کابل (پژواک ٣١ ورى ٩٥): د ښار جوړونې او هستوګنې وزارت وايي، د افغانستان ودانيزو شرکتونو له ټولنې سره د هوکړې پر بنسټ، له دې وروسته به د دغه وزارت په ودانيزو پروژو کې کورنيو شرکتونو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
د ښار جوړونې او هستوګنې وزارت او د افغانستان د ودانيزو شرکتونو ټولنې تر منځ د همکارۍ او مشارکت هوکړه ليک، په ودانيزو پروژو کې د خصوصي سکتور لپاره د زمينې برابرولو او ملاتړ په موخه، نن لاسليک شو.
د ښار جوړونې او هستوګنې وزير سيد سعادت منصور نادري، د دغه هوکړه ليک لاسليکول په هېواد کې د کورنيو خصوصي شرکتونو هڅول، له هغوى ملاتړ او په قراردادونو کې روڼتيا وبلله.
هغه زياته کړه، د ياد هوکړه ليک له مخې به له دې وروسته د ښار جوړونې او هستوګنې وزارت ټولې پروژې افغاني خصوصي ودانيزو شرکتونو ته ورکول کېږي او په دغو پروژو کې به له کورنيو توليد شوو توکو هم ګټه پورته شي.
د ښارجوړونې او هستوګنې وزير د دې خبرې په څرګندولو سره چې د شرکتونو کيفيت او ظرفيت تفکيک لپاره به درجه بندي هم ترسره کېږي، وويل چې دغه درجه بندي به په ادارو کې له فساد هم مخنيوى وکړي او کار به د کار اهل ته وسپارل شي.
د ياد وزارت د معلوماتوتو پر بنسټ، د دغه هوکړه ليک موده يوه کلنه ده او د يوې مثبتې پايلې په ترلاسه کولو سره به يې موده نوره هم وغځوي.
د افغانستان د ودانيزو شرکتونو ټولنې مشر نعيم ياسين، د خصوصي سکتور په ځانګړي ډول کورنيو ودانيزو شرکتونو د پراختيا او هڅونې په برخه کې دغه کار يو مثبت ګام وباله او ويې ويل، پخوا به شرکتونو پروژې د شناخت له مخې ترلاسه کولې، چې د هغوى له ډلې يې يو شمېر په خپلو کارونو کې ناتوانه و.
هغه زياته کړه: "دغې کمزورۍ او ناتوانۍ، کورني شرکتونه بې باوره او بدنامه کړي دي."
خو د افغانستان د ودانيزو شرکتونو ټولنې مشر وويل، چې يو شمېر کورني شرکتونه د سټنډرډ له اړخه له بهرنيو شرکتونو سره هم سيالي کولى شي او دغو شرکتونو اوسمهال ډېره تجربه ترلاسه کړې او د ودانيزو پروژو ټولې ودانيزې چارې به له نړيوالو معيارونو سره سمې ترسره کړي.
ياسين زياته کړه، له دې وروسته به کورني ودانيز شرکتونه د کار، د پروژو بشپړولو او کاري تجربې له مخې په درجو ووېشل شي او له هغه وروسته به ورته پروژې ورکول کېږي.
د يادولو ده، چې تر اوسه پورې شاوخوا ٤٠٠ کورني ودانيز شرکتونه د يادې ټولنې غړيتوب لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









