کندهار (پژواک، ١٩ ورى ٩٥): د پوهنې وزير وايي، په کندهار کې به د پوهنې اړوند ٨٠٠ تش بستونه ډېر ژر د ازادې سيالۍ له لارې ډک شي او په دې توګه به د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره شي.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي چې د يوه پلاوي په مشرۍ کندهار ته راغلى، د ولايتي چارواکو، د پوهنې رياست له مسوولينو، قومي مشرانو او ځوانانو سره تر ليدنې وروسته يې نن د وري په ١٩مه د پوهنې په بهير کې د اصلاحاتو په موخه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې د وزير تر څنګ د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، د ولايتي شورا غړو، د پوهنې رياست مسوولينو، ښوونکو، زده کوونکو او نورو برخه اخيستې وه.
په پيل کې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي خبرې وکړې او ويې ويل چې د دې ولايت ارزښت ته په پام دغلته د پوهنې بهير ټکنى او له ستونزو سره مخ دى.
هغه زياته کړه، د کندهار په دريو ولسواليو کې د پوهنې هيڅ خدمات نشته، ګڼ زده کوونکي له مېز، څوکيو، درسي لوازمو او کتابونو څخه بې برخې دي، د مسلکي ښوونکو کمښت لويه ستونزه ده او دغه راز ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري.
عزيزي يادونه وکړه چې د خپلې دندې د پيل په لومړۍ ورځ يې د پوهنې د بهير ارزونه پيل کړې او په دې موخه يې د کندهار پوهنتون او پوهنې رياست د باتجربه استادانو څخه مشورتي بورډ جوړ کړى چې په هرو دوو اوونيو کې د پوهنې د کيفيت د ښه کولو، پلان جوړولو او اصلاحاتو راوستلو په موخه غونډې کوي.
خو ده ټينګار وکړ چې د پوهنې وزارت له جدي پاملرنې پرته د کندهار د پوهنې په بهير کې اصلاحات نه شي راتلاى.
د والي تر څنګ د کندهار د ولايتي شورا رييس، د پوهنې رييس او اړوندونو نورو مسوولينو هم په دې ولايت کې يو په يو د پوهنې په برخه کې شته ستونزې يادې کړې او د پوهنې له وزير څخه يې د هغو حل وغوښت.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي وويل، د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د هېواد په کچه ١٢ زره بستونه تش دي چې ٨٠٠ يې په کندهار کې دي.
هغه خبر ورکړ چې ډېر ژر په دغه بستونه د ازادې سيالۍ له لارې ډک شي او د ښوونکو د کمښت ستونزه به هواره شي.
ده زياته کړه، د کندهار د پوهنې په رياست کې به يوه ارزونه تر سره کړي چې له مخې به يې وړتيا لرونکي او موثر کارکوونکي پر ځاى پاتې او نور به له دندو ليرې شي چې خالي بستونه به يې د ازاد رقابت له لارې د مسلکي کسانو په ګمارلو ډک شي.
نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې د ښوونځيو هغه مديران به نورو ته تبديل کړي چې له تېرو لسو او پنځلسو کلونو راهيسې په خپلو څوکيو پاتې دي.
هغه د هېواد په کچه د پوهنې اړوند د احصايې په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل: ((تر هغه ځايه چې زما معلومات دي، د پوهنې اړوند وړاندې کېدونکي ارقام او احصاييه دقيقه نه ده.))
نوموړي خبر ورکړ چې ډېر ژر به د هېواد ټولو ولايتونو ته پلاوي ولېږي، څو د زده کوونکو، ښوونکو، ښوونځيو او لوازمو اړوند دقيقه احصاييه راټوله کړي.
بلخي د کتابونو د کمښت د ستونزې په اړه وويل چې په دې وروستيو کې يې درسي کتابونه په هندوستان او ويتنام هېوادونو کې چاپ کړي چې ډېر ژر به ولايتونو ته ولېږل شي او زده کوونکو ته به ووېشل شي.
د ښوونځيو د ودانيو په اړه وزير وويل چې د هېواد په کچه تر ٥٠ سلنه ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري، په همدې بنسټ هغوى هڅه کوي نوې ودانۍ جوړې کړي.
د ده په خبره، په دې برخه کې به د هېواد په کچه د پوهې اړوند د هغو ٥٣٤ پروژو کارونه تر راتلونکې يوې مياشتې پورې پيل شي، چې نيم کاره پاتې دي.
د پوهنې وزير د کندهار له قومي مشرانو او مخورو وغوښتل چې د بندو ښوونځيو په بيا پرانيستلو کې مرسته وکړي، هغه ژمنه وکړه چې د دغو ښوونځيو لپاره به هر راز امکانات اماده کوي.
نوموړي دا هم وويل چې د کندهار په ګډون د هېواد په ځينو ولايتونو کې نمونه ښوونځي جوړوي چې يوازې به اول نمره زده کوونکي په کې زده کړې کوي، هغوى ته به د زده کړې هر راز اسانتياوې برابرېږي، څو د هغوى استعدادونه ورزول شي.
هغه په ښوونځيو کې د څارندوى پخواني سيستم، د بدني روزنې او ورزش د پروګرامونو د بېرته را ژوندي کولو يادونه وکړه او ويې ويل په ښوونځيو کې به په دې برخو کې جدي کار کوي، څو زده کوونکي په ټولنيزو فعاليتونو کې هم ونډه ولري.
نوموړي د پوهنې د بهير په اصلاح کې له شتمنو هم د مرستې غوښتنه وکړه او ويې ويل، د پوهنې وزارت په يوازې ځان ټولې چارې نه شي تر سره کولاى، په کار ده خلک د خپلو اولادونو د غوره راتلونکې په موخه د هغوى لاسنيوى وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










