کندهار (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): د کندهار ولايت د برېښنا شرکت مسوولين وايي، د ١٠ مېګاواته لمريزې برېښنا د توليد اړوند د ځمکې او مزو غځولو کارونه يې بشپړ کړي، خو مرستندويې ادارې له ژمنې سره سم د پاور پلانټ د نصب چارې نه دې پيل کړې.
بلخوا د کندهار اوسېدونکي هم د دې پروژې د کارونو ځنډ اندېښمن کړي او له مرکزي ادارې يې د ژر پيلېدو غوښتنه کوي.
ټاکل شوې وه د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا د ١٥ ميليونه ډالرو په لګښت په کندهار کې د لمريزې برېښنا د توليد مرکز جوړ شي او د روان کال تر دوبي پورې ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.
خو تر دې مهاله د يادې پروژې عملي کارونه نه دي پيل شوي.
د کندهار د برېښنا شرکت مسوول انجنير سيد رسول باقي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، مرستندويې ادارې ژمنه کړې وه چې د دې پروژې عملي چارې به د روان ٢٠١٥ زېږديز کال د فبروري په مياشت کې پيلوي، خو تر اوسه يې پيل کړې نه دي.
هغه زياته کړه، د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې له برېښنا شرکت غوښتنه کړې وه چې ځانګړې شوې ځمکه بايد د برېښنا شرکت ملکيت وي او دغه راز د لمريزې برېښنا د توليد له موقعيت څخه تر صنعتي پارک او له هغه ځايه تر برېښنا کوټ پورې مزي وغځوي.
دى وايي، اړوندې ادارې يادې ټولې چارې بشپړې کړې چې په کې د ١٦٠ جريبه ځمکې استملاک، د نقشې جوړولو او د برېښنا د لېږد لپاره د مزو غځول او د ١٣٥ پايو لګول شامل دي.
خو ده وويل، مرستندويه اداره پر دې سربېره پر خپله ژمنه نه ده درېدلې او د پاور پلانټ د جوړولو عملي چارې يې نه دې پيل کړې.
نوموړي زياته کړه: ((د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادار ژمنه کړې وه چې د دې پروژې عملي چارې به د روان کال په فبروۍ کې پيلوي، بيا يې په مارچ او اپرېل کې د کار پيلولو ژمنه وکړه، خو په دې وروستيو کې يې بيا خبر ورکړى چې د همدې کال په اګست مياشت کې به د دې پروژې عملي چارې پيلوي.))
د ده په خبره، څه موده وړاندې چې ولسمشر کندهار ته راغلى و نو له خلکو سره يې ژمنه کړې وه چې د ١٠ مېګاواټه برېښنا د توليد چارې به د روان کال تر دوبي پورې بشپړې شي، خو له بده مرغه چې د دغې پروژې کار پر وخت پيل نه شو، بلکې نور هم ځنډېدلى دى.
دى وايي، اړوندې مرستندويه ادارې ورته ويلي چې دغه پروژه يې په متحده عربي اماراتو کې داوطلبۍ ته وړاندې کړې او لا هم په پروسس کې ده.
باقي له مرکزي ادارې وغوښتل چې پر يادې شوې ادارې فشار راوړي، څو د دغې پروژې عملي کارونه ژر پيل شي او په دې توګه د کندهار له خلکو سره شوې ژمنه پر ځاى شي.
د یادې برېښنا يوه اندازه به صنعتي پارک او نوره به کندهار ښار ته ورکول کېږي.
د برېښنا شرکت رييس پر کجکي بند د برېښنا د درېيم توربين د لګولو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ويې ويل د دغې پروژې کارونه ٤٠ سلنه شوې او لا هم په ښه توګه روانې دي.
هغه زياته کړه، څو مياشتې مخکې د یادې پروژې کارونه د نا امنيو او جګړو له امله د يوې يا دوو مياشتو لپاره وځنډېدل، خو وروسته بېرته په چټکۍ پيل شوي او اوسمهال ورباندې دوه وخته (د ورځې او شپې) له خوا کار روان دى.
دى وايي، د دغه توربين په لګولو سره به د دغه بند د برېښنا د توليد اندازه چې اوسمهال ٣٣ مېګاواټه ده، ١٨،٥ مېګاواټه نوره هم لوړه شي.
خو نوموړي ټينګار وکړ چې له دې سره په څنګ کې د برېښنا د لېږد په موخه د نوو مزو د غځولو چارې ډېرې مهمې دي چې همدا کمپنۍ يې بايد تر سره کړي.
ده زياته کړه، له کجکي بند څخه تر سنګين، لښکرګاه او کندهار ښار پورې غځېدلي مزي ډېر پخواني او د جګړو له امله زيانمن شوي چې د ډېرې برېښنا د لېږد توان نه لري.
ده يادونه وکړه، چې په اوسنيو شرايطو کې دغه مزي په اوونۍ کې لسګونه ځله پرې کېږي، چې هر ځل يې بيرته جوړول ډېرې ستونزې له ځان سره لري.
نوموړي له مرکزي ادارې وغوښتل چې د نوو مزو د غځولو چارې ته جدي پاملرنه وکړي.
د دې تر څنګ د کندهار لپاره د برېښنا درېيمه سرچينه وارداتي برېښنا ده چې له کابله تر غزني يې د غځولو چارې روانې دي او په دويم پړاو کې به يې له غزني تر کندهاره هم د مزو د راغځولو چارې پيل شي.
په دې اړه د کندهار د برېښنا شرکت رييس وويل: ((څومره چې زه معلومات لرم، دغه پروژې دوه پړاوه لري چې يو يې له کابله تر غزني او بل يې له غزني تر کندهاره د مزو غځول او د سټېشنونه جوړول دي، اوسمهال له کابله تر غزني کار دوام لري، خو له غزني تر کندهاره يې د کار مقدماتي سروې شوې، خو عملي چارې يې لا نه دي پيل شوي.))
نوموړي ټينګار وکړ چې د پروژې چارې دې هم چټکې شي، څو په دې توګه په کندهار کې د برېښنا سرچينې ډېرې شي او خلک د برېښنا له خدماتو برخمن شي.
کندهار اوس مهال يوازې ١٥ مېګاواټه برېښنا لري چې ٣ مېګاواټه يې له ډېزلي جنراتورونو د صنعتي پارک لپاره او ١٢ مېګاواټه يې له کجکي بند څخه د ښاريانو لپاره توليدېږي، په داسې حال کې دغه ولايت تر ١٥٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري.
د برېښنا شرکت رييس وايي، که د برېښنا د توليد په برخه کې د يادو شوو درې واړه پروژو کارونه بشپړ شي نو کندهار به شاوخوا ٥٠ مېګاواټه برېښنا ولري چې تر ډېره بريده به د خلکو اړتياوې پوره کړي.
د کندهار د صنعتي پارک د فابريکو مسوولين وايي، اوسمهال صنعتي پارک ته په داسې حال کې يوازې ٣ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي، چې له ١٠ مېګاواټه زياتې برېښنا ته اړتيا لري.
په کندهار کې شاوخوا ٢٠٠ فابريکې فعالې دي چې په کې پنبه، غوړي، کنجازه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور جوړېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه پکې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.
خو ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلې او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کندهار د صنعتي پارک مرستيال فيض الحق مشکاني وايي، اوسمهال صنعتي پارک ته په څلورويشت ساعتونو کې څلور ساعته د ورځې او څلور ساعته د شپې برېښنا رسېږي چې د هغوى د کارونو لپاره بسنه نه کوي.
هغه زياته کړه، د برېښنا کمښت د فابريکو پر توليد اغېز کړى او د فابريکو چلوونکي يې زيانمن کړي دي.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د لمريزې برېښنا د پروژې کارونه ژر پيل کړي.
د کندهار ښار د پنځمې ناحيې يو اوسېدونکی عبدالرحمن هم وايي چې ولسمشر کندهار ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې د روان کال د دوبي تر موسم پورې به د ١٠ مېګاواټه لمريزې برېښنا د توليد دستګاه په فعاليت پيل کوي.
خو د دوبي موسم په را رسېدو دى او تر اوسه د دې پروژې کار پيل شوى نه دى.
نوموړي له ولسمشره وغوښتل چې په خپله دى دې د دغې پروژې چارې تعقيب کړي، څو کارونه يې ژر پيل او پر وخت ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










