کابل (پژواک، ١١ کب ٩٤): د کابل ښاروالۍ په ١٣٩٥ لمريز کال کې د ١٦٠ کيلومتره سړکونو د جوړولو خبر ورکړى او وايي چې شاوخوا ٨٠٠ کيلومتره هغه سړکونه چې پخوا خراب شوي و، بيارغونه يې کړې ده.
د کابل ښاروالۍ سرپرست محمد اسلم اکرمي تېر کال د جوړونې او رغونې په برخه کې يو استثنايي کال بللى او ويې ويل، چې راتلونکى کال به د خيرخانې، خشت هوختيف، لب جر، د تنظيف مخ ته او تايمني سيمې د سړکو په ګډون د ښار ډېرى سړکونه پاخه شي.
اکرمي د يادو سړکونو د لګښت په اړه معلومات وړاندې نه کړل او پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې له تېرې يوې لسيزې زياتې مودې راهيسې د کابل ښار شا وخوا ١٥٠٠ کيلومتره سرکونه پاخه شوي چې له دې اندازې يې ٨٠٠ کيلومتره بيا ويجاړ شوي او له هغه وروسته له سره رغول شوي دي.
د کابل اوسېدونکو د سړکونو له خرابوالي همېشه شکايت کړى او د بيارغونې په برخه کې يې پر ښاروالۍ باندې د نيوکې ترڅنګ ويلي، په ځانګړې ډول له هغه مهال راهيسې چې کابل کوم ښاروال نه لري؛ د بيارغونې کارونه په کې په ډېر ټکني ډول پر مخ روان دي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست، د کابل ښار له سرسبزۍ څلورلارې سره په نږدې سيمه کې د وزيراباد کانال خرابوالى يوه عمده ستونزه وبلله او زياته يې کړه، کله چې باران کېږي نو د ياد کانال شا وخوا ټول کورونه له اوبو ډک کېږي.
د هغه په وينا، د دغه کانال په سيمه کې ډېرې اوبه راغونډيږي چې د ډيزان طرحه يې نهايي شوې او تر راتلونکې يوې مياشتې پورې د تدارکاتو ملي کمېټې ته لېږل کېږي، څو اعلان ته وړاندې شي او له هغه وروسته يې عملي کار پيل شي.
اکرمي د ښاروال او د ښاروالۍ د دوه مرستيالانو د نشتون په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "د يادو دريو چارواکو نشتون به که وغواړو او يا ونه غواړو د راتلونکي کال په پروګرامونو کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي، خو حکومت خپله پرېکړه کوي، څو يو ښاروال او مرستيال وټاکي چې د ښار د پراختيا لپاره په ګډه توګه کار وشي."
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل پخواني ښاروال محمد يونس نواندېش د ١٣٩٣ لمريز کال د مرغومي په لومړۍ نېټه استعفا وکړه، چې له هغه وروسته دغه اداره د سرپرست له لوري اداره کېده، خو له تېرو دوه اونيو راهيسې د ښاروالۍ سرپرست هم له دندې ګوښه کړل شوى دى.
په دې وروستيو کې د مشرانو جرګې غړو هم ژر تر ژره د کابل ښاروال په توګه د کابل د يوه اوسېدونکي د معرفي کولو غوښتنه کړې او وايي چې کابل بايد له دې وروسته ښاروال ولري.
بلخوا د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ مشرې نسرين صبرۍ نن د نيالګيو ايښودلو پنځه ورځني کمپاين کې خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه کمپاين به د کابل ښار په ټولو ٢٢ ناحيو کې عملي شي.
هغې زياته کړه، چې نن د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ٨٠٠ نيالګي ايښودل کيږي .
د مېرمن صبرۍ په وينا، ټاکل شوې چې په کابل ښار کې ٣٠٠ زره ميوه لرونکي او غيرميوه لرونکي نيالګي کېښودل شي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










