منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د يوه افسر مېرمن: مېړه مې خپل ټول عمر له وطن څخه په دفاع کې تېر کړ، خو چا يې پوښتنه ونه کړه

· ۶ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک ١٠ کب ٩٤): "اوس په يوه کور کې درد او ماتم نه وي خلاص شوى چې ځانمرګى په بل کور کې د غم ټغر غوړوي."

دا له درده ډک د هغې ښځې غږ دى، چې خپل مېړه او د کور ډوډۍ راوړونکى يې په کابل کې په وروستي ځانمرګي بريد کې له لاسه ورکړى دى.

په هغه ځانمرګي بريد کې چې د کب مياشتې په ٨ مه د يوه پلي ځانمرګي بريدګر له لوري د ملي دفاع وزارت ورودي دروازې سره په نږدې ساحه کې تر سره شو، په پايله کې يې ١٥ کسان ووژل شول او ٣١ نور ټپيان شول.

په يادو قربانيانو کې افسران او سرتېري او د ښځو په ګډون ملکي کسان شامل دي.

د ياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

٤٣ کلنه جميله چې مېړه يې ډګروال عبدالحکيم اندړ، په ياده خونړۍ پېښه کې له لاسه ورکړى دى او د خپل مېړه د فاتحې په مراسمو کې يې تورې جامې اغوستې وې، پژواک خبري اژانس ته وويل: "خداى دې زما لاسونه مات کړي چې اشرف غني ته مې رايه ورکړه، خداى دې امريکا تباه کړي، خداى دې پاکستان تباه کړي، خداى دې ټول تباه کړي، د همدوى دسيسې دي چې زما په شان يې ډېرې ښځې کونډې کړې."

ياد غم ليدلې مور چې په خپل ټکري سره يې اوښکې پاکولې، زياته کړه چې ډګروال عبدالحکيم د کور يواځينۍ نفقه راوړونکى کس و، چې د ياد بريد قرباني شو.

جميلې، چې پنځه زامن او دوه لوڼې لري، وويل، که چېرې لوړپوړي چارواکي ووژل شي، نو څو ورځې ورباندې وير کېږي او کله چې بيا بې ګناه سرتېرى او يا صاحب منصب ووژل شي، نو څوک يې په کيسه کې هم نه وي.

هغې په داسې حال کې چې له ډېرې غوسې لړزېده او په ډېره احساساتي توګه يې خبرې کولې، زياته کړه چې ځانمرګي بريدګر په کابل کې له چارواکو سره لاس لري، په رڼا ورځ راوځي او چاودنه کوي، تر اوسه د يوه کور درد لا پاى ته نه وي رسېدلى، چې په بل کور کې د غم ټغر ويړ شي.

يادې مېرمن چې له يوې چوپتيا سره چې د غاليو ګلانو ته يې کتل، په اه سره وويل چې خوست ولايت کې له ځينو سرتېرو څخه د طالبانو له لوري سرونه غوڅ شول، ماتم يې ونيول شو؟ د طلوع ټلويزيون څو کسان ووژل شول، يوه اونۍ يې ماتم و، خو د هغې د مېړه په غم کې چې د دښمن پر وړاندې يې لسګونه کلونه مبارزه وکړه او هغه کسان چې د ياد بريد قرباني شول، هېچا يې هم په اړه ماتم ونه کړ.

جميلې زياته کړه: "مېړه مې په لومړيو کلونو کې د پکتيکا په وازيخوا، پکتيا، کونړ او د غزني په ناوې کې دنده تر سره کړه، يو څه موده کېده چې کابل ته راغى، درې ځلې ماين وواهه، خو تر اوسه پورې نه يواځې دا چې مياشت په مياشت يې پوره معاشونه ورنه کړل شول، بلکې د يوه کور څښتن هم نه شول."

ياده مېرمن چې د کابل ښار د اوومې ناحيې په واصل اباد سيمه کې ژوند کوي، وايي چې د اعصابو تکليف لري، پنځه ځله عمليات شوه، کله چې روغه وه، نو خياطي يې کوله او له خپل مېړه سره به يې مرسته کوله، اوس يې روغتيايي حالت ښه نه دى او سترګې يې هم کمزورې شوې او بل کار نه شي کولى، چې د مېړه مړينې لا ډېر زيان ورته رسولى دى.

يادې مور، خپل دوه زامن په دې وروستيو کې بهر ته لېږلي او درې نور زامن يې له هغې سره ژوند کوي.

د هغې يوه زوى نصيراحمد، په داسې حال کې چې خپلې سرې سترګې يې د څادر په يوې څوکې پاکې کړې، وويل چې د حبيبې لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکى دى، پلار يې يو باتقوا او پرهېزګار انسان و، تل يې خلکو او هېواد ته د خدمت هيله درلوده او ويل به يې چې که چېرې په دغه لار کې مړ هم شي، نو د هېواد د دښمنانو پر وړاندې به سنګر پرې نه ږدي.

نوموړي چې په ډېرې ناهيلۍ يې د خپل پلار عکس ته کتل، زياته يې کړه: "پلار مې د وطن خدمتګار و، په همدې لار کې شهيد شو او د بې پلارۍ داغ يې زموږ پر زړونو پرېښود."

ياد زده کوونکي وويل، څوک چې ځانمرګي بريدونه ترسره کوي، د پاکستان مزدوران دي، زړه نه لري، د زړونو پر ځاى يې په سينو کې تيږې دي، دغه ته جهاد نه ويل کېږي، دا يواځې مسلمان وژنه ده او دا د خپل نفس وژنه ده.

د ياد صاحب منصب کوچنۍ لور چې په خپلو سستو لاسونو او پښو سره يې دېوال ته تکيه کړې وه او په ډېر ېناهيلۍ سره يې يوه او بل لوري ته کتل، د هغې ناهيلۍ سمبول و چې د دغې خاورې په ډېرو کورنيو کې دغه سمبولونه تر سترګو کېږي.

يادې ماشومې په کمزوري غږ سره وويل: "کله به مې پلار راته، زه به هر مازيګر د دروازې مخې ته تلم او سلام به مې ورته کاوه او ځينې وختونه به يې ما ته ژاولې او بيسکېټ هم راوړل، خو اوس مې پلار مړ دى او بل څوک نشته چې ماته کوم څه واخلي."

هغه درد چې د يادې ماشومې په ستوني کې له ورايه حس کېده، په ژړا بدل شو او نور ورته ژړا وخت ورنه کړ، څو له خولې يې بله کومه کلمه راووځي.

د ډګروال عبدالحکيم ورېندارې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې لېور يې يو ډېر شريف او رښتونى شخص و، همېشه وطن ته د خدمت په فکر کې و، خپله ځواني يې له وطن څخه د دفاع په برخه کې په سنګرونو کې تېره کړه او خپل سر يې په دغه لار کې سپين کړ.

هغې چې په يوه سپين دوسمال سره خپلې سترګې پاکې کړې، زياته کړه چې ډګروال عبدالحکيم يو روښان فکره او ټولنيز انسان و، له غريب سره غريب او له معتبرو سره معتبر و، اوس يې کور بې سرپرسته شو، ناروغه مېرمن يې په بستر پرته ده، خپل دوه بچيان يې د دښمن له ډاره له هېواده بهر لېږلي چې تر اوسه پورې يې برخليک نه دى معلوم.

يادې مېرمن، چې مخ او سترګې يې سرې شوې وې، وويل: "که له دولت سره کار وکړې، طالب دې ولي او که چېرې له طالب سره کار وکړې، نو طالب، نه پوهېږم چې دا خلک څه وکړي؟ چېرته لاړ شي، غريب خو د تېښتې پيسې هم نه لري."

هغه په ژړا سره وويل: "جنازې ته يې ډېر خلک راغلي وو، چې د واصل اباد په ټولو سرکونو کې ځاى نه کېده، که چېرې پر خلکو ګران نه وى، که چېرې يې له خلکو سره ښه چلند نه کولى، نو بيا يې جنازې ته ولې دومره ډېر خلک راتلل."

د ياد افسر ورېندار له دولت وغوښتل، چې د لېوره معاش، د هغه د تقاعدۍ معاش او د هغه پاتې نور امتيازات د هغه کورنۍ ته وسپاري، څو احتياج او محتاج نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه ځانمرګى بريد د يوه ترهګريز بريد په توګه په سختو ټکو غندلى او نن يې په داوود خان روغتون کې د يادې پېښې له ټپيانو ليدنه هم وکړه او د روغتون له چارواکو يې وغوښتل، څو د هغوى د درملنې په برخه کې پوره پام وکړي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريدجنرال محمد رادمنش، پژواک ته وويل چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه لارښوونه کړې چې په ځانمرګو بريدونو کې د وژل شويو کسانو او ټپيانو له کورنيو سره لازمې مرستې وکړي.

ده زياته کړه چې د وژل شويو کسانو کورنيو ته له ٧٥زرو تر ١٠٠زرو افغانيو پورې ورکول کېږي او هم يې د تقاعد اسناد ژر چمتو کېږي.

د هغه په وينا، د وژل شويو کسانو خاورو ته د سپارلو په موخه هم کمک کېږي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند د کابل وروستي ځانمرګي بريد ته په اشارې وويل چې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره د مرستې ترڅنګ د دې پېښې ټپيانو ته هم ٥٠زره افغانۍ ورکول کېږي او درملنه يې وړيا ترسره کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه