منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جګړې يو قرباني ماشوم خپلې شپږ کسيزې کورنۍ ته نفقه برابروي

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

ميمنه (پژواک، ١٢ کب ٩٤): هغه جګړه ځپلى ماشوم چې د بولانيو د پلورلو له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي، وايي چې بولاني يې نه پلورل کېږي او د پيسو د نشتوالي له امله وچه ډوډۍ هم نه شي پېرلى او په شپو شپو وږی ويده شوی او مور يې تر سهاره ژاړي.

صبغت الله اوسمهال د لسو کلونو دى، خو د ژوند سختيو هغه ډېر غمګين او اغېزمن کړى دى.

دغه ماشوم چې د فارياب د المار ولسوالۍ د قرايي سيمې اصلي اوسېدونکى دى، دوه کاله وړاندې هغه مهال له خپلې کورنۍ سره يو ځاى د قيصار ولسوالۍ ته بېځايه شو چې پلار يې عبدالسلام له وسله والو مخالفينو سره د جګړې پر مهال ووژل شو.

صبغت الله زياته کړه چې د هغه هم عمره ماشومان ښوونځي ته ځي او د خپلو پلرونو د ناز له نعمته برخمن دي، خو دی پلار نه لري او له دې امله ډېر ځوريږي او له دې سره-سره بيا هم اړ دى چې د ورځې له سختيو سره مبارزه وکړي او د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ نفقه وګټي.

هغه له خپلې کورنۍ سره په هغې ويجاړې کوټه کې چې د يوه کس له لوري ورته امانت ورکړل شوې، ژوند کوي، د کوټې د برنډې چت يې هم راغورځېدلى او د باران او واورې ورېدو پر مهال يې اوبه په خونه کې ډنډ درېږي. د ياد يتيم په کور کې يوه زوړ ايرانى موکيت تر سترګو کېږي چې ځينې برخې يې شلېدلې دي.

صبغت الله د قيصار په بازار کې بولاني پلوري او هره ورځ له ١٠٠ څخه تر ١٥٠ پورې بولاني پلوري چې له ډېرې کمې ګټې څخه يې د خپلې کونډې مور، دريو خويندو او دوه کوچنيو وروڼو اړتياوې پوره کوي.

ياد ماشوم چې د بولانيو پتنوس يې په لاس کې نيولى و، په خيرن فولادي کميس او څېري شوو چپلکو کې د بازار يوې او بلې خوا ته د بولانيو د پلورلو لپاره تګ راتګ کاوه او دا ډول غږ يې کاوه: "هله بولاني وخورئ، ګرم بولاني، سبزي او کچالو لرونکي بولاني!"

نوموړي د خپلې کورنۍ او ځان د ژوند په اړه داسې کيسه وکړه:

"درې کاله وړاندې مې پلار له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو، د خداى په ميدان پاتې شو، هيچا هم له موږ سره مرسته ونه کړه، په کور کې مو د خوړلو لپاره هېڅ هم نه لرل، مور مې زه قيصار ته راوستم، په يوه امانتي کور کې چې مالک يې ترکمن دى، وړيا اوسو."

صبغت الله په داسې حال کې چې د خپلې پزې اوبه يې په لستوڼي باندې پاکولې او د يخنۍ له امله يې د پوزې سر سور شوى و، وويل چې کله يې مور بولاني پخوي، بازار ته وړي او له ګټې يې هره ورځ کور ته لس ډوډۍ راوړي او هغه بيا د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځاى خوري.

ياد ماشوم چې د مرکې پر مهال يې څېره مايوسانه او په سترګو کې يې اوښکو ډنډونه کړي و، په ډېرې ناهيلې سره زياته کړه: "کله چې بازار ته بولاني وړم، ډېرى وخت مې نور هلکان ځوروي، بولاني رانه خوري او پيسې يې نه راکوي، کله يې نه شم خرڅولى او له وچې ډوډۍ پرته کور ته ځم، په نهاره ګېډه ويده کېږم او مور او خويندې مې تر سهاره پورې ژاړي."

هغه د دې لېوالتيا لري چې د نورو ماشومانو په څېر ښوونځي ته ولاړ شي او درس ووايي، څو ولسوال او يا هم رييس شي، خو دا چې پلار يې له لاسه ورکړى، مشر ورور نه لري، د روزګار مسووليت يې پر غاړه دى او درس ويلو ته هېڅ امکانات نه لري.

ياد يتيم له دولته وغوښتل چې کورنۍ ته يې سرپناه ورکړي، د خوراکي توکو مرسته ورسره وکړي او د ښوونځي د دوام زمينه ورته مساعده کړي.

صنم، د صبغت الله مور په داسې حال کې چې ژړا مجال نه ورکاوه او اوښکې يې په ټيکري پاکولې، وويل چې د خاوند له وژل کېدو څخه يو کال وروسته يې، د خپل خسر او ناسکه اوښي تر څنګ ژوند وکړ او ژوند يې خراب شو؛ ځکه خاوند او نفقه راوړونکى يې له لاسه ورکړ.

نوموړې زياته کړه چې خاوند يې يو بې وزله سړى و، د دوبي موسم کې يې غنم رېبل او ژمي کې به يې بوټي خرڅول او د ماشومانو نفقه به يې برابروله؛ خو کله چې طالبانو پر سيمه بريد وکړ، سيمه ييزو قوماندانانو هغه جګړې ته ولېږه او ووژل شو.

يادې غم ليدلې مور چې يو ماشوم يې په غېږ کې و او نور ماشومان يې ترې شاوخوا راغونډ وو، وويل: "خاوند مې شخصي کور نه درلود، يو ميراثې مينه وه چې هغه يې معتاد ورور خرڅه کړه او موږ يې پرميدان پرېښودو، اړه شوم څو قيصار کې د يو خيرخواه سړي په کور کې پناه واخلم."

صنم زياته کړه چې نه پلار لري او نه هم مور چې مرسته ورسره وکړي، مشر زوى صبغت الله يې يوازېنۍ هيله او نفقه راوړونکى دى چې د بولاني په خرڅولو سره لږ تر لږه د کور وچه ډوډۍ برابر ولى شي.

د صبغت الله مور چې ژړا اخيستې وه، وويل: "په يوه مياشت کې د غوښې، وريجو او غوړو خوراکونو مخ نه وينو، کله چې صبغت الله بولاني خرڅ کړي له بازارڅخه وچه ډوډۍ راوړي ،کوچني ماشوم ته نيم ډوډۍ او لويانو ته يې يوه ډوډۍ ورکوم ، ډيرى وخت بولاني نه خرڅېږي او وږي ويده کېږو چې له الله تعالى پرته نور څوک زموږ له حاله نه خبرېږي."

نوموړې زياته کړه چې ټغر اوبدى شي؛ خو څوک نشته چې اوبدلو ته ټغر ورکړي او خپله هم د ټغر اوبدلو دستګاه د توکو پېر توان نه لري.

صنم زياته کړه چې د ځان او ماشومانو د راتلونکې په اړه زياته اندېښنه لري او په کوم کور کې چې اوسمهال ژوند کوي که د کور څښتن يې وباسي، نه پوهېږي چېرته ولاړه شي او څه وکړي؟

صبغت الله وويل چې د روان کال په پسرلي کې د قيصار ولسي شورا مشر د هغوى د وضعيت څرنګوالي په اړه يو شمېر فرهنګيانو ته معلومات ورکړي و چې هغوى نوموړې ميمنې ښار ته وروغوښته.

هغوى شپږ بوجۍ اوړه، پنځه بوجۍ وريجې، څلور پيپه غوړي، دوه بوجۍ غنم، يو اندازه چاى، بوره او ٣٢ زره افغانۍ نغدي مرسته ورسره کړې ده او هغه يې ښوونځي کې شامل کړ؛ خو کله چې دا مرستې ختمې شوې نوموړى بيا بولاني خرڅولو ته اړ شو او ښوونځى يې پرېښود.

د قيصار د ولسي شورا مشر احمد فرهاد قيصاري د صبغت الله او د نوموړي د کورنۍ د ژوند په اړه وويل چې باران ورېده، د لږ عمر ماشوم په لاس کې د بولانيو پتنوس و د يوې هټۍ مخې ته يې په زوره زوره ژړل چې نن شپه يې بولاني خرڅ نه شول، خور او وروڼه به يې څه وخوري؟

نوموړي وويل: "د صبغت الله د دغه وضعيت په ليدو سره مې څو ډوډۍ ورته واخيستې او د ژوند داستان مې د فارياب څو فرهنګيانو او د مطبوعاتو کارکوونکو ته بيان کړ، هغوى له ميمنې ښار څخه يو اندازه خوراکي توکي او نغدې پيسې راغونډې کړې او لارښوونه يې راته وکړه چې دا ماشوم ښوونځي کې شامل کړم."

قيصاري زياته کړه چې د مرستندويانو له لارښوونې سره سم، صبغت الله يې د نادم قيصاري لېسه کې شامل کړ او د کتابونو او قرطاسيې مرسته يې ورسره هم وکړه ،نوموړى په پوره لېوالتيا ښوونځې ته حاضرېده او د لېسې ټولو ښوونکو از زده کوونکو ورسره مينه درلوده؛ خو په دې وروستيو کې خبر شو چې د بېوزلۍ او ناچارۍ له امله يې خپلو درسونو ته دوام ور نه شو کړاى.

د قيصار ولسي شورا مشر نيوکه وکړه چې مستحقو او بې ځايه شوو خلکو سره د دولت مرستو د وېش لړى غيرعادلانه ده او ټولې مرستې د زورواکو او واکمنو لاس ته ورځي ، د صبغت الله په څير بې وزلي او ناچاره خلک له خپلو کورنيو سره ترې بې برخې کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه