اسعداباد (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): د کونړ په نرنګ ولسوالۍ نږدې يوولس کيلومتره سړک جوړ شو چې اووه زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
دغه سړک نن (د وري ١٢مه) د نرنګ ولسوالۍ په باډيل دره کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه دره ١٥ کلي لري چې څه باندې ٧ زره کورنۍ په کې دي.
د باډيل درې یوه اوسېدونکي مولوي زرباز پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زموږ کلي تر اوسه سړک نه درلوده، خلکو د ضرورت شيان په خرو او يا هم په قچرو راوړل.))
ده وويل چې دې سيمې ته د سړک د نه شتون له امله ډېری وخت ناروغانو د لارې په اوږدو کې ساه ورکړې ده.
په دې سيمه کې د کونړ د کليو او پراختيا رياست استازي عبدالغفار پژواک ته وويل چې دغه سړک ١٠،٧٥ کيلومتره اوږدوالى لري او د يونيم کال په موده کې رغول شوى دى.
د هغه په وينا، پر دغه سړک ٤٧ ميليونه افغانۍ لګښت شوى چې ١٣٧٥ متره استنادي دېوال او څلور پلګوټي هم لري.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي د باډيل درې خلکو ته وويل: ((زه له تاسو څخه مننه کوم چې د سړک جوړونې له شرکت سره مو مرسته وکړه تر څو په دې نا امنه سيمه کې تاسو ته سړک جوړ کړي.))
ده وويل چې د دې سيمې پاتې سړکونه به هم ورغول شي.
کلميزي د باډيل درې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې په خپله سيمه کې وسله والو مخالفينو ته د فعاليت کولو اجازه ورنه کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










