منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ړوند پوليس: چې جوړ وم د ټولنې خدمتګار وم خو اوس مې څوک پوښتنه هم نه کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

لښکرګاه(پژواک،٣١ورى٩٥): په چاودنه کې په غبرګو سترګو ړوند شوى پوليس وايي تر هغه چې جوړ و د ټولنې خدمتګار و خو اوس د خپلې کورنۍ او خلکو د اوږو بار شوى دى.

دغه پوليس برکت الله سرشار نوميږي، ٢٤ کاله عمر لري او د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه اوسېدونکى دى.

سرشار يو کال وړاندې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال په يوه چاودنه کې په دواړو سترګو ړوند شوى دى.

دې پوليس شاوخوا څلور کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پوليسو په ليکو کې دنده پيل کړه ، خو د دې ولايت په ګرشک، سنګين، خانشين، مارجې او په ځينو نورو سيمو کې يې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړو کې برخه اخيستې ده.

سرشار پژواک خبري اژانس ته د ړندېدو خپله کېسه داسې وکړه: " سنګين ولسوالۍ ته د عملياتو لپاره تللي وو، په څاروان کلا کې د خپلو وژل شويو ملګرو جسدونو پسې روان وم چې په لار کې د ملي اردو په موټر د ماين چاودنه وشوه او زه يې هم څنګ ته نږدې ولاړ وم، په چاودنه کې زه زخمي شوم او تر هغه وروسته مې نوره دا دنيا په خپلو سترګو ونه ليده. "

هغه وايي چې په خپل شخصي لګښت يې د سترګو د درملنې لپاره په افغانستان او هندوستان کې ډاکټرانو ته مراجعه وکړه ، خو هغوى ځواب ورکړى دى.

ده زياته کړه: " په هند کې راته ډاکټرانو وويل چې د چپې سترګې د جوړېدو امکان دې شته خو کافي وخت ته اړتيا لري، ما چې کله غوښتل د دويم ځل لپاره هند ته لاړ شم وزارت داخلې، امنيې قوماندانۍ او نورو ځايونو ته ولاړم خو چا راسره مرسته ونه کړه، يواځې د هلمند د هغه وخت امنيه قوماندان جمعه ګل همت راته پنځوس زره افغانۍ راکړې. "

ده وويل چې ياد شوي قوماندان ورسره د استوګنې د يوې نومرې او ترفع ژمنه هم کړې وه  خو تر ننه يې دغه ژمنې نه دي پوره شوې .

هغه وايي:" کله چې جوړ وم د ټولنې خدمتګار وم خو اوس د ټولو د اوږو بار يم زه چې کله جوړوم نو د ولسوالۍ امنيه قوماندان به له ما پرته عمليات نه کول زه به د ټولو په سر کې روان وم، خو اوس مې څوک پوښتنه هم نه کوي. "

د برکت الله سرشار په وينا، چې د ماينونو د شنډولو مسلکي او ماهر و او د دندې پرمهال يې په بېلابېلو سيمو کې سلګونه ماينونه شنډ کړي دي.

نوموړي زياته کړه : " زما په څېر سلګونه نور معيوب سرتېري هم ګرځي، مېرمنې او اولادونه يې په  بازار کې خير غواړي، خو زه اوس هم هيله لرم چې سترګې به مې جوړې شي. "

ده وويل: "هغه تکليف چې د سترګو په نشتون کې په ما تېريږي، دومره مې نه  ځوروي، لکه پلار مې چې ماته خپه او اندېښمن دى هغه مې ډير ځوروي او د هغه دغه  حال نشم زغملی. "

د ده د معلوماتو له مخې، کورنۍ يې ١٩ غړي لري او کله چې جوړ و له خپلې کورنۍ سره يې پوره مرسته کوله ، خو اوس دى د هغوى د اوږو بار دى.

هغه دا هم وويل: " زه چې جوړ وم فوټبال مې کاوه، لوبډله مې درلوده خو اوس چې ړوند شوي يم لوبه نه شم کولاى خو خپل ټيم ته پروګرامونه جوړوم. "

ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې يواځې دې ورته په هندوستان کې هېواد کې د درملنې زمينه برابره کړي.

د برکت الله پلار بسم الله جان پژواک ته وويل: " څلور زامن لرم دى مې تر ټولو کشرى زوى دى،  زموږ کور په ده را ټول و خو اوس يې چې ړندو سترګو ته ګورم ډيره سخته را باندې تېريږي. "

هغه په ژړغوني غږ زياته کړه: " د زوی حالت مې نشم زغملی له همدې امله تر ډيره لرې ترې ګرځم، هڅه کوم چې ويې نه وينم ورته  ځوريږم، او دا مې هم له وسې پوره نه ده چې درملنه يې وکړم، ترفع ورته واخلم او يا يې نورې ستونزې هوارې کړم. "

ده هم له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې د زوى په درملنه کې يې ورسره مرسته وکړي.

د برکت الله سرشار ملګري احمد الله زغم پژواک ته وويل چې ټول ملګري يې د سرشار پر ړندېدو سخت خپه دي.

ده وويل چې سرشار په بېلابېلو برخو کې له خپلو ملګرو او دوستانو سره مرستې کولې، خو اوس يې له واکه هيڅ هم پوره نه دي.

ده وويل چې د سرشار ملګرو هم ډيره هڅه وکړه ترڅو اړوند ارګانونه د هغه درملنه وکړي خو چا ورسره همکاري نه ده کړې.

د دې موضوع په اړه د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل مجيدخان پژواک ته وويل چې د اصولو له مخې دکورنيو چارو وزارت په جګړه کې له ټولو وژل شويو او ټپي شويو سرتېرو سره اړينې مرستې کوي.

 هغه وويل: " دا چې برکت الله سره تر اوسه مرسته نه ده شوې دا د وخت مسوولينو ورسره همکاري نه ده کړې. "

مجيدخان وويل چې برکت الله دې امنيې قوماندانۍ ته مراجعه وکړي د ستونزو د حل لپاره به يې هلې ځلې وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه