خوست ښار (پژواک، ١٣ کب ٩٤): په خوست ولايت کې ۳۵ کيلومتره سړکونه، پنځه درېيمه درجه کليوالي لارې تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
ياد پنځه سړکونه چې د خوست د پنځو مختلفو ولسواليو تر څنګ د مرکز اړوند د لکڼو په سيمه کې موقعيت لري، نن د کب په ۱۳مه د خوست د والي او يو شمېر نورو چارواکو له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د خوست والي حکم خان حبيبي وويل چې په يادو سړکونو او لارو باندې د ټولګتو چارو وزارت له لوري څه د پاسه ۳۳ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د جوړېدو چارې يې نږدې په لسو مياشتو کې سرته رسېدلې دي.
هغه وويل: ((د دغو سړکونو يو اساسي ارزښت په دې کې دی چې دا به څلور ولسوالۍ چې هغه د ګربزو، تڼيو، اسماعيل خېلو او نادرشاه کوټ ولسوالۍ دي، سره ونښلوي او په ورته وخت کې به په لکڼو او عليشېرو کې مختلف کلي يو د بل سره وصلوي.))
حبيبي وويل، که څه هم په خوست کې د ولسواليو سړکونه تر ډېره په پاخه ډول جوړ شوي، خو د دوی هيله دا ده چې حفظ او مراقبت ته يې ځانګړې پاملرنه وشي.
هغه دا هم وويل چې په راتلونکي ۱۳۹۵ لمريز کال کې به په دغه ولايت کې د ۲۷.۸ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د هوايي ډګر په ګډون نورې لويې او وړې پروژې هم پلې شي.
هغه زياته کړه: ((د ۱۳۹۵ لمريز کال لپاره زموږ ټوله بوديجه ۲۷.۸ ميليون ډالره ده چې له دې جملې نه ۵.۵ ميليونه ډالره اختياري بوديجه ده او ۲۲.۳ ميليونه ډالره يې غير اختياري بوديجه ده چې دا به په مختلفو سکتورونو کې مصرفېږي.))
د ګربزو ولسوالۍ يوه قومي مشر شېراحمد په خپلو خبرو کې وويل چې د ګربزو او د تڼيو ولسواليو تر منځ د تېر شوي سړک په جوړېدو سره هغه ستونزې چې د يادو دوو ولسواليو اوسېدونکي ورسره لاس او ګريوان وو، تر ډېره حل شوې.
هغه وويل: ((د دغه سړک ازرښت بېخي ډېر دی، موږ د دولت څخه منندوی يو چې دا سړک يې جوړ کړی او د ګربزو او تڼيو ولسوالی يې له يو بل سره وصل کړې او د دواړو ضرورتونه يې رفع کړل.))
په ورته وخت کې د پورته یاد شوو پنځو ولسواليو اوسېدونکي ډاډ ورکوي چې دوی به د ټولو هغو پرمختيايي پروژو ساتنه او څارنه وکړي، کومې چې د هغوی په سيمو کې پلې کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










