منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.و
۷°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تېر کال د وړم کال په پرتله کرنيز پيداوار ٧ سلنه ډېر شوي دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل(پژواک، ۲ وری ۹۵): د افغانستان د کرنې وزارت وايي، له ناامنيو سره، سره تېر کال د وړم کال په پرتله  کرنيز پيداوار ۷ سلنه ډېر  شوي او تمه ده چې سږ کال به يې کچه تردې هم لوړه شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير چې نن يې په کابل کې د بزګر د نړيوال جشن په مراسمو او د کرنيزو توکو په نندارتون کې خبرې کولې، وويل چې تېر کال د کرنيزو توليداتو د صادراتو کچه هم اوه سلنه لوړه شوې ده.

ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل.

د کرنې وزير وويل دا مهال په ټول هېواد کې د سل زره ټنو کرنيزو توکو لپاره سړې خونې شته خو په پام کې ده چې سږ کال  په بېلابېلو ولايتونو کې نورې سړنې خونې او څېړنيز فارمونه جوړ شي.

خو وزير په خپلو دغو لنډو خبرو کې ونه ويل چې څومره سړې خونې او فارمونه به چېرته جوړ شي.

ضمير د يادو څېړنيزو فارمونو په اړه زياته کړه : ((په پام کې لرو چې سږ کال ۴۰۰ جريبه ځمکه باندې د غنمو بېلابېل ډولونه وکرو،  هيله من يم چې روان کال به د غنمو توليد ۲۲ سلنه ډېروالى ومومي.))

ده د بزګر د ورځې په مناسبت په جوړ شوي نندارتون کې زياته کړه چې د سوداګرو او بزګرانو تر منځ اړيکې اړينې دي.

هغه ويې ويل چې په دې کار سره د هېواد د کرنيزو پيداوارو لپاره ښه بازارموندنه کېداى شي.

دغه نندارتون چې تېره ورځ پرانيستل شوى، د وري په څلورمه پاى مومي.

د کابل د کرنې رياست مشر حشمت الله عنايت  پژواک خبري اژانس ته وويل چې  په ياد نندارتون کې د هېواد د ۳۴ ولايتونو بزګرو او سوداګرو ګډون کړی تر څو يو له بل سره د خپلو توليداتو او سوداګرۍ تجربې او کړنې   شريکې کړي.

هغه وويل:"نن به د بزګرانو او سوداګرو تر منځ يو ناسته وشي تر څو بزګران سوداګرو ته د خپلو توليداتو د کيفيت او کميت په اړه معلومات ورکړي او سوداګر به هم له دوی سره د دوی د غوښتنو په اړه خبرې وکړي."

خو په ياد نندارتون کې يو شمېر بزګرانو وويل چې دولت هر کال په دې ورځ له بزګرو سره ژمنې کوي خو لس سلنه يې پوره کولاى نه شي.

د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکي او بزګر  محمد اسحق  وويل:"تر هر څه لومړی موږ اوبو ته اړتيا لرو، د اوړي په موسم کې اوبه کميږي؛ نو د دې اړتيا ده چې دولت بايد کوچني بندونه او کانالونه جوړ کړي."

هغه زياته کړه، کله چې د کاريز اوبه ډېرې وي نو د غنمو او ميوو حاصلات يې ډېر وي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په روان کال کې د اوبو  ٢٩ واړه او متوسط بندونه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جوړ شي.

د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکي او بزګر محمد مرجان وويل:" موږ د خپلو ميوو د ساتنې لپاره د اړتيا وړ سړې خونې نه لرو، متاسفانه ميوې مو ورستيږي او يا په ډېره ټيټه بيه پلورل کيږي."

دی زياتوي، جګړو او ناامنيو هر څه زيانمن کړي، د ښو کرنيزو توليداتو لپاره دولت د اصلاح شويو کرنيزو تخمونو او دوا شيندنې منظم پروګرامونه نه لري.

مرجان زياته کړه:" پغمان ښکلي باغونه او مناسبې اوبه لري، که چېرې په دې ولسوالۍ کې سړې خونې جوړې شي موږ کولای شو خپلو هېوادوالو ته په هر موسم کې تازه ميوې ورسوو. "

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه