منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په تېرو ۱۴ کلونو کې د هېواد پر سړکونو ۴ میليارده ډالره لګېدلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۹۴): د ټولګټو چارو وزارت نا امني او د ځمکو نه استملاک د پروژو د پلې کولو پر وړاندې یوه لویه ننګونه بللې او وايي چې سره له دې هم په تېرو ۱۴ کلونو کې په هېواد کې ۲۴زره کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد مهدي روحاني پژواک ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: ((وزارت د بوديجې او د پروژو د پلې کولو په برخو کې کومه ستونزه نه لري، زموږ ستونزه د ځمکو استملاک او د پروژو د امنیت ټینګښت دی.))

روحاني په داسې حال کې چې له امنیتي مسوولینو په ولایتونو کې د همکارۍ غوښتنه کوي، د اوسني وضعیت پر دوام یې اندېښنه څرګنده کړه چې پر همدې دلیل د پروژو چارې ورو پر مخ ځي او ځیني پروژې پر خپل ټاکلي وخت نه پلې کېږي.

هغه په عین وخت کې په هېواد کې په تېرو ۱۴ کلونو کې د ۲۴زره کیلومتره سړګونو له جوړېدو او پخېدو خبر ورکړ چې د هغو له ډلې لس زره کیلومتره سړکونه پاخه او پاتې نور دویمه درجه سړکونه دي چې جغل پرې اچول شوی دی.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د قیر شوو سړکونو له ډلې ۳۰۶۰ کیلومتره یې د سیمه ییزو لارو، حلقوي سړک، ملي لارې او ولایتي سړکونه دي.

روحاني د یادو سړکونو ټول لګښت تر څلور میلیارده ډالره ډېر وباله او ویې ویل چې دغه پیسې د مرستندویه هېوادونو او خپله د ټولګټو چارو وزارت له خوا ورکول شوې دي.

د دغه وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې چې له دریو لسیزو جګړو مخکې په هېواد کې ۱۸زره کیلومتره پاخه شوي سړکونه موجود وو، خو وروسته د اوږدو جګړو له امله ۱۵ زره کیلومتره یې ویجاړ شول او بیا پخولو ته یې اړتیا درلوده.

د هغه په وینا، په هېواد کې د اقتصادي ودې په خاطر دغه وزارت په هڅه کې دی چې د شته سړکونو د ساتنې سربېره نور سړکونه هم جوړ کړي او ورغوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه