قلعه نو- کلات- کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٥): امنیتي چارواکي وايي چې په بادغيس او زابل ولایتونو کې د ماین چاودنو د دوو ملکي وګړو تر څنګ درېیو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده او بلخوا په کندهار کې د ترهګرو درې ډلې نیول شوې دي.
د قادس امنيه قوماندان سمونيار عبدالحکيم صابري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه ملکي وګړي پر يوه موټرسايکل روان وو چې نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د همدې ولسوالۍ په خيرخانه سيمه کې د ماين چاودنه پرې وشوه.
هغه وويل چې ټپي شوى کس د قادس کلينيک ته لېږدول شوى او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.
دى وايي چې دغه ماين پر دولتي موټرو د بريد په موخه د دولت وسله والو مخالفينو پر سړک ځاى پر ځاى کړى و، خو پر ملکي وګړو وچاودېد.
بلخوا بیا د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د دغه ولايت په مېزانه ولسوالۍ کې پر پوليسو د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي چې د کندهار ولايت ميرويس روغتون ته انتقال شوي دي.
خو د ميرويس روغتون يوې سرچيني پژواک ته وويل: ((له دوو راوړل شوو پوليسو څخه د يوه حالت ښه نه و، هغه هم تېر ماښام ساه ورکړې ده.))
وسله والو طالبانو د بادغیس د پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو د زابل ولایت پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف وايي چې د زابل په مېزانه کې لسو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د زابل د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر غلام جیلاني فراهي بيا وايي چې له تېرو دريو ورځو راهيسي په يادې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل شوي چې ګڼو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت رياست وايي چې په کندهار ولايت کې يې درې ترهګرې ډلې نيولې دي.
د دغه رياست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت موظفينو د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کې درې ترهګرې ډلې چې ۱۵ کسان په کې دي، نيولې دي.
سرچينه وايي، يادو کسانو پلان درلود چې په کندهار ښار کې بريدونه ترسره کړي خو موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونه په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه هر ډول هڅې کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د نیونې په اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










