کندهار (پژواک، ٥ غويى ٩٥): د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکې ګل بشره هغه جنګ ځپلې بېوزلې مېرمن ده چې د خپل خاوند په ګډون يې د کورنۍ ١٠ غړي په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.
دغه مېرمن وايي، جګړو يې کور له نارينه وو خالي کړى او دا مهال له کوم سرپرست پرته يوازې د خپلو اولادونو، لمسيانو او څلورو نورو کونډو سره په يو کنډواله کور کې د ژوند ناخوالې تېروي.
ګل بشرې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل: ((دلته د يوې مېرمنې او د هغې د اولادونو ژوند په يوه نارينه پورې تړلى وي، کله چې نارينه نه وي نو تاسې فکر وکړئ چې د هغوى ژوند به څنګه تېرېږي.))
هغې زياته کړه، د ژوندانه تورې او بدمرغې ورځې يې هغه وخت پيل شوې چې په يوې جګړه کې يې خاوند له لاسه ورکړ.
دغې شپېته کلنې مېرمنې د خپل کړاو او درد همدا کيسه په اوښکو پيل کړه او ويې ويل: ((څو کلونه وړاندې مو د پنجوايي په زنګ اباد کلي کې ژوند کاوه، خاوند مې بزګري کوله او له دې لارې مو د خپل غريبانه ژوند شپې او ورځې تېرولې، خو يوه ورځ دا هر څه په بل مخ واوښتل.))
د دې په خبره، غرمه مهال و، خاوند يې په کرونده کې په کار اخته و چې طالبانو پر پوليسو حمله وکړه، جګړه پيل شوه، له دواړو لورو مرمۍ ورېدې، هغه چې د جګړې په منځ کې بند پاتې و، په مرمۍ ولګېد او ووژل شو.
دا وايي، خاوند يې ډېره هڅه کړې وه چې د جنګ له منځه ځان وباسي او د خپلو اولادونو د ژوند په خاطر ژوندى پاتې شي، خو هغه ته راغلى اجل په بله نه شو.
دغې مېرمنې زياته کړه، د خاوند تر مرګ وروسته يې خپلې هيلې د خپل ځوان زوى د ژوند له هيلو سره وتړلې، خو هغه چې مخکې هم ناروغ و، د ناچارۍ او بې وسۍ له امله يې ناروغي نوره هم ډېره شوه، تر هغه چې پر بستر پرېوت.
دې وويل: ((زوى مې د تور ژېړي ناروغي لرله، په همدې بې وسۍ کې مې د هغه د علاج په پار ډېرې دروازې وټکولې، شپه او ورځ مې پر ځان يوه کړه او ډېرې ستړې مې وګاللې، خو تقدير هغه هم له ما واخيست او دا وار يې د ټول عمر لپاره پر ملا ماته کړم.))
دا وايي په دې توګه يې ځوانه نږور هم کونډه شوه او لکه مات لاس د دې غاړې ته پرېوته.
ګل بشره دا مهال په ژور سوچ کې لاړه، خو شېبه وروسته يې د يوې بلې دردوونکې پېښې کيسه پيل کړه چې د دې د کورنۍ اړوند ٨ تنه غړي او خپلوان په کې ووژل شول.
دې زياته کړه: ((د خاوند او ځوان زوى د مرګ غم مې هېر نه و چې يو بل لوى غم را پېښ شو او هغه داسې چې يوه شپه په زنګ اباد کلي کې زموږ کورونو ته نژدې طالبانو پر امريکايانو ډزې وکړې، هغوى ولاړل خو وروسته طيارې راغلي او همدا ځاى يې بمبار کړ چې له امله يې زموږ اته تنه بې ګناه خپلوان چې په خپلو کورونو کې ويده وو، ووژل شول.))
دا وايي، دې پېښې د هغوى د کورنۍ دوې نورې ښځې هم کونډې کړې چې اوس څلور واړې له خپلو سر او نيم سر اولادونو سره يو ځاى له دردونو ډک ژوند تېروي.
د دې په خبره، له يادو شوو مېرمنو سره يو ځاى په داسې کنډواله کور ژوند تېروي چې د څارويو د اوسېدو هم نه دى، خو هغوى مجبور دي او له بله چاره نه لري.
ګل بشره چې اوس د دغو بې سرپرستو کورنیو مشري پر غاړه لري، وايي جګړې او بې وسۍ دومره کړولي، چې په خپل مرګ خوشحاله ده او له خدايه همدا خواست کوي.
دې وويل، له دې دومره دردوونکو پېښو وروسته هغوى هېر شوي او ان سوال کولو ته مجبور شوي، ځکه تر دې مهاله ورسره هېچا مرسته نه ده کړې.
د دې په خبره، د خپلو اولادونو راتلونکې ته اندېښمنه ده؛ ځکه هغوى ته په مړه خېټه ډوډى هم نه شي برابرولاى، زده کړې او د ژوندر نورې چارې خو لا پر ځاى پرېږده.
د ګل بشرې د دردوونکي ژوند کيسه د کندهار له سيمه ييزو چارواکو سره شريکه شوه، هغوى وايي هڅه کوي له دې جنګ ځپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، دولتي ادارې تل هڅه کړې چې له توان سره سم د جګړې له قربانيانو سره مرسته وکړي او د هغوى لاسنيوى وکړي.
هغه زياته کړه، شتمن هېوادوال به و هڅوي چې له دې کورنۍ سره مالي مرسته وکړي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چې جګړو هومره خلک زيانمن کړي چې له ټولو سره مرسته کول او د هغوى ستونزو ته رسېدل پراخ امکانات غواړي.
خو ده وويل چې ولايتي اداره به هڅه وکړي چې د مرستندويه ادارو له لارې له دې کورنې سره مرسته وشي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










