منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۱ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پروان د دوو سيمو لسګونه اوسېدونکي اروپا ته د تګ پرمهال لادرکه دي

· ۶ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

 چاريکار(پژواک،٩ ورى ٩٥): د پروان ولايت د مرکز له يواځې دوو سيمو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ١٥٠ تنه په قاچاقي توګه اروپا ته تللي چې څه باندې نيمايي يې تر اوسه لادرکه دي او کورنۍ يې سختې اندېښمنې دي.

د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ١٥٠ کسان د "بايان پايان" او "توغبردي" اوسېدونکي په تېر يو کال کې اروپا په ځانګړې توګه المان هېواد ته د تللو په موخه روان شوي دي.

په يادو دواړو ګاونډيو سيمو کې شاوخوا درې زره کورنۍ ژوند کوي.

د "بايان پايان" سيمې اوسېدونکي اسدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ١٥٠ کسان د څلوېښتو کورنيو غړي دي او ځينو نورو يې په انفرادي توګه سفر کړى دى.

نوموړي وويل چې له ياد شمېر څخه ٥٨ يې اروپايي هېوادونو ته نه دې رسېدلي او هېڅ درک يې نه شته.

د نوموړي په وينا، د هغه ٢٢ کلن زوى چې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوى دى، له خپلو پنځو دوستانو سره چې شپږ مياشتې وړاندې د ايران او ترکيې له لارې اروپا ته تللي او له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د هغوى د ژوند او مرګ په اړه خبر نه شته.

اسدالله په داسې حال کې چې ژړل يې، ويې ويل چې د کار نشتوالى، د دولت نه پاملرنه او هېواد کې نورې شته ستونزې لکه ناامنۍ سبب شوي چې افغان ځوانان خپل هېواد پرېږدي.

همداراز د"بايان پايان" اوسېدونکي او د هلکانو منځني ښوونځي ښوونکي ٥٠ کلن غلام حيدر وويل چې د هغه ٢٢ کلن زوى له خپلو څلورو ملګرو سره هېواد، اروپا ته د تګ په موخه پرېښود؛ خو د هغوى د رسېدو او نارسېدو په اړه معلومات نه لري.

ده زياته کړه چې د نوموړي کورنۍ د خپل مشر زوى واده کې څه باندې ٤٠٠ زره افغانۍ قرضداره شوه او له هغه وروسته يې دويم زوى اروپايى هېوادونو ته روان شو، څو کار ومومي او خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.

غلام حيدر چې اوښکې يې تويولې، وېې ويل :" زوى مې دوه کاله وړاندې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شو، وزګار و... له بدې ورځې مې د سفرکولو اجازه ورکړه."

نوموړي خبرو ته دوام ورکړ :" کوم خبرونه چې بهرنيو هېوادونو کې د افغان پناه غووښتونکو د ناوړه وضعيت په اړه له رسنيو څخه اورم، شپه او ورځ د خپل زوى په ياد ناکراره يم؛ هر شيبه مې تر سترګو کېږي."

نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې خلکو ته د کارموندلو په برخه کې دې هڅه وکړي څو ځوانان هېواد پرېښودو ته اړ نه شي.

د لس کلن محمد مصطفى پلار همايون د بايان پايان اوسيدونکى هم د هغو کسانو په ډله کې دى چې شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې يې کور اروپا ته د تګ په قصد پرېښى دى.

مصطفى په داسې حال کې چې ستونى يې ډک و، ويې ويل چې د پلار د لارې ملګري يې اتريش ته رسيدلي دي؛ خو د پلار يې درک نشته.

دې ماشوم د خپل پلار له مهربانۍ يادونه وکړه او ويې ويل :" هره ورځ به يې موږ زده کړو ته هڅولو، د ښوونځي لپاره يې موږ ته قلم او کتابچې اخيستلې؛ اوس څوک نه شته چې راته ويې پېري، ډېر ورپسې خپه شوى يم."

  نوموړي وويل چې له خپلې مور او يوې خور سره ژوند کوي او نيکه يې د کور مشري کوي.

د توغبردي سيمې اوسېدونکي ٥٠ کلن عبدالبصيروويل :" د ١٨ کلن او ٢٢ کلن زوى له تګ څخه مې شپږ مياشتې تېرېږي، لومړى ايران ته ولاړل کار يې وکړ او پيسې يې وګټلې، له يو قاچاق کوونکي سره ترکيې ته ورسېدل، خو لس ورځې کېږي چې احوال يې نشته، نه پوهېږو چې چېرته به وي."

په داسې حال کې چې د نوموړي ستونى ډک و، زياته يې کړه چې له تېرو دوو ورځو راهيسې، هغه او مېرمن يې اولادونو سره د اړيکې نشتون له امله، ډوډۍ نه ده خوړلې.

 عبدالبصير زياته کړه:" د يادو هلکانو مور، د خپلو اولادونو په اړه اندېښمنه ده او ژاړي، د شپې له خوا وېښه وي."

نوموړې هم وويل چې زامن يې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوي وو، د کار نه شتون او اقتصادي ستونزو له امله يې هېواد پرېښود او اړ شول چې له قاچاقي لارو څخه اروپا ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د يادو دواړو سيمو اوسېدونکي د ستونزو په منلو سره اروپا ته رسېدلي دي.

د توغبردي اوسيدونکي ٥٠ کلن سيداغا وويل چې ځوان زوى يې څلور مياشتې وړاندې سفرپيل کړاو په پايله کې د زياتو ستونزو له امله، له خپلو لسو ملګرو سره المان ته رسېدلې دى.

 نوموړي زياته کړه، کله يې چې زوى المان ته د قاچاقي سفر ستونزو په اړه هغه ته کيسه کوله، اوښکې يې روانې شوې او د خپل زوى دا سختي هېڅکله نه شي هېرولى.

 هغه هيله څرګنده کړه چې زوى يې وکولى شي په المان کې ځانته کار پيدا کړي او له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.

ددې ولايت له ځينو نورو سيمو هم يو شمېر خلکو خپل هېواد د اروپا په نيت پرېښى او په قاچاقي لارو تللي دي.

د پروان ولايت د جبل سراج ولسوالۍ د ضربيا کلي اوسېدونکي او د ژورناليزم پوهنځي د درېيم کال محصل ٢٢ کلن شيرشاه رسولي وويل چې د دوى د کلي د متک په نوم ګاونډي کلي  شاوخوا ٣٠ ځوانانو اروپا ته سفر کړى چې ځينې اروپا ته رسېدلي او ځينې نور د سفر پر حال کې دي او يو شمېر يې ورک شوي.

 هغه وويل چې قاچاق وړونکي د هر کس د قاچاق په بدل کې پنځه زره امريکايي ډالر اخلي.

هغه زياته کړه چې نوموړي هم نيت درلود چې د اقتصادي ستونزو په سبب امريکا ته ولاړشي،خو کورنۍ يې اجازه ورنه کړه.

نوموړي وويل:((هېڅ کوم ځوان په خپل شوق اروپا ته نه دى تللى، ټول  د مجبويت له امله دي، ځينې يې داسې هم دي چې له کوژدې يې څلور کاله تېر شوي وو، خو واده يې ونه شو کولى، مجبور شول چې د پيسو پيدا کولو لپاره خطرونه قبول کړي.))

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په وروستي يوه کال کې شاوخوا ٤٠٠٠ زره پناه غوښتونکي د يونان او ترکيې په اوبو کې ډول شوي دي چې شل سلنه يې افغانان دي.

د پروان د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو مشر شيرين اغا خليل له دې ولايت نه اروپا ته د تللو کسانو شمېره نه درلوده او ويې ويل چې وزګارتيا او اقتصادي ستونزې ددې ستونزې عمده لامل دى.

هغه څرګنده کړه چې افغان دولت خلکو ته د کار موندنې په لټه کې دى او د اقتصادي ستونزو حل د دولتي پروګرامونو په سر کې راځي.

خو ددې وزارت چارواکي وايي چې دولت هڅه کوي، څو د افغان پناه غوښتونکو د اخراج مخنيوى وکړي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر زېږديز کال تر وروستيو پورې څه باندې ٢٥٠ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنليکونه ورکړي او د اروپايي ټولنې چارواکو د وړاندوينې له مخې، امکان لري چې د ٤٠ سلنې غوښتنه يې ونه منل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه