منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هند کې مېشت افغان محصل د يوه يتيم کندهاري ماشوم هيله پوره کړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

کندهار (پژواک، ١٧ کب ٩٤) : د ډاکټر رحمت الله ګوهر په نوم يوه هندوستان مېشتي افغان محصل د يوه يتيم ماشوم هيله پوره کړه او له هغه سره د مرستې لپاره کندهار ته راغى.

دغه يتيم ماشوم نور محمد نومېږي چې څه موده وړاندې يې په ټولنيزو شبکو کې ويډيو خپره شوې وه.

نور محمد په دې ويډيو کې وايي چې کلونه مخکې يې پلار د زړه د ناروغۍ له امله وفات شوى، مور يې بل واده کړى، دى او وړه خور يې بې سرپرسته ژوند تېروي.

اته کلن نور محمد چې له خپلې وړې خور سره يو ځاى له خپلې انا سره له کړاوونو ډک ژوند تېروي، وايي د زړه لويه هيله يې دا ده چې زده کړې وکړي او ډاکټر شي، خو د زده کړو وس نه لري او مجبور دى چې هره ورځ اېشېدلي غنم وپلوري او له دې لارې په لاسته راغلو پيسو خپلې کورنۍ ته وچه ډوډۍ واخلي.

دى وايي، يوازې دى نه دى چې په دې عمر کار کولو ته مجبور دى، بلکې انا يې هم چې خپل عمر يې خوړلى د څو پيسو لپاره د پرديو کورونو مزدوري کوي.

د يتيم نور محمد دغې ويډيو په هندوستان کې د طب پوهنځي د يو افغان محصل ډاکټر رحمت الله ګوهر احساس وپاروه او له دغه ماشوم سره د ليدنې او مرستې په موخه يې کندهار ته سفر وکړ.

ګوهر پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې يې په ټولنيزو شبکو کې دغه ويډيو وليدله، نو زړه يې ودردېد او کلک هوډ يې وکړ چې د دغه ماشوم د زده کړو ارمان به پوره کوي او تر ډاکټر کېدو به يې لاسنيوى کوي.

هغه زياته کړه، غوښتل يې چې يتيم نور محمد په کندهار ښار او يا کابل کې زده کړې وکړي، خو د هغه کورنۍ چې سپين بولدک ولسوالۍ ته څېرمه په چمن ښار کې ژوند کوي، ټينګار کوي چې همدلته دې ورته د زده کړو زمينه برابره شي.

نوموړي په لومړي ګام کې له نور محمد او د هغه له کورنۍ سره ٦٠ زره افغانۍ مرسته وکړه او ويې ويل نه يواځې د نور محمد، بلکې د هغه د وړې خور د زده کړو لګښت به هم ورکوي.

ګوهر وويل د نور محمد په نوم بانکي حساب خلاصوي او هر کال به ياد شوي ماشوم ته له دې لارې د هغه د زده کړو لګښت ورکوي.

ډاکټر رحمت الله ګوهر چې د خوست ولايت اوسېدونکى دى او دا مهال په هند کې د طب پوهنځي د څلورم کال محصل دى، وايي اوس يې د ژوند لوى ارمان دا دى چې دغه ماشوم زده کړې وکړي او د هغه د ډاکټر کېدو هيله پوره کړي.

تنکى نور محمد چې له خپلې خور او انا سره يو ځاى له چمن څخه کندهار ته د مرستې تر لاسه کولو لپاره راغلى و، زښت ډېر خوشحاله و.

هغه په خپل معصومانه انداز يو ځل بيا خپله پخوانۍ هيله تازه کړه او ويې ويل: ((غواړم چې ډاکټر شم.))

ده وويل، د زده کړو ډېر ارمان يې درلود، خو د خپلې بې وسۍ له امله يې زده کړې نه شوې کولى او مجبور و چې ټوله ورځ په کوڅو کې اېشېدلي غنم وپلوري او د ورځې شپيته يا اويا افغانۍ پيدا کړي.

نور محمد له ډاکټر ګوهر سره ژمنه وکړه، چې اوس به يواځې خپلې زده کړې کوي، څو د ډاکټر کېدو هيله يې پوره شي.

د نور محمد انا هم له ډاکټر ګوهره مننه وکړه چې له هغوى سره د مرستې لپاره يې اوږد واټن وواهه او له هند څخه يې تر کندهاره ځان را ورساوه.

هغې پژواک اژانس ته وويل، له ډېرې مجبورۍ يې نور محمد دې ته مجبور کړى و چې کار وکړي، ځکه هغوى ډېر بې وزلي دي او په خپله هم د پرديو کورونو مزدوري کوي او له دې لارې د ژوند مزل لنډوي.

خو نوموړې ژمنه وکړه چې تر لاسه کېدونکې مرسته به د يتيم نور محمد او د هغې د وړې خور پر زده کړو لګوي، څو غوره او روښانه راتلونکى ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه