله رياضت، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ١٣٩٢ لمريزکال د غويي مياشت کې د يوې سروې له مخې، په چاريکارو کې د سوالګرو شمېره ٢٠٥ تنو ته رسېده، خو تازه شمېرې څرګندوي چې دا شمېره څه باندې ٣٠٠ کسانو ته رسېدلې ده.
د چاريکارو ښار په ګډون ددې ولايت د مرکز د وګړو شمېر شاوخوا شپږ زره کورنۍ اټکل شوى دى.
رياضت وزګارتيا په چاريکارو کې د ګدايۍ د زياتېدو عمده لامل بولي او وايي چې دا ستونزه په ژمي کې د هوا د سړښت، د کار کموالي او د سون توکو ته د اړتيا په ډېرېدو سره زياتېږي.
ددې ښار ځينې اوسېدونکي هم وايي چې د سوالګرو شمېر زيات شوى دى.
د چاريکارو په هوفيان سړک کې د ډوډۍ پخوونکي شاګرد شاه بچه وويل:((پخوا به يو يا دوه سوالګر په ورځ کې د سوال لپاره نانوايۍ ته راتلل او مرسته به يې غوښتله، خو سږ کال له اتو تر لسو پورې راځي چې اکثره يې ښځې دي، څوک ورته پيسې ورکوي، څوک ډوډۍ ورته اخلي او څوک هېڅ نه ورکوي.))
هغه د سوالګرو ورځ تر ورځې زياتېدونکې شمېره د اندېښنې وړ وبلله او له اړوندو چارواکو يې غوښتنه وکړه چې د بېوزلۍ او وزګارتيا د کمولو لپاره هڅې وکړي.
په پروان کې د دانش په نوم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د حقوقو پوهنځي د درېيم کال زده کوونکي امين الحق هم وويل چې په ښار کې سوالګر د تېر کال په پرته زيات شوي دي.
د هغه په خبره، ځينې خلک چې له ګڼو اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ سره مخ دي، ځينو جرمونو لکه غلا، د نشه يي توکو کارونې او نورو ته مخه کوي او په ټولنه کې د ګډوډۍ سبب ګرځي.
د هغه په خبره، دولت بايد د وزګارتيا ستونزې د حل لپاره اړين اقدامات ولري، څو په هېواد کې د بېوزلۍ کچه ټيټه شي.
د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان ٣٦ سلنه اوسېدونکي د بېوزلۍ په ټيټه کچه کې ژوند کوي. په وروسيتو کلونو کې د بهرنيو مرستو په کمښت سره په افغانستان کې اقتصادي ستونزې زياتې شوې دي.
د ژوند ناچارۍ
د کندوز د امام صاحب اصلي اوسېدونکي ٧٥ کلن خواجه نظر چې اوس په چاريکارو کې سوال کوي، وويل چې د جګړې او نا امنۍ په سبب درې مياشتې وړاندې له خپلې کورنۍ سره له کندوز نه چاريکارو ته راغلى دى.
هغه پژواک وويل:((دوې لوڼې دوه زامن او يوه مېرمن لرم، اولادونه مې واړه دي، څوک نشته چې نفقه راته پيدا کړي، اړ يم چې د وزګارتيا له امله سوال وکړم.))
د هغه په خبره، دوې لوڼې يې چې ٢٠ او ١٨ کاله عمر لري، وزګارې دي او مېرمن يې له دوو زامنو سره چې اته او ١٥ کاله عمر لري، کار نه شي کولى.
خواجه نظر زياته کړه چې هره ورځ له سلو تر دوو سوو افغانيو پيدا کوي او په دې پيسو په ډېره سختۍ سره ژوند تېروي.
٦٧ کلنه مېرمن چې ځان شفيقه را پېژني او د چاريکار ښاروالۍ ودانۍ مخې ته سوال کوي، وويل:((خاوند مې مړ شو، زوى مې دويم واده وکړ او خپل څلور اولادونه يې ماته پرېښودل، خپله له نوې مېرمنې سره ژوند کوي، څه وکړو چې سوال ونه کړم؟))
شفيقې زياته کړه چې هره ورځ د صدقې او خيرات له لارې ٥٠ افغانۍ پيدا کولى شي.
دې کونډې زياته کړه:((اړ يم چې خپلو لمسيانو ته ډوډۍ پيدا کړم، د ورځې چې يو پنځه ډوډۍ هم کور ته يوسم، نو چاره کېږي.))
د پروان ولايت د مرکز د خواجه سياران اوسېدونکى لس کلن سيف الله چې له خپلې مور سره په چاريکارو کې د واټ تر څنګ ناست دى او په خپلو کوچينو لاسونو له خلکو پيسي غواړي، وايي:((کاکا جانه مرسته وکړه! په کور کې څه نه لرو، ثواب به مو شي...))
دا ماشوم چې زړې جامې يې اغوستې، وويل چې پلار يې څلور کاله وړاندې مړ شوى او اړ دى چې د يوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره سوال وکړي.
هغه زياته کړه چې له ځانه کوچنۍ خور او ورور لري او کله چې دى له خپلې مور سره د سوال کولو لپاره له کوره راوځي، نو هغوى دواړه د يوه ګاونډي په کور کې پرېږدي.
دې سوالګر له حکومت وغوښتل چې مرسته ورسره وکړي او که چېرته دولت ورته د کار زمينه برابره کړي، نو حاضر دى چې ګدايي پرېږدي.
د پروان کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست مشر وويل چې دې ادارې په وروستيو دوو کلونو کې څه باندې سل سوالګر ماشومان په ښوونځي کې اچولي او دا ډول شپېته ښځې يې هم په حرفوي کورسونو کې شاملې کړې دي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه چې ځينې دولتي او غير دولتي موسسې او افراد هم په چاريکارو کې له لسګونو سوالګرو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کړې.
هغه د جزيياتو له ورکړې پرته وويل چې د بې وزلو او سوالګرو لپاره د حرفوي زده کړو پروګرامونه جوړول، ددې رياست په پلان کې شامل دي.
سوالګر نه يواځې چې په پروان، بلکه په ټولو ولايتونو په ځانګړي ډول ښارونو کې شته دي. د پلازمينې کابل ښار په واټونو کې هم ګڼ شمېر سوالګر ليدل کېږي چې ښځې او ماشومان هم په کې ليدل کېږي.
بنسټيزو کارونو ته اړتيا
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد عبدالقيوم عارف وويل چې په حرفوي کورسونو کې د څو تنو شاملول او د څو بې وزلو او بې وسو سره مرسته کول، په هېوادکې د بېوزلۍ او وزګارتيا بنسټيز حل نه دى.
د هغه په خبره، اړتيا ده چې د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه زيربناوو ته پاملرنه وشي.
نوموړي څرګنده کړه چې په تېرو ١٤ کلونو کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د څه باندې سل ميليارده ډالر مرستې سربېره هم دا پيسې پر بنسټيزو پروژو لکه د کانونو استخراج، کرنيزې ودې، د برېښنايي انرژۍ توليد او د هېواد له اوبو د ګټې اخيستلو او نورو برخو کې نه دي کارول شوي.
د هغه په خبره، که چېرته پر بنسټيزو پروژو کار شوى شواى، په هره برخه کې به د زرګونو کسانو لپاره د کار زمينه مساعده شوې وه او افغانستان به خپلو پښو درېدلى و.
هغه زياته کړه:((د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره خلک هيله من وو چې غوره بنسټيز اقتصادي پروګرامونه به پلي شي او د خلکو اقتصادي وضعيت به ښه شي، خو له بده مرغه چې د خلکو د توقع خلاف داسې ونه شول.))
د هغه په باور، اوسنى حکومت هم د بېوزلۍ او وزګارتيا د لرې کولو لپاره ښه پروګرامونه نه لري او د حکومت د مشرانو ژمنې يواځې تر شعار پورې محدودي دي چې د اندېښنې وړ دي.
د هغه په خبره، حکومت بايد په اقتصادي برخه کې پر کليدي حکومتي پوسټونو مسلکي کسان وګوماري، ځکه چې اوسني ځينې وزيران مسلکي نه دي او په همدې سبب غوره اقتصادي پروګرامونه هم نه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










