منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۲ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل اوسېدونکو پر ښاروالۍ سختې نيوکې وکړې

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٤): د کابل ښار اوسېدونکو په داسې حال کې د کاناليزاسيون له نه شتون او پر واټونو د اوبو له درېدو او د کثافاتو له انبارونو شکايت وکړو، چې ښاروالۍ نن د ښار له بېلابېلو ناحيو څخه د شاوخوا ٤٥٠٠ ټنه خځلو له لېږد خبر ورکړ.

د سرسبزۍ څلورلارې، د مارکېټ سيمه، د تايمني پروژې پنځم سړک او وزير اباد هغه واټونه دي چې د اورښتونو پر مهال په ځانګړي ډول پرون يې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي و.

د کابل ښاريان وايي، د ښار له مرکزي سيمې څخه هغو سيمو ته چې هلته پر سرکونو باندې اوبه ډنډ درېدلې وې، موټرونه نه تلل او دوى د ساعتونو لپاره هلته درېدل، څو په سختۍ سره يو موټر ورته پيدا شوى او کورونو ته تللي وى.

دغه راز پر ځينو سړکونو باندې د اوبو درېدو له امله د موټرونو تګ راتګ هم سوکه شوى و او له دې امله ترافيکي ګڼه ګوڼه او د سرکونو بندښت زيات و، چې ان خلک له موټرونو ښکته او تر درېيو کيلومټرو پورې خپلو کورونو ته پلي ولاړل.

په ځينو سرکونو کې چټلې اوبه هم راوتلې وې او د باران له اوبو سره يو ځاى شوې وې، چې له دې امله ټوله سيمه بويناکه شوې وه.

د تايمني يوه اوسېدونکي وحيدالله د فعال کاناليزايسون له نه شتون او پر سرکونو باندې د ولاړو اوبو په اړه سخت شکايت وکړ او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، له تېرو دوو ورځو راهيسې د دوامداره بارانونو له امله خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې دغه ستونزه له پخوا راهيسې شتون لري، زياته کړه چې په اوړي موسم کې د سرکونو د خرابوالي له امله له شته ګردونو او خاورو او په ژمي کې بيا د فعال کاناليزاسيون د نه شتون او اوبو ډنډ کېدو له امله له ستونزو مخامخ دي.

هغه وويل، که چېرې په ښار کې کاناليزسيون شتون ولري، نو خلک به له دا ډول ستونزو سره مخامخ نه شي.

وحيدالله وويل: "پرون د تايمني په پنځم سړک او سرسبزۍ څلورلارې کې دومره اوبه جمع شوې وې، چې کله به ترې موټر تېرېدل، نو دا فکر مو کاوه چې په اوبو کې کښتۍ تېرېږي."

د ښار يوه بل اوسېدونکي احمد فريد هم د منظم کاناليزاسيون له نه شتون اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "د اوبو د تلو لښتيو د نه شتون له امله کومه ورځ چې باران کېږي، نو په ډېرو سرکونو باندې اوبه درېږي او بيا  کله چې چټلې اوبه ورسره يو ځاى کېږي، نو ټول ښار بوى نيسي."

د هغه په وينا، کله چې پر سرکونو باندې اوبه درېږي، نو نه يواځې نارينه، بلکې ښځې هم د خپلو بوټونو ايستلو ته اړ کېږي او له هغه وروسته لوڅې پښې له يادو اوبو تېرېږي.

دغه ځوان وايي: "پرون چې کله باران و او اوبه د تايمني په قير شوي سړک باندې ولاړې وې، يوه مېرمن چې خپلې پښې يې لوڅې کړې او کله چې له اوبو تېرېده، نو وغورځېده او جامې يې لندې شوې چې له هغه وروسته بيا نورو مېرمنو ورسره مرسته وکړه."

ياد اوسېدونکي په دې اړه حکومت پړ وباله او ويې ويل چې دوى بايد د څوکيو د وېش موضوع يوه لوري ته کېږدي، د کابل ښار لپاره يو مسلکي کس پر دنده وګوماري، څو خلک له دغو ستونزو خلاص شي.

خو د کابل ښاروالۍ د خپرونو مشر عبدالقادر ارزو وايي، د دوامداره بارانونو له امله پر سړکونو د اوبو درېدل نه يواځې په کابل کې، بلکې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم شتون لري.

بلخوا د کابل ښاروالۍ سرپرست محمد اسلم اکرمي د دغې ستونزو شتون د منلو ترڅنګ، په باراني ورځو کې پر سړکونو باندې د اوبو د درېدلو عمده لامل د وزيراباد کانال خرابوالى په ګوته کړ او ويې ويل، کله چې باران ورېږي، پر دې سربېره چې د دغه کانال شاوخوا ټول کورونه له اوبو ډکيږي، بلکې پر سرکونو هم اوبه ډنډ پاتې کېږي او له هغه وروسته بيا ګڼه ګوڼه رامنځته کېږي.

نوموړى د دغې ستونزې د حل په موخه وايي، د وزيراباد کانال راتلونکى کال د نړيوال بانک په ١٨ ميليون ډالره مرسته باندې رغول کېږي.

د اکرمي په وينا، دغه کانال د کابل ښار په يوې ډېرې مهمې سيمې کې پروت دى چې د ډيزاين طرحه يې نهايي شوې او د تدارکاتو ملي کمېټې ته سپارل کېږي، څو اعلان ته کېښودل شي او له هغه وروسته يې کار پيل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د کابل ښاروالۍ د ښار د ١٥ ناحيو په بېلابېلو برخو کې له تنظيفي حشر خبر ورکړ، چې د دغو ناحيو د يو شمېر اوسېدونکو او ځوانانو په ګډون په کې د تنظيف کارکوونکو شتون درلود.

د کابل ښاروالۍ د تنظيف رييس نثار احمد حبيبي، د دغه حشر پيل د نوي کال لپاره د ښار پاکوالى وباله ا ويې ويل، په دغه حشر کې د ٢٥٠ موټرونو پر بنسټ ٤٥٠٠ ټن خځلې له ښار څخه ويستل شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه