کابل (پژواک، ١٨ ورى ٩٥): د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت وايي چې د هېواد په پنځو ولايتونو کې د څه باندې ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت نهه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ياد وزارت له خوا د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو رسولو او حفظ الصحوي اسانتياوو نهه پروژې د خوست، هلمند، هرات، فراه او بادغيس ولايتونو په یو شمېر ولسواليو کې بشپړې شوې دي.
سرچينې زياته کړې، د يادو پروژو قراردادونه د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت، په کليوالي سيمو کې د اوبو رسولو، روغتيا ساتنې او اوبو لګولو د ملي پروګرام له خوا په يادو ولايتونو کې د اړوند ټولنو له پرمختيايي شورا ګانو سره لاسليک شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو پروژو کې د څښاک اوبو د ۸۱ ژورو څاګانو کيندل، د درېيو شبکو جوړول، د څښاک اوبو د ۱۴۰ څاګانو رغول او ترميم، د ښوونځيو او ټولنو لپاره د ۱۰۰ تشنابونو، د نجونو او هلکانو لپاره د لاس مينځلو د ذخیرو برابرول او د کثافت دانيو جوړول شامل دي.
سرچينه کاږي، د دغو پروژو لګښت چې پنځه يې په هرات ولايت کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې، په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسیف) له خوا ورکړل شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










