منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۲ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فېسبوک له لارې د مطرح سياسي څېرو د تخريب او رواني جګړه روانه ده

پژواک خبري اژانس
· ۷ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢ ورى ٩٥): افغانستان کې د سايبري قوانينو پر وړاندې د مبارزې قوانينو نشتون د دې لامل شوى چې له امله يې سلګونه مستعارې او سپانسر شوې فېسبوک پاڼې چې تر شا يې مشخصې کړۍ حضور لري، په هېواد کې نرمه او روانې جګړه پر مخ يوسي او تر ډېره په کې مطرحې سياسي څېرې تخريبوي.

 ټولنيزې شبکې په ځانګړي ډول فېسبوک، په دې وروستيو کې د اړيکې، اطلاع رسولو، د مسايلو د نقد او د افغانستان د تحولاتو په اړه عمده رول او اغېز لري، خو د اسانتيا رامنځته کولو پرته يې ډېرې ستونزې هم راولاړې کړې دي.

 خو د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې جګړه، تاوتريخوالى، قومي، نژادي او لساني تبعيضونه، بې وزلي او فساد تر خپلې کچې رسېدلي، ډېرو کسانو ته په کې بيا له ملي ګټو خپلې شخصي او ګوندي ګټې ډېرې مهمې دي او د سلګونه سپانسر شويو او مستعارو پاڼو راڅرګندېدل ډېرې خطرناکې او د اندېښنې وړ پايلې لرلى شي. په دغو پاڼو کې بيا ډېرى سياسي مطرح شوې څېرې تخريب کېږي او د خلکو ذهنيتونه سخت زيانمنوي.

په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو په ځانګړي ډول فېسبوک کې يو شمېر سپانسر شوې پاڼې د ډېرېدو په حال کې دي. دغه پاڼې په مستعارو نومونو باندې خپل فعاليتونه کوي او خلک هم په دې باور دي چې تر شا يې مشخصې له حکومت د باندې او داخلي کړۍ شتون لري.

جاسوسان، حقايق تلخ، رييس، متفکر، افغانستاني، باغبان، پاڅون/مبارزه، قانون، کابليان، ملي مشر، پدروطن، فدايت وطنم، رستاخيز ملى، وطن جنت نشان دى، ژوندښکلى دى، نارنج ګل، تورخم ، اعتدال ، ملى پاڅون، تغيير، جبهه، قلب آسيا، کره خبر او دا ډول سلګونه نورې پاڼې له دا ډول سپانسر شويو پاڼو څخه دي، چې له دې ډلې يې يو شمېر د حکومت خلاف او يو شمېر نور يې بيا د سياسي مطرحو څېرو خلاف او يا هم د حکومت په پلوي ليکنې کوي.

 دغه راز د دولتي چارواکو او سياسي شخصيتونو د پلوۍ په موخه هم سپانسر شوې پاڼې جوړې شوې چې له دې ډلې يې د ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله، حامد کرزي، حنيف اتمر، عطامحمد نور، اسماعيل خان، عبدرب الرسول سياف او ... پاڼې دي.

  د فېسبوک يوه کارونکي وحيد عمر په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي: "د فېسبوک په فضا کې مو حتماً د سلګونه مستعارو او سپانسر شويو پاڼو راڅرګندېدو ته پام دى. دغه پاڼې يو شمېر حکومتي او مطرحو سياستوالو د پيسو په زور جوړې کړې، څو هر يو يې بل کس عياش، خاين، شرابي او د ځمکې پر مخ مفسد کس معرفي کړي."

 نوموړى چې پخوا د ولسمشر حامد کرزي وياند و، ويلي چې په دې وروستيو کې ډېره منفي انرژي په افغاني فېسبوک پاڼو کې پمپ کېږي، د همدې پاڼو د کار پايله ده او دا زرګري جګړه ډېره بدرنګه، بوى ناکه او مزخرفه ده.

د ټولنيزو شبکو يوه بل کارپوه خوشحال خليل وايي، داسې يو شمېر داخلي او بهرنۍ کړۍ شته چې د سختې او نرمې جګړې ترڅنګ د بېلابېلو شبکو له لارې هم فعاليت  کوي، چې دغه کار بيا له سختې جګړې هم سخت دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "افغانستان په جګړه کې ښکېل دى او هغه کسان چې افغانستان ته بم او ځانمرګي رالېږي، طبيعي ده چې ترڅنګ يې پر رواني جګړې هم پيسې لګوي، هر څوک د فېسبوک او نورو ټولنيزو شبکو له لارې کولى شي چې دا ډول جګړه په مخ يوسي، ځکه په افغانستان کې سايبري امنيت شتون نه لري."

په مجازي نړۍ کې چې کوم جرمونه ترسره کېږي، هغو ته سايبري جرمونه ويل کېږي او د نړۍ په نورو هېوادونو کې سايبري جرمونه بيا د نورو حقوقي او قضايي جرمونو په څېر ګڼل کېږي او د تر سره کوونکو لپاره يې قوانين او مجازات هم شتون لري، خو په افغانستان کې بيا د سايبري جرايمو پر وړاندې د مبارزې قوانين شتون نه لري او دا کار بيا د دې لامل شوى چې ځينې کسان بيا د خپلو سياسي موخو تر سره کولو لپاره په ازاده سره په ګواښ، تخريب او بې اتفاقۍ لاس پورې کړي."

ورته مهال د فېسبوک يوه بل فعال کاروونکي ميرويس عمرخېل وويل، چې د تېرو څو لسيزو جګړو له امله قومي، ګوندي او سمتي ستونزې رامنځته شوې او دغه عوامل بيا د دې لامل شوي چې يو شمېر بهرنۍ او استخباراتي کړۍ په قصدي ډول د دې هڅه کوي، چې د افغانانو تر منځ بې اتفاقي رامنځته کړي.

هغه زياته کړه، له بده مرغه په ټولنيزو پاڼو په ځانګړي ډول فېسبوک کې يو شمېر داخلي او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې د هېواد د مطرح شخصيتونو تر منځ بې اتفاقي رامنځته کړي او د مستعارو پاڼو له لارې د قومونو او ګوندونو پر ضد ليکنې کوي، څو له يادې لارې بې اتفاقي رامنځته شي او دوى خپلو مو ته ورسيږي.

خو د مخابراتو وزارت وياند ياسين صميم وويل چې د انټرنيټي امکاناتو په پراختيا سره د مجازې شبکو کارونه په ټولو هېوادونو کې يوه معمول چاره ده چې او ستونزې هم شته، په ځانګړي ډول په افغانستان غوندې هېوادونو کې چې  د خلکو د پوهاوي کچه يې د انټرنېټې امکاناتو په اړه ټيټه وي.

هغه زياته کړه:((د دا ډول ستونزو حل د مخابراتو وزارت له دندو دي او دا وزارت هره ورځ لسګونه شکايتونه تر لاسه کوي او څېړي يې، خو په دې برخو کې ستونزې او محدوديتونه شته، ځکه چې په هېواد کې د معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور يو تازه سکتور دى.))

صميم وويل چې د مخابرات وزارت د سايبري جرايمو سره د مبارزې قانون چمتو کړى او عدليې وزارت ته يې استولى دى، د څېړنې په کمېټې کې پرې کار روان دى او له نهايي کېدو سره به د تصويب لپاره ملي شورا ته واستول شي، له تصويب وروسته به د مخابراتو  وزارت د سايبري جرمونو د څېړنې لپاره يو حقوقي لاسوند پيدا کړي.

هغه زياته کړه چې په قانون کې له سايبري جرايمو سره د مبارزې په نوم د يوې کمېټې جوړولو په اړه هم  وړاندېز شوى چې په ترکيب کې يې روزنيز او فرهنګي بنسټونه، امنيتي ارګانونه او مخابراتو وزارت د يوه تخنيکي بنسټ په توګه شتون لري، څو په ګډه سره دا شکايتونه وڅېړي.

صميم وويل چې يو شمېر سپانسر شوې پاڼې چې د سياسي موخو تر لاسه کولو لپاره جوړېږي، د امنيتي بنسټونو په ځانګړي ډول د افغانستان د ملي امنيت شورا دنده ده چې که چېرته د هغوى لخوا مخابرات وزارت ته رسمي شکايت ورشي، وزارت به يې خپلو امکاناتو ته په پام سره وڅېړي.

هغه زياته کړه چې په تېر يو نيم کال کې څه باندې پنځه زره شکايتونه څېړل شوي او هره اوونۍ له ٢٠ تر ٣٠ پورې شکايتونه را رسېږي  چې ډېرى يې د ملي شورا د وکيلانو، سياسي شخصيتونو او مخورو لخوا د هغوى په نومونو د جعلي اکونټونو د جوړېدو په اړه دي، د دوى د شخصيت تخريبوي، بېلتون رامنځته کوي چې وزارت يې د کنټرول په برخه کې اقدام کړى دى.

صميم وويل:((د افغانستان ملي امنيت شورا بايد لاس په کار شي او کومې پاڼې چې فکر کېږي د ملي امنيت، هېواد ځمکنۍ بشپړتيا او د وګړو د يووالي لپاره زيانمن وي، له وزارت سره يې دې شريک کړي، موږ د پاڼو د تعقيب او کاروونکو د پېژندنې په برخه کې همکاري کولى شو.))

په ولسي جرګه کې د خلکو استازې حبيبې دانش هم وويل:((په افغانستان کې هره نا همزمانه ښکارنده چې له موږ سره هم مهاله حرکت وکړي، پايلې يې ناوړه دي. په افغانستان کې ديموکراسي يوه بې وخته پديده ده، لومړى بايد چاپېريال ورته مساعد شوى وي او وروسته ديموکراسي راغلې وي.))

د هغه په باور، هغه ټولنه چې لا هم د کلتوري بشپړتيا پړاو ته نه ده رسېدلې او کولتور مو هغه ځاى ته نه دى رسېدلى چې مثبتې او منفي سيالۍ درک او تشخيص کړي، لا هم خلک ددې لپاره چې خپل ټاکنيز سيال مات کړي، په زرګونو غير سياسي، مدني، ناسالم او توپکسالارانه او يو بل د تخريبي فعاليتونو ته د ټولنيزو شبکو له لارې مخه کوي.

مېرمن دانش زياته کړه چې د هر وکيل په نوم څو جعلي فېسبوک اکونټونه جوړ شوي، ددې په نوم هم څو فېسبونه فعال شوي او حکومت بايد په دې برخه کې يو چاڼ ولري، ځکه چې له دې شبکو نه ناسمې ګټې اخيستل کېږي او له بده مرغه چې تر اوسه يې د کارونې فرهنګ نه دى زده کړى.

دا په داسې حال کې ده چې د مخابراتو وزارت د شمېرو پر بنسټ، په ټوليز ډول شاوخوا شپږ ميليونه وګړي له ټولنيزو شبکو کار اخلي چې ٨٧ سلنه يې فېسبوک او ورپسې ټويټر، يوتيوب، فليکر او ... کاروي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه