فيروزکوه(پژواک،٢٤ ورى ٩٥): د غور ولايت ځايي چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د پنځو مسموم شوو زده کوونکو له ډلې يو مړشوى دى.
دغه زده کوونکي چې د سلطان علاء الدين غوري د لېسې په ليليه کې اوسېدل، تېره شپه شاوخوا ٩ بجې د ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شول.
دغور ولايت د پوهنې رييس صبغت الله اکبري وويل چې د مسموم شوو له ډلې يو لطف الله نومېده چې د غور ولايت د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکى او د يادې لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى و چې روغتون ته له رسېدو وړاندې يې ساه ورکړه، خو د څلورو نورو روغتيايي وضعيت ښه دى.
هغه زياته کړه ، تر اوسه روښانه نه ده چې دا زده کوونکي د خوړو په سبب مسموم شوي او که بل څه يې د مسموميت سبب ګرځېدلي، ځکه چې همدا ډوډۍ ٥٠٠ نورو زده کوونکو هم خوړلې، خو هغوى نه دي مسموم شوي.
د غور د پوهنې رييس وويل چې په دې اړه د پوليسو څېړنې پيل شوې او ددې پېښې په تړاو يې د اشپز او ګومارل شوو کارکوونکو په ګډون ١٠ کسان نيولې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن