منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۵ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مومند: د پوهنتونونو پر درسي نصاب بياکتنه پيل شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۲ کتنې

جلال اباد (پژواک،۷ وری ۹۵): د لوړو زده کړو وزيره وايي چې د يوه مشخص درسي نصاب د لرلو لپاره د ټولو پوهنتونونو پر نصاب بياکتنه پيل شوې ده.

د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند د وري په ۷مه، جلال اباد ته په سفر کې د ننګرهار له پوهنتون څخه د ليدنې پر مهال وويل، په اوسني درسي نصاب کې ځينې ستونزې شته او بايد اصلاح شي.

هغې زياته کړه: ((موږ پر درسي نصاب بياکتنه پيل کړې؛ څو اصلاحات په کې راولو، غواړو په ټولو پوهنتونونو کې يو ډول درسي نصاب ولرو.))

مومند يادونه وکړه چې د ننګرهار پوهنتون په درسي نصاب کې هم ستونزې شته، خو د لوړو زده کړو وزارت پلاوى به له استادانو او محصلينو سره په مشورتي غونډو کې ځينې دغسې مشکلات حل کړي.

د دې په وينا، له استادانو سره په مشوره په لوړه کچه د درسي نصاب ستونزې په وزارت کې تر بحث وروسته اصلاح کېږي.

د لوړو زده کړو وزيرې په درسي نصاب کې د شته ستونزو د حل وروستۍ نېټه ونه ښوده، خو زياته يې کړه، چې دا چاره به ژر ترسره شي.

د ننګرهار پوهنتون محصل سيد عثمان هاشمي پژواک ته وويل، د هېواد د لوړو زده کړو  درسي نصاب ډېرې ستونزې لري.

نوموړى وايي: ((په ځينو پوهنتونونو کې استادانو خپل کتابونه په نصاب کې داخل کړي؛ خو په بل پوهنتون کې بيا دا کار بل استاد کړی، همداشان درسي نصاب نړيوال او تازه نه دی او په هر ولايت کې نصاب سره فرق لري.))

اخوا د ننګرهار پوهنتون رييس ببرک مياخېل پژواک ته وويل، چې د پوهنتون د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه يې هڅې پيل کړې دي.

دى وايي: ((د پوهنتون شمالي لوري ته د پوهنتون کابو ۲۰ جريبه ځمکه غصب شوې ده، موږ په دې تړاو هڅې پيل کړي، څو بېرته يې راوګرځوو.))

د لوړو زده کړو وزيرې په دې سفر کې د ننګرهار پوهنتون بېلا بېلې برخې وکتلې او په ځانګړو ناستو کې يې د اړوندو پوهنځيو د استادانو او محصلينو غوښتنې واورېدې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه