منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر د پوهنې ریاست ته نوې ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

پل علم (پژواک، ١٣ کب ٩٤): د لوګر ولايت د پوهنې رياست ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د لوګر د پوهنې رياست ودانۍ د کب په ١٣مه د پوهنې وزارت او سيمه ييزو چارواکو له لوري تر پرانيستې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر د پوهنې رييس محمد اکبري ستانکزي وويل چې دغه ودانۍ د يو کال په موده کې د ٢١،٣ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.

ده وويل چې دغه ودانۍ ٣٣ اداري خونې لري او لګښټ يې د نړيوال بانک له لوري ورکړل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((د دې ودانۍ په جوړېدو سره زموږ ډېرې اداري ستونزې هوارې شوې؛ ځکه د ځاى د نشتوالي له امله زموږ يو شمېر امريتونو په کرايي کورونو کې خپلې چارې ترسره کولې.))

په دې غونډه کې د لوګر د ولايتي شورا رييس سيد قريب الله سادات وويل چې ټول افغانان بايد خپل بچيان وهڅوي تر څو زده کړې وکړي.

هغه وايي چې يواځې زده کړې کولاى شي افغانستان له روانو ستونزو څخه خلاص کړي.

ده له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د لوګر ښوونکو ته د استوګنې نومرو د وېش لړۍ هم پيل کړي.

دغه راز د لوګر والي محمدحليم فدايي وويل چې د پوهنې وزارت بايد د کميت پر ځاى د پوهنې پر کيفيت ډېر کار وکړي.

هغه وويل: ((د پوهنې کيفيت که موږ ښه کړو نو په هېواد کې ډېرې ستونزې هوارې شي.))

په دې غونډه کې د پوهنې وزارت تدريسي مرستيال محمد ابراهيم شينواري وويل چې په هېواد کې د پوهنې کيفيت ډېر ټيټ دى.

خو هغه وايي چې په راتلونکي کال به د پوهنې وزارت ډېره پاملرنه د کميت پر ځاى د کيفيت برخې ته وي.

ده زياته کړه: ((موږ غواړو چې د زده کړو کيفيت دومره لوړ شوي که چېرې يو کس له دوولسم ټولګي نه فارغېږي نو بايد پوهه، مهارت او صداقت ولري.))

د يادونې ده، شاوخوا لس کاله وړاندې هم يادې ودانۍ ته څېرمه د لوګر د پوهنې رياست لپاره ودانۍ جوړه شوې وه خو اداري خونو د کموالي له امله دغه بله ودانۍ يې څنګ ته ورغول شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه