کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د کانکور ازموينې پايلې يې اعلان کړي او ډېر ژر به د دې وزارت پر وېبپاڼې پر ليکه شي.
د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند نن له غرمې وروسته د ١٣٩٤ کال د کانکور ازموينې د پايلو اعلان مراسموکې چې د حکومت اجرايي مشر ډاکټرعبدالله عبدالله، د ملي او ولايتي شوراګانو ځينو غړو، د حکومت ځينو لوړپوړو چارواکو او د پوهنتونونو استادانو شتون درلود، وويل چې د کانکور له نږدې ٢٠٠ زرو ګډونوالو څخه نږدې ١٥٧ زره يې بريالي شوي دي؛ پاتې نور ناکامه دي او سږکال د کانکور هېڅ ګډونوال بې پايلې نه دى پاتې شوى.
د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې نيمو بجو پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پايلې وېبپاڼې ته د پورته کېدو په حال کې دي او له لږ ځنډ وروسته يې خلک پر وېبپاڼه کتلى شي.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، د ١٣٩٤ لمريز کال د کانکور په ازموينه کې په ټوليز ډول د دوولسمو ټولګيو نږدې ١٨٠ زره فارغانو د هېواد په کچه ګډون کړى وو.
د لوړو زده کړو وزيرې يادونه وکړه چې د کانکور ازموينې ګډونوالو له جملې څخه ؛ ٥٨٣١٧ يې دولتي لوړو زده کړو موسسو او ٤٦٩٠٦ کسان دولتي نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې ده.
هغې زياته کړه، چې د کانکور ازموينې ګډونوالو له ډلې څخه ٥١٤٥٨ يې خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته کامياب شوي دي.
نوموړې زياته کړه چې د کانکور ازموينې د ګډونوالو له جملې څخه ٢٢٩٣٣ تنه يې ناکام شوي دي.
د وزيرې د معلوماتو له مخې؛ له ياد شمېر څخه د ٢٢٢٢ کسانو اسنادو ستونزه درلوده او ١٦٣١٤کسان غيرحاضر وو.
د هغې په وينا، په کانکور کې تر ټولو لوړه نومره (٣٤٠.٩٨ ) ده چې د هرات اوسېدونکي فرامرز تر لاسه کړې او دويمه لوړه نومره (٣٣٩.٢٧) ده چې د کابل ولايت اوسېدونکي فواداحمد تر لاسه کړې ده.
نوموړې په ډاګه کړه چې سږکال په قطعي ډول تبديلي نه ترسره کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










