منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل پوليسو د افغانستان پوهنتونونو د نمايشي تابوت د لېږد مخنيوى وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

کابل (پژواک ١٥ کب ٩٤): د لوړو زده کړو د قانون په اړه د ولسمشر فرمان د صادرولو د اعتراضونو په دوام کې نن په کابل کې د دولتي پوهنتونونو لسګونو استادانو د افغانستان پوهنتونونو د نمايشي تابوتونو د لېږد نيت درلود، چې د پوليسو له لوري يې مخنيوى وشو.

شاوخوا ١٠٠ معترضو استادانو او لسګونو محصلينو چې په دغه اعتراضي حرکت کې ګډون درلود، د دې هوډ درلود چې د افغانستان د پوهنتونونو تابوت د اعتراض په توګه تر ولسمشرۍ ماڼۍ پورې ولېږدوي.

د دولتي پوهنتونونو استادانو د ټولنې مشر تاج محمد اکبر چې د معترضينو په ډله کې و، خبريالانو ته وويل چې په اعتراض کې ګډون کوونکي استادان د کابل له دولتي پوهنتونونو څخه راټول شوي دي.

د هغه په وينا، اعتراض کوونکي غواړي چې خپل غږ تر ولسمشره او د لوړو زده کړو تر وزيرې پورې ورسوي، څو هغه تقنيني فرمان چې د لوړو زده کړو په اړه صادر شوى، لغوه کړي.

اکبر وويل: "د دغه  فرمان عملي کولو د هېواد تحصيلي نظام ګډوډ کړى او ډېر زيان به ورته واړوي."

ياد معترض استاد زياته کړه، که چېرې د لوړو زده کړو وزيره له معترضينو سره يو ځاى نه شي، نو له خپل بست څخه بايد استعفا وکړي.

د دولتي پوهنتونونو استادانو د ټولنې د مشر په وينا، د ياد فرمان د پلي کېدو پر مهال به ٢٥٠٠ مسلکي او مجرب استادان منفک او ٧٨٥ نور به تقاعد شي او يو شمېر کسان غواړي، چې په دغه کار سره د هېواد د لوړو زده کړو نظام وپاشي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د ياد فرمان له مخې هغه کسان چې د تحصيل درجه يې له ماسټرۍ ټيټه وي، په پوهنتونونو کې د تدريس اجازه نه لري او د تقاعد عمر له ٧٥ کلنۍ څخه ٦٥ کلنې ته راټيټ شوى دى او پر دې سربېره، کوم استادان چې د شپږو کلونو په ترڅ کې علمي اثار ونه ليکي او يا ترفيع وکړي، نو له خپل کار څخه به ګوښه کېږي.

د کابل پوهنتون د سياسي علومو پوهنځي استاد عزيز احمد رهمند وويل، چې د دغه فرمان په عملي کېدو سره به د کابل او ولايتونو پوهنتونونه د مسلکي کادرونو له کمښت سره مخامخ شي.

هغه زياته کړه: "حکومت د دې پر ځاى چې استادانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې پورې د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي، دوى منفک کوي او د دغو استادانو په منفک کولو سره چې له کلونو راهيسې يې د لوړو زده کړو په نظام کې تدريس کړى، تدريسي وضعيت د دې پر ځاى چې ښه شي، لا به پسې خراب شي."

د رهمند په وينا، تقاعد ته د مجبورولو پر ځاى دغه لړۍ بايد د استادانو د غوښتنې پر بنسټ په تدريجي توګه د پنځو کلونو په موده کې تر سره شي، څو پر ځاى يې نور مناسب کسان پيدا شي او پوهنتونونه له کومې ستونزې سره مخامخ نه شي.

د استاد برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي استاد عبدالمنان حقيار وويل، چې د لوړو زده کړو قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان د اساسي قانون د ٥٠مې او ٧٩مې مادې خلاف دى.

دغه لاريونونه په داسې حال کې تر سره کېږي چې له دې وړاندې هم درې ورته لاريونونه شوي او اعتراض کوونکو د څو اونيو لپاره کاري اعتصاب هم اعلان کړى و.

د پژواک له هڅو سره-سره د لوړو زده کړو وزارت چارواکي حاضر نه شول چې د اعتراض کوونکو غوښتنو ته ځواب ووايي. د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر هم تر اوسه پورې په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه