منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

والي: د اروزګان د امن کولو لپاره مو ګوټلې هڅې پیل کړې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

ترینکوټ (پژواک، ۲۶ ورى ۹۵): د اروزګان والي وایي چې وسله والو طالبانو غوښتل د دغه ولایت چارچینو او دهراوود ولسوالیو ته سقوط ورکړي خو له ماتې سره مخ شول.

د اروزګان نوي والي محمد نذير خروټي دغه څرګندونې د وري په ٢٦مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې موده وړاندې وسله وال طالبان په هلمند کې تر ماتې وروسته اروزګان ولایت ته راغلي او دلته یې په چارچینو او دهراوود ولسوالیو کې ډله يیز بریدونه پیل کړل.

خو د ده په وینا چې د امنیتې ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او دغه بریدونه یې پر شا وتمبول شول.

د نوموړي په خبره، وسله وال مخالفین هڅه کوي چې په اروزګان، هلمند او زابل ولايتونو کې د ځان لپاره یوه پراخه امنه سیمه جوړه کړي؛ نو ځکه یې د اروزګان پر چارچینو ولسوالۍ بریدونه پیل کړل او د سرې قطعې په نوم ډله یې راوسته چې له ډېرو هڅو سره سره بیا هم پر دې ونه توانېدل چې خپلو موخو ته ورسېږي.

خروټي هیله وښوده چې نور به دغه ولایت د جګړو له ډګره راوځي او پر یوه امن ولایت به بدلېږي.

د والي په وینا، چې په امنیتي ځواکونو کې شته خلاوې به ډکې او ستونزي به یې هواري کړي.

هغه وایې چې په امنیتي بنسټونو کې د مکافاتو او مجازاتو کلتور په پلې کېدو سره شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

خو خروټي دغه ستونزې په ډاګه نه کړې.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((طالبانو اوس تر بل هر وخت د جګړې توان له لاسه ورکړى او که چېرې د کوکنارو کښت پای ته هم ورسېږي بیا هم امنیتي ځواکونه د هغوی پر وړاندط جګړې ته تیارى لري.))

خروټی وایي چې ډېر ژر به د یوه تاکتیکې پلان له مخې هغه سیمې او په ځانګړې توګه د ولسوالیو لارې چې د طالبانو له خوا تړل شوې خلاصې کړي.

خروټی مني چې دا مهال د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو لارې د طالبانو له خوا له مرکز ترينکوټ سره تړلې خو وایي چې د خلاصون لپاره به یې ډېر ژر عملیات پیل شي.

د والي په وینا چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به د کوکنارو د کښت د له منځه وړو کمپاین هم ژر پیل کړي.

دا مهال د اروزګان پر ١٢٠ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

ده وويل يوه ولسي شورا يې جوړه کړې چې د جګړو، اداري فساد، د ځمکو د غصب او نورو نا خوالو په مخنيوي کې به له دولت سره مرستې کوي.

هغه دا هم وويل چې د اروزګان- کندهار د لويې لارې د جوړولو چارې به هم ډېر ژر پيل شي.

محمد نذير خروټی شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د ولسمشر د فرمان له مخې د اروزګان د والي په توګه وټاکل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه