منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په مدینه منوره کې د افغانستان لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۸ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ ورى ٩٥): د سعودي عربستان په مدينې منورې ښار کې د ٦٠ هيوادونو فرهنګي نندارتون جوړ شو چې په کې د افغانستان لاسي صنایع هم نندارې ته اېښودل شوي دي.

دغه نندارتون د پنځو ورځو لپاره په مدينې منورې ښار کې د اسلامي پوهنتون په نوښت جوړ شوى دى.

په نندارتون کې د ٦٠ هيوادونو د محصلينو له لوري فرهنګي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

د مدینې منورې په اسلامي پوهنتون د افغان محصلینو مشر شیخ وزیرګل پژواک ته وویل چې په دغه نندارتون کې د هر هېواد محصلين د خپل هېواد فرهنګي توکي نندارې ته وړاندې کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه اسلامي پوهنتون کې ١٦٠ افغان محصلين پر زده کړو بوخت دي او په یاد نندارتون کې يې ګډون کړى دى.

ده وويل چې د نندارتون د پرانيستلو پر مهال افغان ډيپلوماتانو هم برخه اخيستې وه او افغان محصلين يې په نندارتون کې برخې اخيستو ته تشويق کړل.

په اسلامي پوهنتون کې بل افغان محصل غياث الدين پژواک ته وويل: ((په دې نندارتون کې موږ افغاني کالي، خواړه او د خټین لوښي نندارې ته وړاندې کړي دي.))

غياث الدين د دغه شان نندارتونونو جوړېدل اړين بولي وايي: ((په دې نندارتون کې موږ د نورو هېوادونو فرهنګونه ګورو او له خلکو سره يې بلدتيا پيدا کوو نو ځکه د دغه شان نندارتونو جوړېدل مهمه دي.))

د يادونې ده، تېر کال افغانستان په ياد نندارتون کې دويم ځاى ترلاسه کړى و.

خو افغان محصلين وايي چې سږ کال يې زيار ايستلى دى او لومړى ځاى به ترلاسه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور