منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۶ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“مشر ورور مې زموږ د زده کړو ارمان ګور ته یووړ”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ١٣ کب ۹۴): د هلمند يو اوسېدونکی وايي چې مشر ورور يې د موټربم په یوه چاودونه کې ووژل شو او له هغه وروسته يې کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ شوه.

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکى ٢٨ کلن عبدالمقيم د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبرى اژانس ته وويل چې درې کاله وړاندې يې مشر ورور عبدالواحد د موټربم په چاودنه کې ووژل شو.

شاوخوا درې کاله وړاندې د لښکرګاه ښار په يوه څنډه کې د امريکايي ځواکونو پر ټانګ د موټربم چاودونه وشوه چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دې چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى و.

عبدالمقيم وايي: "ورور مې په موټرسايکل بازار ته روان و چې د امريکايانو په موټر چاودنه وشوه، زما ورور او نور ډېر بې ګناه کسان په کې ووژل شول."

د هغه په وينا، د مشر ورور يواځېنى ارمان يې دا و چې دى او بل مشر ورور يې د ليسانس تر کچې په هندوستان هېواد کې زده کړې وکړي.

ده وويل: "کله مې چې ورور مړ شو، زه په هند کې وم، اته مياشتې زه د ورور له مرګ نه خبر نه شوم، هغه يواځې زموږ مشر ورور نه، بلکې د پلار په شان و راته."

هغه وويل چې د ورور له وژل کېدو وروسته يې په ډېرو ستونزو په هندوستان هېواد کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او اوسمهال په هلمند کې په يو خصوصي پوهنتون کې استاد دى.

ده وويل چې د مشر ورور تر مرګ وروسته له ډېرو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ شو، د هغه د ژوند پر مهال دوى هېڅ ډول ستونزه نه درلوده او يواځې يې خپلې زده کړې کولې.

هغه وايي: "ما او بل مشر ورور مې لوړې زده کړې وکړې، خو د حاجي صاحب عبدالواحد دا ارمان په ژوندون پوره نه شو، دا ارمان يې له ځان سره خاورو ته يووړ."

عبدالمقيم وايي چې له مشر ورور څخه يې درى لوڼې او دوه زامن پاتې دي چې اوسمهال يې سرپرستې د ده په غاړه ده.

دى وايي چې د عبدالواحد تر وژل کېدو وروسته يې بل مشر ورور عبدالودود ته رواني ستونزې پيدا شوې او اوسمهال وزګارهپه کور کې دى، هېڅ ډول کار نه کوي.

ده وويل: "عبدالودود ټوله ورځ په کور کې وي او همدا فکر وهي چې ولې مې مشر ورور مړ شو او بچيان يې یتیمان پاتې شول او موږ له دومره ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شوو."

هغه وايي چې مشر ورور به يې دې ټولو ته د پلار مينه ورکوله خو دى نه شي کولاى د هغه ځاى ډک کړي يواځې په ډېرو ستونزو سره کولاى شي د کورنۍ اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

هغه زياتوي: "هغه اقتصاد چې د کور لپاره حاجي صاحب عبدالواحد جوړ کړى و، ډېر ښه و خو اوس يواځې ګټې والا زه يم او ١٢ کسان فاميل مې پر غاړه دى."

دى وايي چې عبدالواحد صرافي او د ځمکو کاروبار کاوو، خو اوس يې دوى د کاروبار په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري.

هغه زياته کړه: "حاجي صاحب صرافي کوله، ځمکې اخيستې او خرڅولې خو اوس يې موږ نه د صرافي د معاملو او نه هم د ځمکو په اړه معلومات لرو چې په کوم ځاى کې له چا سره معامله درلوده.))

ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې پلار يې څو کاله وړاندې د ورپېښې ناروغې له امله مړ شوى دى.

عبدالمقيم د افغان دولت له وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه چې نور له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

ده پر حکومت هم غږ وکړ چې خلکو ته د زده کړو او کار زمېنه برابره کړي تر څو هېواد د سولې او پرمختګ پر لور ګام پورته کړي.

دغه راز عبدالودود چې د ورور له مرګ وروسته ورته رواني ستونزې پيدا شوې، پژواک ته وويل: ((د ورور مرګ ځکه پر ما ډېر بد تاثير وکړ چې له هغه وروسته زه د کور سرپرست پاتې شوم او ما پلان درلود چې ماسټري وکړم خو له ماسټرې پاتې شوم.))

هغه د کابل پوهنتون له حقوقو پوهنځي څخه فارغ شوى خو اوسمهال ټوله ورځ په کور کې وي.

عبدالودود چې ٣١ کاله عمر لري، په ٢٤ ساعتونو کې ډېرې لږې خبرې کوي، د کورنۍ له غړو، دوستانو او نورو کسانو سره ډېرې اړيکې نه ساتي، پخوا به يې ډېره مطالعه کوله خو اوس هغه هم نه کوي.

هغه وويل: ((پخوا مې ډېر درس وایه، خو اوس مې اعصاب نا ارامه دي، درس نه شم ويلاى، تر حده کوښښ کوم چې دغه مشکل مې حل شي.))

عبدالودود له نورو خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

دغه راز د وژل شوي عبدالواحد ماشومانو هم له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

د هلمند د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په ياده چاودنه کې د عبدالواحد تر څنګ درې نور ملکي وګړي هم وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ١٥ تنه نور په کې ټپيان شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه