Language

د هېواد ښوونځیو ته لابراتوارونه ورکول کېږي

خوست ښار (پژواک، ١٧ کب ٩٤): د پوهنې وزارت مسوولين وايي، پلان لري چې د هېواد په ټولو لېسو او منځنيو ښوونځيو کې ساينسي او رياضيکي مضمونونه د لابراتوار پر مټ په عملي بڼه تدريس شي.

په دغه وزارت کې د ساينس، ښوونيزې ټيکنالوجۍ او د لابراتوارونو ریيس عبدالسميع کبيري يادې څرګندونې د کب په ١٧مه په خوست کې د لابراتوار له سيميناره د ښوونکو د فراغت غونډې ته وکړې.

نوموړي وويل چې د لابراتوار د عملي زده کړو دغه يو مياشتنی سيمينار د هغه پروګرام يوه برخه ده چې غواړي په ترڅ کې يې د پورته ټولګيو د ساينسي علومو ښوونکي تر ډېره بريده مسلکي شي.

هغه زياته کړه چې ياد پروګرام د اوسمهال لپاره په خوست، کندهار او بدخشان ولايتونو کې د ايشيا فونډېشن په مالي لګښت په عملي ډول پيل شوی دی.

ده وويل: ((موږ پلان لرو، چې نږدې راتلونکی زموږ په ښوونځيو کې ساينسي او رياضيکي درسونه په عملي ډول زده کوونکو ته تدريس شي. موږ دا پروسه د هېواد ټولو ولايتونو او ولسواليو ته غځوو.))

د پوهنې وزارت د ساينس، ښوونيزې ټيکنالوجۍ او د لابراتوارونو د رييس عبدالسميع کبيري په وينا، د لابراتوارونو په برخه کې د ښوونکو روزنه د اوسني نصاب په تدريس کې هم له هغوی سره مرسته کوي.

ده زياته کړه: ((موږ غواړو چې له پخواني تدريسي مېتود څخه ښوونځي را وباسو. ښوونکي به د لابراتوار پر مټ تدريس ورکوي. هغه څه چې په لابراتوار کې نشته، د خپل محيط له امکاناتو به ګټه اخلي.))

نوموړي وويل، هر هغه ښووونځي ته چې ښوونکي يې د لابراتوار په برخه کې روزل کېږي، د لابراتوار ټول وسايل او د عملي تدريس ځيني نور امکانات ورکول کېږي.

د خوست د پوهنې رييس بخت نور بختيار پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ۱۲ ښوونځيو ۱۴۳ ښوونکي چې ۲۳ هغه يې ښځينه دي، په ياده برخه کې د يوې مياشتې په موده کې وروزل شول.

login or register a new account.