منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار د عالي دارالمعلمين د ويجاړې شوې ودانۍ د ترميم چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کندهار (پژواک ١١ ورى ٩٥): د کندهار د عالي دارالمعلمين يا د ښوونکو د روزنې مرکز د ويجاړې شوې ودانۍ د ترميم چارې پيل شوې.

دغه ودانۍ يو کال وړاندې د وسله والو مخالفينو د يوه ډله ييز بريد په پايله کې ويجاړه شوې وه، چې شاوخوا ١٠ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ياد شوي مرکز مسوول زلمي توريال پژواک خبري اژانس ته وويل، د وسله والو د ډله ييز بريد له امله د دې ادارې اووه ډيپارټمنټونه، د غونډو تالار او ټولګي ويجاړ شوي او درسي لوازم يې له منځه تللي وو.

هغه زياته کړه، له هماغه وخته يې د دغې ودانۍ د بېرته جوړولو په موخه د کندهار ولايت مقام، د ښوونکو د روزنې لوى رياست او د پوهنې وزارت ته لسګونه ځله مکتوبونه لېږلي وو، خو کومه ګټه يې نه نه وه کړې.

خو د ده په خبره، د خپلو هڅو په لړ کې يې د Save the Children په نوم اداره هڅولې چې د دارالمعلمين د ودانۍ د ترميم په برخه کې مرسته وکړي.

دى وايي، يادې شوې ادارې ورسره ژمنه کړې د ودانۍ د ترميم په موخه به ورسره يو ميليون او ٢٧٠زره افغانۍ مرسته کوي.

د توريال په وينا، د يادې شوې ادارې په مرسته يې د ويجاړې شوې ودانۍ د ترميم چارې پيل کړې، چې تر راتلونکو څو اوونيو پورې به بشپړې شي.

خو نوموړى دا مرسته کافي نه بولي او غوښتنه کوي، چې نورې مرستې ته هم اړتيا ده چې ډيپارټمنټونه بېرته فعال او درسي لوازم برابر شي.

د کندهار د عالي دارالمعلمين يوه محصل فضل احمد پژواک اژانس ته وويل، دغه دوه پوړه ودانۍ چې د پوهنې رياست د پر له پسې غوښتنو په پايله کې د کاناډا هېواد په مرسته جوړه شوې وه، مخکې له دې چې پرانيستل شي د وسله والو د ډله ييز بريد په پايله کې ويجاړه شوه.

دى زياتوي، له همدې امله محصلين له سختو ستونزو سره مخامخ وو او د ودانۍ د بيارغولو لار يې څارله.

نوموړي خوښي وښودله چې د دې ودانۍ د ترميم چارې پيل شوې دي او له دې سره به د هغوى د زده کړې په برخه کې اسانتياوې ډېرې شي.

دغه محصل غوښتنه کوي چې د جګړې ښکېل لوري دې علمي مرکزونو او ټولګټو ځايونو ته زيان نه اړوي.

د کندهار عالي دارالمعلمين په ١٣٣٦ لمريز کال کې تاسيس شوى، چې دا مهال په کې سلګونه ښځينه او نارينه محصلين په کې د ښوونکو په توګه روزل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه