منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د ۴۰ ميګاواټه لمريزې برېښنا سب سټېشن جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۴ کب ۹۴): د اسيا پراختيايي بانک د ننګرهار په ولايت کې د ۴۰ ميګاواټه لمريزې برېښنا سب سټېشن جوړوي.

د ياد بانک مسوولينو د کب په ۲۴مه د ننګرهار له والي او چارواکو سره په ناسته کې وويل، چې دا سب سټېشن به د حصارشاهي په دښته کې جوړ کړي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې د اسيا پراختيايي بانک د ADB برخې مسوول فضل الله فضلي ژمنه وکړه چې لومړی به په ياده سيمه کې تخنيکي سروې وکړي او  وروسته به د لمريزې برېښنا د سب سټېشن د جوړولو چارې پيل کړي.

 بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په دغه ولايت کې د څلوېښت ميګاواټه په ظرفيت لمريزه برېښنا د سب سټېشن پر جوړولو خوښي وښوده  او ډاډ يې ورکړ چې په دې برخه کې به همکاري وکړي .

نوموړې زياته کړه، په حصارشاهي کې د صنعتي پارکونو تر څنګ د پوليسو او غازي امان الله ښارګوټي هم شته او همدا راز به له يادې برېښنا څخه د بټي کوټ او روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي برخمن شي .

هغه د ADB مسوولينو ته د يادې برېښنا د چارو د پيلېدو په برخه کې د امنيتي ستونزو د حل کولو تر څنګ په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ، خو غوښتنه يې وکړه چې دغه چارې ژر پيل شي .

ننګرهار ولايت اوس مهال د نهه ميګاواټه په ظرفيت د درونټې له بنده برېښنا لري او شاوخوا ۳۰ ميګاواټه ورته د نغلو له بنده را لېږدول شوې ده چې د چارواکو په وينا بسنه نه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه