منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۳ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د غواوو له ۶۰۰ فارمونو د ورځې ۱۱۰زره لېتره شیدې تولیدېږي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٥ کب ٩٤): په کندهار کې د غواو فارمونو وده کړې او په دې وروستيو کې يې شمېر ٦٠٠ ته رسېدلى چې د ورځې ١١٠زره لېتره شيدې توليدوي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د غواوو ساتنه او د لبنياتو توليد د هېواد په کچه بې ساري دي چې سلګونو کسانو ته يې د کار او روزګار فرصت برابر کړى دى.

د غواګانو ډېرى فارمونه په ډنډ او ارغنداب ولسواليو کې دي، خو ځيني نور يې بيا د کندهار ښار په بېلابېلو ناحيو کې هم جوړ شوي دي.

که څه هم په ګڼو فارمونو کې غواګانې په پخوانۍ دوديزه بڼه ساتل کېږي او شيدې ورڅخه ترلاسه کېږي، خو يو شمېر فارمونه داسې هم دي چې سلګونه زره ډالر پانګونه پرې شوې او پر نړيوال سټنډرډ جوړ شوي دي.

 

د دغسې معياري فارمونو له ډلې يو هم د ميا صاحب په نوم د غواګانو فارم دى چې د کندهار ښار په حضرت جي بابا سيمه کې جوړ شوى دى.

د ياد فارم مسوول عبدالهادي غمي پژواک خبري اژانس ته وويل، نه يوازې دا چې په خپله يې د غواګانو فارم جوړ کړى، بلکې له نورو فارمونو هم هره ورځ شاوخوا ١٠ زره لېتره شيدې اخلي او وروسته يې پروسس کوي.

هغه زياته کړه، پر خپل فارم يې ميليونونه افغانۍ لګولې او تر سلو ډېرې غواګانې لري چې د پرمختللو ماشينونو په وسيله يې لوشي او شيدې ورڅخه تر لاسه کوي.

د ده په خبره، په کندهار ښار کې يې د لبنياتو د پلور لپاره څو څانګې پرانيستې چې په کې شيدې، ملايي، پېروى، مستې، چکه، پنير او د شيد اړوند نور محصولات په کې وړاندې کوي او ښه بازار لري.

غمي خبر ورکړ چې همدا اوس يې د کندهار په صنعتي پارک کې د شيدو د پروسس پر يوه فابريکه کار پيل کړى او شاوخوا يو ميليون ډالره پانګونه يې پرې کړې چې د شيدو اړوند ٨٠ ډوله محصولات به توليدوي او ډېر ژر به پرانيستل شي.

دى وايي، په دې فابريکه کې به د شيدو اړوند محصولات پېک کېږي او د کندهار تر څنګ به ګڼو ولايتونو ته صادرېږي.

نوموړى که څه هم وايي چې له ګاونډيو هېوادونو څخه لويه اندازه پېک شوي لبنيات را واردېږي، خو په دې وروستيو کې کورنيو لبنياتو ته د خلکو پاملرنه ډېره شوې او دى تمه لري چې کورني توليدات به د بهرنيو هغو په وړاندې مقابله وکړاى شي.

ګل احمد د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې د ٣٠ غواګانو فارم لري.

نوموړ پژواک خبري اژانس ته وويل، مخکې د شيدو د خرڅلاو بازار ښه نه و، دوکاندارانو به کله شيدې رانيولې او کله نه، خو په دې وروستيو کې يې کار ښه شوى دى.

هغه زياته کړه: ((مخکې به داسې ورځې راتلې چې لبنيات پلورونکو به ورڅخه شيدې نه رانيولې او يا به يې هم پيسې پر وخت نه ورکولې، خو اوس يې له ګڼو پلورونکو سره قرارداد کړى، هم شيدې ورڅخه رانيسي او هم حساب پر وخت ورکوي.))

دى وايي، همدا فارم يې د کورنۍ د ګټې وټې سرچينه ده او له ځان سربېره يې د خپل کلي لسو نورو کسانو ته هم کار موندلى دى.

خونوموړى د ځينو ستونزو يادونه هم کوي او وايي چې د فارم لپاره ځمکه نه لري، ځاى يې په کرايه نيولى او دغه راز د غواګانو لپاره خوراک هم په اجاره اخلي.

د ارغنداب ولسوالۍ يو بل فارم لرونکى احسان الله وايي شاوخوا دوه کاله کېږي چې د غواګانو فارم يې جوړ کړى او دا مهال يې شمېر لسو ته لوړ شوى دى.

خو دى ګيله کوي چې د کندهار د کرنې رياست په دې برخه کې هيڅ راز اسانتياوې نه دي برابرې کړي.

ده زياته کړه: ((په کندهار کې په دې وروستيو کې د غواګانو فارمونو ډېر پرمختګ کړى دى، خو حکومت ورسره د غواګانو د ساتلو په برخه کې د روزنيزو پروګرامونو، د ناروغيو پر مهال د درملنې او مشورو ورکولو په برخه کې مرسته نه ده کړې.))

هغه د کرنې له وزارت څخه وغوښتل چې په دې ولايت کې دې د غواګانو فارمونو ته پاملرنه ډېره کړي، څو په دې توګه خلک په کار ولوېږي، د لبنياتو په برخه کې افغانستان په خپل ځان بسيا شي او حکومت به ماليه تر لاسه کړي.

په کندهار کې د غواګانو د فارمونو د اتحاديې مسوول حاجي فهمي همدا خبره کوي او وايي په وار وار يې د کرنې له رياست سره پر يادو شوو ستونزو خبرې کړې خو لا هم حل شوې نه دي.

ده وويل، د کرنې رياست د مالدارۍ په برخه کې هيڅ مامورين نه لري، نو ځکه د فارم لرونکو د ستونزو حل ته توجه نه کېږي.

دى وايي، فارم لرونکي روزنيزو پروګرامونو ته اړتيا لري، څو هغوى وپوهول شي چې څنګه کولاى شي غواګانې په عصري بڼه وساتي، له هغوى څخه څنګه په صحي ډول شيدې تر لاسه کړي او د ناروغيو پر مهال يې څنګه درملنه وشي.

په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير انجنير محمد الله نوري پژواک خبري اژانس ته وويل، په کندهار کې د غواګانو فارمونه او د شيدو پروس د هېواد په کچه بې ساري دي او په دې وروستيو کې يې ډېره وده کړې ده.

هغه زياته کړه، تر دې مهاله په دې ولايت کې د غواګانو ٦ سوه فارمونه جوړ شوي او د ورځې ١١٠ زره لېټره شيدې توليدوي چې يوزاې ٢٦٠ يې د هغوى له خوا راجسټر شوي او نور د کارکووکو د کمښت له امله پاتې دي.

نوموړي د فارم لرونکو ستونزې تائيد کړې او ويې ويل: ((په نورو ولايتونو کې د مالدارۍ په برخه کې لسګونه مامورين کار کوي، خو په کندهار کې په دې برخه کې موږ اصلاً هيڅ کارکوونکي نه لرو، چې په وار وار مو دغه ستونزه له ولايت مقام او اړوند وزارت سره شريکه کړې، خو عملي اقدام نه دى شوى.))

نوري وايي، له همدې امله په دې ولايت کې ګڼ شمېر فارمونه په پخوانۍ دوديزه بڼه جوړ شوي، خو شاوخوا درې فارمونه داسې دي چې له ٢ تر ٣ سوه زره ډالره پانګونه پرې شوې او په نړيوال معيار جوړ شوي، له ١٠٠ تر ١٤٠ غواګانې په کې ساتل کېږي او د پرمختللو ماشينونو په وسيله په صحي توګه لوشل کېږي.

د ده په خبره، ډېرې غواګانې له ايران، پاکستان، چين او هالنډ هېوادونو څخه راوستل شوي، خو د دې تر څنګ کندهارى، سيستاني، کونړي او دوه رګه نسل غواګانې هم شته چې ځينې يې په يوه وخت له ٢٠ تر ٣٠ لېتره او ځينې يې ان ٩٠ لېټره شيدې ورکوي.

ده دا هم وويل چې دا مهال په کندهار کې د لبنياتو د پلورنځيو شمېر ٣٦٠ ته رسېږي چې د شيدو اړوند محصولات په کې پلورل کېږي.

نوموړي ومنله چې دا د کرنې رياست دنده ده چې د غواګانو د فارمونو په وده کې کار وکړي او په دې برخه کې يې د غواګانو په ګډون نورو څارويو ته هم په وخت واکسين ورکړى.

خو ده خبر ورکړ چې د کندهار په صنعتي پارک کې يوه جوړېدونکې فابريکه په پام کې لري چې د شيدو د پروسس تر څنګ فارم لرونکو ته روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي او هغوى ته د غواګانو د ساتلو عصري لارې چارې وښيي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه