زرنج (پژواک، ٢٥ روى ٩٥): په نيمروز ولايت کې د ښوونځيو ښوونکو، د پوهنې وزارت له لوري د کاري امتيازونو د نه ورکړې له امله کړى اعتصاب دويمې ورځې ته وغځاوه.
د زرنج د نجونو لېسې يوې ښوونکې نجيبې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنې وزارت څو ځلې ژمنه کړې چې د ښوونکو معاشونه به لوړ کړي، خو تر اوسه پورې يې خپله دا ژمنه نه ده پوره کړې.
هغې زياته کړه: "له ښوونکو څخه پنځه کاله وړاندې د معاشونو د لوړېدو او کاري لوړتيا د ارزونې ازموينه واخيستل شوه، خو موږ ته تر اوسه پورې د قدم د امتياز (د رتبې د لوړاوي) پيسې نه دي رسېدلې."
يوه بل اعتراض کوونکي امان الله وويل: "وزارت ژمنه کړې وه چې د ښوونکو معاشونه به لوړوي او زموږ د ژوند په وضعيت کې به بدلون راشي، خو نه يوازې په دغو ژمنو عمل ونشو، بلکې زموږ ستونزې لاپسې زياتې شوې."
هغه ادعا وکړه چې د نورو ولايتونو د ښوونکو مالي امتيازونه ورکول کېږي، خو د نيمروز ښوونکي بيا تر اوسه پورې له دغو امتيازونو څخه بې برخې دي.
امان الله ګواښ وکړ چې که چېرې د نيمروز ښوونکو معاشونه لوړ نه شي نو ددغه ولايت ښوونکي به خپل کاري اعتصاب پاى ته ونه رسوي او ښوونځي به تړلي وي.
د زرنج د فرخي لېسې د ١٢ ټولګي يوه زده کوونکي نوراحمد وويل، په داسې حال کې چې زموږ کلنۍ ازموينې ته دوه مياشتې وخت پاتې دى، خو ښوونکي ښوونځيو ته نه راځي او که چېرې وضعيت همدا ډول دوام وکړي نو زده کوونکي به له خپلو درسونو پاتې شي.
نيمروز کې د زده کوونکو کلنۍ ازموينې د غبرګولي مياشتې په لومړۍ نېټې پيل او له هغه وروسته دوه اونۍ دوام مومي.
هغه وويل، له حکومت غواړي چې د ښوونکو ستونزو ته لاسرسى وکړي او ښوونکي هم د زده کوونکو د شاته نه پاتې کېدو لپاره خپل کاري اعتصاب ته د پاى ټکې کېږدي.
د پوهنې رياست يوه چارواکي چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل داسې ښکاري چې د ښوونکو د تېرو پنځو کلونو د رتبې کچې د لوړتيا پيسې شا وخوا ٢٠ مليون افغانيو ته ورسيږي.
هغه زياته کړه، چې دغه ستونزه يې تر اوسه پورې څو ځلې د پوهنې وزارت له چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه پورې نه ده حل شوې.
ورته مهال د نيمروز د پوهنې رييس عبدالواحد حکمت پژواک ته وويل چې د پوهنې وزارت مسوول چارواکو ده ته ويلي چې د دغه ولايت د ښوونکو د معاش د ارتقا پيسې نن د دوى حسابونو ته رسېږي.
نوموړي هيله څرګنده کړه چې د پوهنې وزارت ژمنو ته په پام سره د ياد ولايت ښوونکي بايد نن خپل اعتصاب ته د پاى ټکى کېږدي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










