منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“قراردادي شرکتونو د المار بند پروژه کې ١٢ ميليونه ډالر درغلي کړې”

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

ميمنه (پژواک، ١٦ کب ٩٤): د فارياب والي وايي چې د المار بند د جوړېدو له کار نه اووه کاله تېرېږي، خو لا هم د پروژې نقشه نشته او قراردادي شرکتونه تېر ايستونکي غله دي.

سيدانور سادات د ځينو سترو پراختيايي پروژو په ځانګړي ډول د المار ولسوالۍ د اوبو بند پر بهير او کاري کيفيت سخته نيوکه وکړه او ويې ويل چې د دغه بند د پروژې مقدماتي کار پنځه کاله وړاندې د ٥٣ ميليونه ډالرو په ارزښت پيل شو، خو تر اوسه يې د ودانيز کار کومه نښه نه ښکاري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې قراردادي شرکتونو په دې موده کې درې ځلې د بند د کاسې بنسټ اېښى، خو بېرته سېلاب وړى دى.

هغوى د خلکو په تېرايستلو سره ١٢ ميليونه ډالر د دولت له بوديجې ايستلي او جېب ته يې اچولي، هېچا هم دا موضوع نه ده تعقيب کړې.

د فارياب والي زياته کړه: ((قراردادي شرکتونه تېر ايستونکي او غله دي.))

د المار بند د جوړولو کار د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختيايي بوديجي تاجکستاني شرکت (تاديس) او افغاني شرکت (خليل ځدراڼ) ته په قرارداد ورکړل شوى او ټاکل شوې وه چې د درېيو کلونو په ترڅ کې به بشپړ شي.

د ځايي چارواکو په خبره، د بند جوړولو کار د تاديس شرکت او بند ته د غځېدلي سړک پخولو چارې د خليل ځدراڼ شرکت پر غاړه دى.

د المار ولسوال محمد صالح صالح وويل چې د المار د اوبو بند پروژې عملي کار چې د خلکو لپاره يوه مهمه او حياتي پروژه ده، د قرارداد له پيل نه تر اوسه پورې يواځې ١٠ سلنه مخې ته تللى دى.

صالح وويل چې د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې له زېربناوو پرته د بند شاوخوا ٩ کيلومتره سړک د المار ولسوالۍ تر مرکزه او څو خونې جوړې شوې، خو نور هېڅ کار نه دى شوى.

هغه زياته کړه چې د المار بند ساحه کې هېڅ کومه امنيتي او ټولنيزه ستونزه نشته او د دې دوو شرکتونو تر منځ اختلاف د دې لامل شوى چې د پروژې کار وځنډېږي چې د اختلاف اصلي زيان دولت او خلکو ته رسېږي.

د دغو دوو شرکتونو د چارواکو د نظر پر اخيستلو بريالي نه شوو.

خو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معينيت د تقويتي واحد کارکوونکي انجنير عبدالمنان چې د بند په ساحه کې مسووليت لري، وويل چې قراردادي شرکتونو ډاډ ورکړى چې ډېر ژر به دا ستونزه حل او د ودانۍ کار به يې ډېر ژر پيل شي.

هغه پژواک ته وويل چې د بند ځيني بنسټيز کارونه لکه زيربناوې، د ولسوالۍ تر مرکز پورې د شپږ کيلومتره سړک پخول، د پروژې کارکوونکو ته د شپږو استوګنيزو ودانيو جوړول او د ساختماني توکو ګودام د خليل ځدراڼ شرکت له خوا  بشپړ شوي او د اورښت موسم په پاى ته رسېدو سره به د بند کار پيل شي چې د يوه نيم کال په ترڅ کې به بشپړ شي.

د اوبو او برېښنا وزارت استازي زياته کړه: ((تر کومه چې معلومات لرم د خليل ځدراڼ شرکت له پروژې لاس اخيستى او دواړه پروژې، سړک او بند به د تاديس شرکت له خوا ترسره شي.))

انجنير عبدالمنان ومنله چې د بند په ساحه کې هېڅ ډول امنيتي او ټولنيزې ستونزې نشته او د پروژې د ځنډېدو اصلي لامل د خليل ځدران، تاديس او ايراني شرکت (ارين-پروان) تر منځ اختلافات دي، ټاکل شوې وه د بند نقشه جوړه کړي چې د مالي مسايلو په برخه کې يې د تاديس شرکت سره توافق نه درلود چې دا ستونزه تېره ورځ حل شوې ده.

ياد شوى ايرانى شرکت د بند نقشې د ډيزاين مسووليت پر غاړه درلود چې هغه يې تاجکستاني شرکت ته وسپارلو.

د المار بند په جوړېدو سره به څه باندې ٣٠ زره هکتاره ځمکه خړوب شي.

د فارياب د اوبو لګولو ادارې مشر انجنير حيات الله وويل، که چېرې دا بند جوړ شي، د کرنيزو ځمکو پر خړوب سربېره به تر ځمکې لاندې اوبه غني او د المار خلکو لپاره به د څښاک اوبه هم برابرې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه