اسعداباد (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): د کونړ د سيد جمال الدين افغان پوهنتون يو شمېر محصلين د ليليې ترڅنګ د نورو اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي.
د کونړ ولايت د افغان سيد جمال الدين پوهنتون چې ۴۵۰۰ محصلين په کې په لوړو زده کړو بوخت دي، سږ کال ورته سلګونه نور کسان هم بريالي شوي دي.
د دغه پوهنتون د کرنې او مالدارۍ پوهنځي د دويم کال محصل عبدالقادر د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د ليليې مستحق دي، خو د مسوولينو لخوا نه ورکول کېږي او نه هم بدل اعاشه.
هغه زياته کړه: ((زه دومره وس نه لرم چې هره ورځ کور ته ولاړ شم او يا هم په ښار کې د ځان لپاره کوم اطاق په کرايه ونيسم او که مرسته راسره ونه شي، نو تحصيل به مې نيمګړى پاتې شي.))
نوموړی د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکى دی چې د کونړ ولايت له مرکزه تر ١٥ او شل کيلومترو پورې واټن لري.
خو د پوهنتون د لايحې له مخې ، هغو محصلينو ته ليليه ورکول کيږي چې کور يې حد اقل له پوهنتون څخه ٣٥کيلومتره لرې وي .
د بهار علي په نوم يو بل محصل چې د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکى او د کونړ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ته بريالى شوى وايي چې د ليليې لپاره يې فورمه ډکه کړې او هيله يې څرګنده کړه چې کوټه به ورکړل شي.
خو نوموړي په ليليه کې د برېښنا، اوبو، ا نټرنېټ او نورو اسانتياوو غوښتنه وکړه.
د کمپيوټر ساينس پوهنځي د څلورم کال محصل عتيق الله بيا وايي چې تر ټولو لويه ستونزه يې د برېښنا نشتوالى دى.
هغه له مسوولينو وغوښتل چې د برېښنا د ستونزې اساسي هوارى پيدا کړي، ځکه چې يواځې د څو ساعتونو لپاره برېښنا وي او بيا ورکه شي.
د افغان سيدجمال الدين پوهنتون رييس استاد ميراحمد حامد وايي چې دوى د زرو محصلينو لپاره د ليليې اسانتيا برابره کړې ده.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د ليليې مستحق محصلين له دې هم زيات دي خو دوى ورته اسانتيا نه لري.
حامد زياتوي، هغو محصلينو ته چې په ليليه کې ځاى نه وي، هغوى ته دهره مياشت ١٨٤٨ افغانۍ د بدل اعاشې په توګه ورکول کېږي.
د پوهنتون رييس وويل چې د نوي تحصیلي کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورته ۱۴۰۱ محصلين د کانکور له لارې او ۱۴۱ نور ورته د اختصاصي کانکور له لارې ورپېژندل شوي، چې په دې کې ۵۰ تنه ښځينه محصلينې دي.
د نوموړي په وينا، دوى که څه هم د نجونو لپاره ځانګړې ليليه نه لري، خو هغوى کولى شي له يوې اداري ودانۍ د ليليې په توګه ګټه واخلي.
د لوړو زده کړو وزيره فريده مومند چې کونړ ته د افغان سيد جمال الدين پوهنتون د ليليې ودانۍ د پرانيستې لپاره سفر کړې و، ژمنه کړې وه چې ډېر ژر به د نجونو لپاره هم ليليه جوړه کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









