منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات کې ٢٣ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

هرات ښار (پژواک،١٠ ورى ٩٥ ): د هرات په دوو ولسواليو کې نږدې ٢٣ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې چې شاوخوا څلور زره کورنۍ ترې برخمنې کېږي.

د لوېديځ زون د ملي پيوستون پروګرام د اړيکو مسوولې ليدا احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژې د هرات ولايت په غوريان او ګلران ولسواليو کې د ٢٤ ميليونو افغانيو په لګښت د کليو پراختيا وزارت ملي پيوستون پروګرام له لوري، بشپړې او نن ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې.

نوموړې زياته کړه چې دې پروژو کې د لومړنيو ښوونځيو، ټولنيزو مرکزونو، محافظوي ديوالونه، د اوبو لګونې کانالونه، د کرنې لپاره د اوبو زېرمې، پولګوټي، د کاريزونو جوړول، د څښکاک  اوبو شبکو  او د اوبو لګولو شبکو غځول شامل دي.

د لوېديځ زون ملي پيوستون  پروګرام د اړيکو مسوولې وويل چې له دې پروژو څخه ٣٧٠٠ کورنۍ ګټه اخيستلى شي.

د هرات يادوو دوو ولسواليو اوسېدونکو ددې پروژو له بشپړيدو څخه خوښي څرګنده کړه.

د هرات غوريان ولسوالۍ د يوه ښوونځي ښوونکې فخريې وويل :" دا پروژې د خلکو ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته کوي، موږ پياوړي کوي زموږ کرنيزو ځمکو او څارويو ته هم ګټورې دي."

د هرات ګلران ولسوالۍ اوسېدونکي فرهاد هم پژواک ته وويل :" زه  له مسوولينو غوښتنه کوم چې له دې پروژو دې کلکه څارنه وکړي، څو خلک له دې پروژو څخه په سمه توګه ګټه واخلي."

د يادونې ده چې د کليو پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام د خپل فعاليت له پيل څخه تر اوسه ٤٥٣٠ پراختيايي پروژې د نږدې پنځو ميلياردو افغانيو په لګښت هرات کې عملي کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه